د ننګرهار والي ښاغلي شاه محمود مياخیل په رهبرۍ کې د شپيتو کاري ورځو راپور

پيل شوې پروژې

Image may contain: 8 people, including Eng Farid Ahmad Nasirzai, text

  1. دور بابا ولسوالۍ په ګوړکو سیمه کې د پنځه ويشت ميليونه افغانيو په مالي لګښت د یو روغتیایي مرکز د بنسټ ‌‌‌‌‌‌ډبره ايښودل شوې
  2. مومندرې ولسوالۍ کې د پنځه ديرش ميليونه افغانيو په مالي لګښت د پنځه ويشت بستريز مجهز روغتون د بنسټ ډبره کيښودل شوې
  3. د پوهنتون مالي اسقلاليت او د داخلي سرکونو د پخولو چارې پیل شوې
  4. جلال اباد ښار نهمه ناحیه کې د اتلس میلیونه او اته سوه زره افغانیو په مالي لګښت د سړکونو، پلچکونو، ویالو او استنادي دېوالونو د جوړولو درې پروژو چارې پیل شوې
  5. د  ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژې له خوا په دې ولایت کې د اسیایي پراختیایي بانک په اته اتیا میلیونه افغانیو مالي لګښت د سرخاب سیفون او د دوو فرعي کانالونو د بیا رغولو چارې پیل شوي
  6. د ننګرهار کانال د زېرمو د بیا رغونې پروژه (NVDA) له خوا د اسیایي پراختیایي بانک په ۶ میلیونه افغانیو مالي لګښت د ننګرهار عمومي کانال د شپږو فرعي کانالونو د بیارغولو چاري پیل شوي دي.
  7. جلال اباد ښار اتمې ناحیې په مربوطاتو کې د کب په دوېیمه د ولسي تړون ملي پروګرام له لورې د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت د درې زره اتیا متره په اوږدوالي د دویمه درجه سړکونو، دوه زره درې سوه شپیته متره په اوږدوالي د ویالو او اته پلچکونو د رغولو او میرمنوته د کالیو ګنډلو د زده کړو پروژو چارې پیل شوې،چې د شپږو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.
  8. روداتو ولسوالۍ په حصار شاهي کې په ۴۰۵ جریبه ځمکه کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا پروژې د عملي کېدو په موخه د احاطې جوړولو چارې پیل شوې،چې د اته میاشتو په موده کې به بشپړې شي،چې له هغې وروسته به د نړیوال بانک په مرسته په کې څلوېښت میګاواټه لمریزه برېښنا فعاله شي
  9. جلال اباد ښار درېيمې ناحيې اړوند بابړيانو شورا له لوري د ولسي تړون او سيمې خلکو په مالي ګډون سره د شپږ ميليونه او دوه سوه زره افغانيو په لګښت د سړکونو، ويالو او کوڅو جوړولو چارې پيل شوې.
  10. جلال اباد ښار شپږمه ناحيې اړوند درېيم ګذر له لوري د ولسي تړون ملي پروګرام په يو ميليون او درې سوه زره افغانيو مالي لګښت د کاليو ګنډولو په برخه کې د مېرمنو روزنه پیل شوه.
  11. په حصارشاهي کې د سل میګاواټه په ظرفیت د لمریزې برېښنا د فعالیدو په موخه لومړنۍ چارې پیل شوي
  12. د جلال اباد ښاروالۍ له لورې د ۳۱ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د جلال اباد ښار نارنج د عبدالحق مینې نه تر انګورباغ بازاره پورې د یو عشاریه پنځه اویا کیلو متره په اوږدوالي او لس متره پلن والي،چې نور ضروري ملحقات لري، د سړک جوړونې چارې پیل شوي،چې نن پرې قیر اچونه پیل شوه او ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
  13. جلال اباد ښار کې د ولسي وګړو د يو ميليون افغانيو په مالي لګښت د يو جومات د جوړولو چارې پيل شوې.
  14. ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار پنځمې ناحيې اړوند د کچه ګړۍ په سيمه کې د ولسي وګړو د يو ميليون افغانيو په مالي لګښت د دولتزيو جامع جومات د جوړونې چارې پيل شوې.
  15. د ننګرهار په ګډون د هېواد په پنځو ولايتونو کې د دوه زره ميګاواټه لمريزې برېښنا د توليد پروژې پلې کيږي
  16. ننګرهار پوهنتون کې د ۱۵۲ میلیونه افغانیو په لګښت د نجونو لیلیې د جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
  17. د ننګرهار والي په لارښونه د اچين ولسوالۍ ښوونکو ښارګوټی رسماً پرانیستل شو او ۷۴ ښوونکو ته نومرې وويشل شوې.
  18. د ننګرهار ولایت دور بابا ولسوالۍ د ګوړوکو سیمه کې د ګوړوکو منځني ښوونځي ته د  IRC یا ژغورنې نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ د شپږ سوه زره امريکاي  ‌‌‌‌‌‌ډالرو په ارزښت شل خونې لرونکې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
  19. د ننګرهار والي په هڅو د کلونو ځنډ وروسته د نږدې ۵۴ میلیونه افغانیو په لګښت د فخر افغان خان عبدالغفار خان د  مزار د جوړیدو چارې پیل شوې .
  20. د ننګرهار والي د ځآنګړې پاملرنې له مخې د زر بستریز روغتون چارې د درې کلونو پر ځای په یو نیم کال کې په معیاري بڼه ترسره کیږي .
  21. د ننګرهار والي په هڅو د جلال اباد  ښار دویمې ناحیې په مربوطاتو کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ټولنیز مرکز د جوړیدو چارې پیل شوي.
  22. د ۸۵ میلیونه افغانیو په لګښت د سره رود دوه سړکې څخه  تر سرخ اب پول پورې په دویم لین د  سړک جوړونې چارې ګړندۍ شوي دي .
  23. د څه باندې ۶۶ میلیونه افغانیو په لګښت د جلال اباد شاهي ماڼۍ د بیارغونې چارې پیل شوې.
  24. همدا راز د ۲۲ ميليونه افغانيو په لګښت د غازي امان الله خان مزار چارې روانې دي

