د بټي کوټ ولسوال په مشرۍ مسؤلینو د مخورو سره د سیمې امنیت ساتلو او نورو مهمو موضوعاتو په اړه غونډه وکړه .

۱۳۹۸/۱/۲۷

 

ننګرهار ولایت بټي کوټ ولسوالۍ مقام کې د ولسوال عبدالوهاب په مشرۍ امنیتي او ملکي مسؤلینو د یادې ولسوالۍ د مخورو سره د امنیت تامین،غصب مخنیوي او یو شمیر نورو برخو کې د همکارۍ په موخه غونډه وکړه .

 

د ولسوالۍ مسؤلینو ته مخورو د خبرو پر مهال ډاډ ورکړ،چې په  ټولو برخو کې به همکار اوسي او د امنیت تامین لپاره به د امنیتي ځواکونو سره اوږده په اوږده د مخالفینو  سره وجنګیږي.