 

  1. د سره رود ولسوالۍ په امرخیلو سیمه کې د لس میلیونه افغانیو په مالي لګښت په لس بسوې سیمه کې د یو روغتیايي مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه،چې د یو کال په موده کې به په یو پوړ کې جوړ شي

 

 

 

 

بشپړې شوې پروژې – حوت ۱۳۹۷ – حمل ۱۳۹۸

 

  1. تورخم ښارګوټې کې د دیارلس نیم میلیونه افغانیو په مالي لګښت د تورخم روغتیايي مرکز لس بستريزه ودانۍ چې د يو کال په موده کې جوړه شوې وه، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
  2. د ننګرهار پوهنتون د زده کړو ، مسلکي پرمختګ (PDC) او د کيفيت د تضمين داخلي واحد مرکزونه له جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته سپارل شوی.
  3. ننګرهار پوهنتون کې د نږدې پنځوس زره امریکایي ډالرو په لګښت د زده کړې مرکز پرانیستل شوی
  4. د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې د ۱۵نیم میلیونه افغانیو په مالي لګښت د اوبولګولو درې شبکې به پاخه او اساسي ډول جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوي.
  5. په روداتو ولسوالۍ کې د درې میلیونه او دوه سوه زره افغانیو په مالي لګښت د شهید پوهاند وفي الله سمیعي د لومړني ښوونخي ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې.
  6. د اچین ولسوالۍ په چلګزي سیمه کې د درې میلیونه درې سوه څوارلس زره دوه سوه نهه شپیته افغانیو په مالي لګښت د څښاک د اوبو یوه لمریزه شبکه تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .
  7. د ننګرهار ولایت د بي بي فاطمة الزهره په نوم د دې ولایت ولایتي روغتون کې د PUMI مؤسسې په اووه میلیونه مالي لګښت د بېړنیو پېښو پر مهال د خدمتونو لس بستریز مرکز تر جوړیدو وروسته نن د کب په ۱۸مه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
  8. په چپرهار ولسوالۍ کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالی لارو جوړولو ملي پروګرام له لوري د نړیوال بانک په مالی مرسته د نږدې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوه سړکونو حفظ او مراقبت چارې بشپړې شوې.
  9. ننګرهار ولايت سره رود او بټي کوټ ولسواليو کې د کليو پراختيا او بيا رغونې ادارې په هڅو د IMC ادارې په همکارۍ د اته میليونه افغانيو په مالي لګښت ۵۰ حلقې د اوبو څاه ګانې او ۱۲۳ تشنابونه تر جوړيدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
  10. ننګرهار کرنې رياست په هڅو د WFP او FAO ادارو په ۱۳ زره امريکايي ډالرو لګښت د جلال اباد ښار اړوند شيشم باغ نباتي څيړنيز فارم کې د خاورې پيژندنې لابر اتوار فعال شو
  11. د جلال اباد ښار پنځمه ناحيه کې د درې میلیونه افغانيو په لګښت د برېښنا ۲۵۰ امپيره ترانسفرمر تر نصب کېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
  12. د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار دویمې ناحیې په مربوطاتو کې د جلال اباد ښاروالۍ له لورې د ۳۱ میلیونه افغانیو په مالي لګښت شاوخوا دوه کیلو متره سړک،چې لس متره پلن والی او نور اړین ملحقات لري، تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
  13. ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار پنځمې ناحيې اړوند احمد شاه بابا مېنه کې د برېښنا شرکت په درې ميليونه افغانيو مالي لګښت ۲۵۰ امپيره ترانسپرمل ګټې اخيستنې ته وسپارل شو، چې دوه سوه کورنۍ د برېښنا له نعمت څخه برخمنې شوې.
  14. د جلال اباد ښاروالۍ مسؤلین وایي، د روان کال په ترڅ کې د جلال اباد ښاروالۍ،ولسي تړون او یو این هبیتات له لورې د جلال اباد ښار اوومې ناحیې په مربوطاتو کې د شاوخوا ۳۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلي کوي،چې ګڼ شمیر یې عملاً تر کار لاندې دي .
  15. په ننګرهار کی د مالدارانو ۵۰ ګروپونو ته ۵۰ پایه د وښو میده کولو ماشینونه ورکول شول
  16. ننګرهار ولايت سره رود ولسوالۍ کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د ۷۷ ميليونه او پنځه سوه زره افغانيو په لګښت ۳۴ د بيا رغونې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
  17. په بهسودو ولسوالۍ کې د ۴ میلیونه او شپږسوه زره افغانیو په لګښت د دوه پروژو په بشپړیدو سره په سلګونو جریبه کرنیزه ځمکه د سیلابونو له ګواښ څخه وژغورل شوه .
  18. لعلپورې ولسوالۍ کلینک کې بېړنۍ څانګه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
  19. د ننګرهار ولایت پوهنې،روغتیا او کرنې او مالدارۍ ادارو له لورې د یادې ولسوالۍ په کلینک کې د بېړنیو پېښو څانګه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه،د چکنور سیمې مالدارانو او بزګرانو سره د اړوند توکو او زده کوونکو سره د قرطاسیې مرسته وشوه.
  20. په سره رود ولسوالۍ کې د څلور ميليونه او درې سوه دوه ديرش زره افغانيو په لګښت يو استنادي ديوال تر جوړيدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
  21. په ننګرهار پوهنې ریاست کې د درې ميليونه افغانيو په لګښت د مشتریانو په نوم د ښه خدمتونو او په بېړه د چارو د خلاصون په موخه ځانګړې څآنګه فعاله  شوه.
  22. د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست کې د نږدې ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ساینس ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .

پيليدونکې پروژې

 

  1. د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت له لورې د ملګرو ملتونو په ۳۴۰ میلیونه افغانیو مالي بودیجه د ۳۴۰ کیلو واټه په ظرفیت د برېښنا پروژه په دره نور ولسوالۍ کې پلي کیږي.
  2. ننګرهار کې د څلور سوه میليونه ډالرو په ارزښت څلور سوه ميګاواټه لمريزه برېښنا رامنځته کيږي.
  3. په ننګرهار او کابل کې د څه باندې ۶۵۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۷۶ پرمختیايي او رغنیزو پروژو قراردادونه لاسلیک شول.
  4. ننګرهار مرستيال والي تميم عارف مومند په هڅو د دې ولايت د ولسواليو د ودانيو د رغولو چارې له کامې ولسوالۍ څخه پيل شوې، چې په نږدې وخت کې به د ټولو ولسواليو د رغونې چارې تر سره شي.
  5. د لومړي ځل لپاره خیتځ زون کې د ۲۴ مېلیونه افغانیو په لګښت د پیازو د ساتلو لپاره سل سړې خونې جوړیږي،چې اویا لویې د ننګرهار په کچه جوړیږي .

 

  1. مرکز کې د ترانسپورت وزارت له لوري د ۱۵۲ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د جلال اباد ښار د بهسودو پُل څخه تر عبدالخېلو سيمې پورې دولس کيلومتره سړک د جوړولو تړون لاسليک شوی

 

 

 

 

ننګرهار والي شاه محمود مياخيل په رهبرۍ کې د امنيت په برخه کې پرمختګونه

 

يو ځای شوي طالبان او تسلیم شوي داعشیان

  1. په تېرو دوو مياشتو کې ۵۰ وسله والو طالبانو له جګړې لاس اخيستی او سولې بهير سره يو ځای شوي او همدا راز څوارلس داعش وسله وال تسليم شوي دي، همدا راز په يآده موده کې ۲۶ وسله وال طالبان او نهه داعش وسله وال د بېلابېلو پېښو او  نورو جرمونو په تړاو نيول شوي دي.

 

ډاياک ته تسلیم شوې وسلې

  1. د ننګرهار امنیه قوماندانۍ پولیسو په هلو ځلو ۴۸۶ میله درنې او سپکې وسلې چې د بېلابېلو عملیاتو او پلټنو پر مهال له وسله والو مخالفينو،غلو، انسان تښتوونکو، نا مسئوله وسله والو او نورو مجرمينو څخه تر لاسه شوې وه،ډا یاک ته وسپارل شوې.
  2. د ملي اردو څلورمې پلې لواء  په هلو ځلو تر لاسه شوې ۵۶ میله درنې او سپکې وسلې او مهامات د بې وسلې کولو پروګرام ته وسپارل شول

نیول شوي  مخالفين، چاوديدونکي توکی او وسلې

  1. تورخم پر لويه لاره د روداتو ولسوالۍ په مربوطاتو کې په يو ټيلر موټر کې ځای پر ځای شوي لس زره کيلو ګرامه چاوديدونکي توکي، چې له پاکستان څخه ننګرهار ته را ليږدول کېدل سراچه ډوله موټر او درې کسانو سره یو ځای ونيول شول.
  2. قومندانۍ له لوري ۱۰۵ ميله وسلې نيول شوي
  3. د ننګرهار ملي امنيت منسوبينو د ځانمرګي بريدګر لپاره چمتو شوی له چاوديدونکو ډک واسکټ،درې حلقې واړه او يو د بوشکې جوړ شوی ماين د اچين ولسوالۍ په ده سړک سيمه کې کشف او لمنځه يوړل .
  4. د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې سرحدي ځواکونو څلوېښت فايره د مزايل مرمۍ نيولي
  5. ننګرهار ولایت لعلپورې ولسوالۍ شاکوټي په سیمه  کې دجنګي طالبانو درې مرکزونه او یوه  ډیپو چې په کې سپکې او درنې وسلې او مهمات ځای پر خای شوي وو،لمنځه یوړل شول .
  6. ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ تور غر سیمه کې د پولیسو د ځآنګړو ځواکونو له لورې عملیات ترسره شوي،چې په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د څلوېښت کسیزې ډلې قوماندان ملا تراب د درې نورو ملګرو سره یو ځای ژوندی نیول شوی دی
  7. ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ کې د پولیسو ځانګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې د نظام الدین او وزیرالدین په  نومونو دوه غیري مسؤله وسله وال له ګڼ شمیر وسلو،نظامي تجهیزاتو او نورو توکو سره یو ځای نیولي دي.
  8. په ننګرهار  کې د ملي امنیت منسوبینو د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې د ځآنګړو عملیاتو په ترڅ کې د ساجد په نوم د داعش ډلې د ښاري شبکې یو مهم غړی ژوندی نیولی .
  9. د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د نشه یې توکو پر ضد د مبارزې او ترهګریزو کړنو پر وړاندې د مبارزې مدیریت پولیسو د بېلابېلو عملیاتو او پلټنو په ترڅ کې ۷ زره فیره مرمۍ،۴۵ کیلو ګرامه چرس او ګڼ شمیر نور توکې نیولي دي.
  10. داعش وسله والو سره د اړیکو او EBE شرکت بريد سره د تړاو په تور اته تنه نيول شوي
  11. د خوږياڼو په نکړ خېلو کې د يو سرګروپ په ګډون درې وسله وال طالبان ووژل شول
  12. پچیراګام کې ۶ شکمن کسان له ۶ میله وسلو،مهماتو او نظامي تجهیزاتو سره یو ځای نيول شوي.
  13. لعلپورې ولسوالۍ کې ۱۵بوجۍ چاودیدونکې توکې او ۷ کړۍ ماینونه نيول شوي.
  14. په مومندرې ولسوالۍ کې ۲۵ کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې نيول شوي .
  15. جلال اباد ښار کې د چاودیدونکو توکو او ماینونو ځای پر ځای کوونکو په ګډون ۸ وسله وال مخالفین نيول شوي .

 

 

 

انسان تښتوونکو څخه ازاد کړای شوي کسان

  1. د دوستم په نوم يو تن، چې انسان تښتوونکو تښتولی و د املي امنيت ادارې منسوبینو پر وخت اجرت تر سره کړل او نوموړی يې د انسان تښتوونکو له منګلو روغ رمټ ازاد او خپلې کورنۍ ته سپارل شوی.
  2. د ننګرهار والي په هڅو د علي خان په نوم يو سوداګر د داعش وسله والو له منګولو ازاد او د خپلې کورنۍ غړو ته سپارل شوی.
  3. د احمد قریشي او ریحان الله په نومونو تنکي ځوانان د تښتوونکو له منګولو تر ژغورلو وروسته په رسمي ډول خپلو کورنیو ته سپارل شوي .

 

قتل، ترور او پېښې

  1. د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د جلال اباد ښار په پنځمه حوزه کې د مجتبی په نوم یو کس چې خپله خور یې وژلې وه،تر نیولو وروسته د قانون منګولو ته وسپاره .
  2. جلال اباد ښار کې د روح الله په نوم یو تن د بکسې صراف قاتل د درې نورو  ملګرو سره یو ځای ونیول شو.
  3.  

غلا ، بډو او کميشنکارۍ مخنيوی

  1. پولیسو درې تنه نيولي،چې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې څخه یې کرولا ډوله موټر غلا کړی وو
  2. پولیسو درې تنه نور،چې د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې یې له یوې هټۍ څخه غلا کوله،لاس په لاس یې تر نیولو وروسته د قانون منګولو ته سپارلي دي.
  3. د ننګرهار د امنې قوماندانۍ پوليسو په بېلابېلو عملياتو کې له شپږو قاچاق کوونکو سره يوځای ۹۰کيلوګرامه نشه يي توکي، پنځه ميله وسلې او نور مهمات ونيول.
  4. ملي امنیت منسوبینو د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۸ مخالفین او د یو پولیس په ګډون دوه تنه نور یې د کمیشنکارۍ او روغتیا پال د تهدید په جرم نیولي  .

 

 

 

 

 

لوړ پوړو مسئولينو، قونسلرانو او د بهرنيو ادارو مشرانو او استازو لیدنې

 

ننګرهار والي شاه محمود مياخیل دې ولايت ته تر پيژندلو وروسته په دې ولايت کې د اصلاحاتو رامنځته کېدو او نورو ستونزو حل په موخه لومړی په مرکز کې لوړ پوړو مسئولینو سره وکتل او له هغې وروسته يې د دندې پرمهال په بېلابېلو برخو کې اجرات تر سره کړل، چې د د ماموريت د لومړيو ۳۰ ورځو په هکله يې په لاندې ډول معلومات وړاندې کوو.

 

  1. ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د جمهور رئیس سره د ليدنې پرمهال د نوموړي له اعتماد څخه مننه وکړه، همدا راز جمهور رئیس د ننګرهار والي ته د ياد ولايت د اقتصادي او اجتماعي وضعیت د ښه والي په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

 

  1. د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش او اجرایه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د ننګرهار والي په توګه د ټاکل کېدو له امله ښاغلي میاخیل ته مبارکي ورکړه او د حکومتدارۍ د پياوړتیا او امنیت تامین په برخه کې د هر ډول همکارۍ اوملاتړ ډاډ ورکړ.

 

  1. د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د ولسمشر د دویم مرستیال او ملي یوالي حکومت اجرایه رئیس د ملاتړ ژمنې څخه مننه وکړه او هیله یې وښوده،چې د مرکزي ادارې په همکارۍ به دې ولایت کې د امنیت تامین،ښې حکومتوالۍ،او سوله ییز ژوند رامنځته کېدو په موخه ګړندۍ هڅې ترسره شي .

 

  1. د ننګرهار نوي والي شاه محمود میاخيل د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې د دې ولایت ملکي او نظامي چارواکو او ولسونو ته تر پيژندنې وروسته رسماً خپله دنده پېل کړه.

 

 

  1. ننګرهار والي شاه محمود مياخيل  د خپلواکۍ اتل او نظام بنسټګر شاه غازي امان الله خان، عدم تشدد سرلاري خان عبدالغفار خان او د دين ستوري نجم الدين اخندزاده مزارونو څخه ليدنې وکړې.

 

  1. جمهو رئيس محمد اشرف غنی، ننګرهار والي شاه محمود مياخیل د يو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره يو ځای شينوارو ولسوالۍ ته سفر وکړ او د يوې لويې غونډې په ترڅ کې يې د شینوارو شپږو ولسواليو خلکو ته په مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.

 

 

  1. ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د ولسمشر ستر سلاکار قمرالدین شینواري په مشرۍ د یو شمیر مخورو سره د لیدنې پر مهال وویل،د خپل ماموریت پر مهال به د ولسونو ترمنځ یوالی رامنځته کړي او له مخې به یې په ټولو برخو کې د قانون د تطبیق په موخه هلي ځلي وکړي .

 

 

  1. ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د افغانستان د علومو اکاډمۍ رئیس څيړنوال ډاکتر عبدالظاهر شکيب سره د لیدنې پر مهال، غوښتنه وکړه،چې د خپلواکۍ د بيرته ګټلو د سلمې کلیزې په مناسبت د شاه غازي امان الله د کارنامو په اړه د ننګرهار دولتي او خصوصي پوهنتونونو استادانو اونورو کدرونو سره په همغږۍ علمي سمینار جوړ کړي، چې نوموړي له لورې ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

 

  1. ننګرهار والي شاه محمود مياخيل په مرکز کې د مسئولينو سره د ليدنو په لړ کې د يو شمير اداري موضوعاتو په اړه د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مالي او اداري معين روح الله نيازي سره ناسته وکړه .

 

  1. نوموړي همدا راز  پلازمينه کابل کې د هېواد قاضي القضات قضاوتپوه سيد يوسف حليم سره د دې ولايت اړوند قضايي موضوعاتو په اړه ناسته وکړه او په بېلابېلو موضوعاتو يې خبرې اترې وکړې .

 

  1. بل لور ته ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د هېواد ملي دفاع وزير اسدالله خالد سره د دې ولايت اړوند بېلابېلو امنيتي موضوعاتو په اړه د هغه په کار ځای کې ناسته وکړه .

 

  1. ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د ښار جوړونې او ځمکو سرپرست وزیر محمد جواد پیکار سره د هغه په کار ځآی کې د لیدنې پر مهال په دې ولایت کې د غالۍ اوبدونکو ښارګوټي ارزونې غوښتنې ترڅنګ، د راستنېدونکو لپاره د قاسم آباد، بحرآباد او سیاه سنګ کې د ښوونکو او همدا راز د پولیسو ښارګوټي د چارو کړندیتوب غوښتنه وکړه.

 

  1. ننګرهار والي سره د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محمد جواد پیکار د غالیو اوبدونکو لپاره د ښارګوټې پروژې د کارونو د ارزونې، د قاسم آباد، سیاه سنګ او بحرآباد سیمو کې د ښارګوټو تفصیلي پلانونو منظورو چارو د ژر تر ژره پای ته رسولو او په نږدې راتلونکې کې د ملکیت سلګونه سندونو د ویشلو لړۍ د پیل کېدو ژمنه وکړه.

 

  1. ننګرهار والي د سولې عالي شورا مرستیال حاجي عزیز الله دین محمد په مشرۍ د دې ولایت د بېلابېلو مخورو ستونزې واوریدې .

 

 

  1. ننګرهار والي په دې ولایت کې د هندوستان،پاکستان او ایران هېوادونو قونسلانو سره د همغږۍ او همکارۍ په موخه ځآنګړې ناسته وکړې.

 

 

  1. ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د وري په ۶مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د ځآنګړي ماښامني په برابرولو سره په دې ولایت کې د هندوستان هېواد سرقونسل راج کمار،د ایران هېواد سرقونسل امیرحسیني او د پاکستان هېواد قونسل میا فیصل سره د همغږۍ او همکارۍ په موخه ناسته وکړه .

 

 

 

  1. ننګرهار والي شاه محمود مياخيل سره د وري په پنځمه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د ملګرو ملتونو د ختيځ زون دفتر مشرې ناهید ابو عکر او د دې ادارې د سياسي چارو افیسر پوهاند رضوان الله نادري د يوې ناستې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.

 

  1. په ننګرهار کې له اوږده ځنډ وروسته د نارنج ګل دوديزه مېله او مشاعره په ولسي بڼه او له هر ډول سانسور پرته تر سره شوه.

 

 

 

  1. ننګرهار والي سره د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې او اوبو لګولو مسئولينو د خپلو فعاليتونو په اړه معلومات شريک کړل.

 

 

  1. ننګرهار والي شاه محمود مياخيل سره د وري په يولسمه د ښاروالۍ په مېلمستون کې په داسې حال کې چې د ولايت مرستيال تميم عارف مومند او د کرنې رئیس هم شتون درلود، په هېواد کې د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې دفتر مشر راجندرا اريال او د يادې ټولنې د اوبو لګولو مسئول سومن سيجاپتي په دې ولايت کې د خپلو فعاليتونو په اړه معلومات شریک کړل.

 

 

  1. د یونیسف ادارې عمومي مشرې او د ياد دفتر د اوو اسيايي هېوادونو مسئول ننګرهار سیمه ييز روغتون کې د کوچنیانو او نسایي ولادي څانګو څخه لیدنه وکړه.

 

  1. په هېواد کې د يونيسف ادارې عمومي مشرې عدلې خدر او د ياد دفتر د اوو اسيايي هېوادونو مسئول د وري په ۱۳مه په داسې حال کې ، چې د ننګرهار د عامې روغتیا او حوزوي روغتون رئیسانو، د  ختيځي سیمې د یونیسف او WHO ادارو استازو هم شتون درلود د ننګرهار په سيمه روغتون کې د کوچنيانو او نسايي ولادي څانګو څخه ليدنه وکړه.

 

  1. ننګرهار والي سره د UNOCHA او اروپايي ټولنې د بشري مرستو مسئولينو ناسته وکړه

 

 

  1. ننګرهار والي شاه محمود مياخيل سره د وري په ۱۹مه ولايت مقام کې په داسې حال کې، چې د ولايت مرستيال تميم عارف مومند هم شتون درلود په هېواد کې د UNOCHA ادارې د بشري مرستو همغږي کوونکي يان ريډلي، د اروپايي ټولنې د بشري مرستو مسئولې اسمي ډي جان او يو شمېر نورو مسئولينو په دې ولايت کې د بشري وضعيت څېړلو، مرستې او همغږۍ په موخه ناسته وکړه.

 

  1. ننګرهار والي په مشرۍ د ملګرو ملتونو او سکتوري ادارو ترمنځ د ماشومانو وجهي صندق په اړه د همغږۍ غونډه وشوه.

 

 

  1. ننګرهار والي شاه محمود مياخيل په مشرۍ د ملګرو ملتونو ادارې مسئولينو او د دې ولايت د سکتوري ادارو رئيسانو او استازو ترمنځ د ماشومانو وجهي صندق په اړه د همغږۍ غونډه وشوه، چې په ترڅ کې يې د ماشومانو روغتيا او روزنې ته د لاښې پاملرنې په موخه لازمې پريکړې تر سره شوې.

 

 

 

ټولينز فعاليتونه

 

  1. ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د ټولنیزو او بېلابېلو ستونزو حل په برخه کې د انعکاس تلویزيون ته ورغی او  د دې ليدنې پرمهال د انعکاس راډيو تلويزيون بنسټګر انجينر زلمي پر نه شتون خواشيني وښوده او هيله يې وښوده، چې ژر تر ژره به د تښتونکو له منګولو روغ رمټ دې ادارې ته را ستون شي.

 

 

  1. ننګرهار والي شاه محمود مياخيل  ولسوالانو ته سپارښتنه وکړه، چې د ولسواليو دروازې د خلکو پر مخ پرانيستې وساتي، د دوی په ګډون ټول کار کوونکي حاضرۍ ته ژمن کړي، د منظم تقسيم اوقات له مخې چارې تر سره کړي او په ولسواليو کې له امنيتي ارګانونو سره همغږي پياوړي کړي.

 

 

 

  1. ننګرهار والي شاه محمود مياخیل همدا راز د حکومت د فعاليتونو او ولس غږ د ښه انعکاس په موخه خبريالانو سره هم ناسته وکړه، نوموړي له خبريالانو څخه وغوښتل، چې د خبرونو خپرولو پرمهال ملي منافع په نظر کې ونيسي، وطني توليداتو ته په انعکاس ورکولو او د بېلابېلو سکتورونو په اړه مثبتو تبليغاتو کې مرسته وکړي.

 

  1. ننګرهار والي د ټولنيزو ستونزو حل په درشل کې په تورخم ښارګوټې کې د سوداګرو او ترانسپورټ مسؤلینو له لورې پیل شوی اعتراض تر شل ورځني ځنډ وروسته پای ته ورسید او د دوی له لورې درول شوې خیمې ټولې شوې، نوموړي د مسؤلینو په ملتیا په تورخم ښارګوټې کې د بېرته را ستنیدونکو لپاره جوړ شوي کمپلکس د بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او مسؤلینو ته یې د ټولو مسافرینو سره د ښه چلند ترڅنګ د سهولتونو برابرولو سپارښتنې وکړې .

 

  1. ننګرهار والي همدا راز د لوړ پوړي پلاوي په ملتیا په مومندرې ولسوالۍ کې د اعتراض کوونکو په منځ کې د شوي ځآنمرګي برید قربانیانو روح ته دعا او کورنۍ غړو ته یې د فاتحي مراسم ترسره کړل .

 

  1. هغه همدا راز  د نورو چارو د ترسره کولو سربېره یې دوربابا ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې د کوز دربند منځني ښوونځي څخه لیدنه وکړه او زده کوونکو ته يې سپارښتنه وکړه، چې په خپلو زده کړو کې لا هڅې وکړي.

 

 

  1. ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د دې ولایت محبس کې د بندیانو سره د لیدنې پر مهال خوښي وښوده،چې د پیوزانو په ورځ کې د یو شمیر بندیانو له لورې جوړ شوو وسایلو د پلور له امله تر پنځه زره افغانیو مزدوري تر لاسه کوي.

 

  1. ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د کب په اتمه د دې ولايت ملي راډيو تلويزيون څخه د ليدنې په ترڅ کې د شهيدو شويو کار کوونکو روح ته د دعا په موخه فاتحه وکړه او د راډیو تلویزیون دکارکوونکو ستونزې یې واوریدې.

 

 

  1. ننګرهار والي شاه محمود میاخیل،چې یو شمیر نورو مسؤلینو یې هم ملتیا کوله، د شپې ناوخته په ناڅاپي ډول د جلال اباد ښار په حوزوي روغتون کې د ناروغانو او پیوزانو سربېره د بېلابېلو برخو څخه لیدنه او څارنه وکړه .
  2. د ننګرهار والي په هلو ځلو د جلال اباد ښار د بېلابېلو سیمو څخه ۲۰۶ تنه روږدې کسان را ټول او د درملنې په موخه د عامې روغتیا ادارې په همکارۍ کابل ته ولیږل شول .

 

  1. هغه همدا راز د دې ولایت په محبس کې د روغتون څخه لیدنه وکړه،د دوی ستونزو د حل په موخه یې اړونده مسؤلینو ته د لارښوونو سربېره روغتیا پالو ته سپارښتنه وکړه،چې ناروغانو سره د مجرم پر ځای د ناروغ چلند وکړي

 

 

  1. ننګرهار ولايت کې د ښځو نړيواله ورځ د يوې لويې غونډې په ترڅ کې په داسې حال کې ونمانځل شوه، چې په کې ننګرهار والي شاه محمود مياخيل، ولایت مرستيالانو،امنیه قوماندان، ولايتي شورا غړې،د یو شمیر ادارو مسؤلینو، د ښار او بېلابېلو سيمو سلګونه ميرمنو، مدني ټولنو استازو او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی وو.

 

  1. ننګرهار ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ د کب په ۲۲مه د دې ولايت په محبس کې د ښځو نړيوالې ورځې په مناسبت ښځينه بنديانو سره وليدل او د هغوی يو شمېر ستونزې او غوښتنې يې د حل په موخه واوريدې.

 

  1. د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په امر د وزیرو ټټنګ په سیمه کې د امنیتي ځواکونو له لورې د عملیاتو پر مهال نیول شوی لعل محمد له بنده ازاد او قومي مشرانو ته د یوې لیدنې په ترڅ کې وسپارل شو.

 

 

  1. ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وویل، د جګړې،وینې تویدنې او اختلافاتو څخه نفرت لري او د سولې رامنځته کېدو،جګړې مخنیوي،پخلاینې او نورو برخو کې د قومي مشرانو څخه د همکارۍ غوښتنه کوي،خو که قومي مشران هیڅ توانمندي ونلري،نو د خپلو سیمو خلک دې د قومي تړې له مخې له مخالفینو سره د یو ځای کېدو او همکارۍ څخه وژغوري،ترڅو د ورته نورو پېښو مخنیوی وشي .

 

 

  1. د نوي کال په راتګ سره په ننګرهار کې د ګډ کار کولو په موخه د بېلابېلو قشرونو ترمنځ د ځآنګړي ماښامني ګډ پروګرام ترسره شو.

 

  1. د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په نوښت د نوي کال په دویمه ورځ په جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د ملکي او امنیتي ادارو مسؤلینو،دیني عالمانو،پانګوالو،سوداګرو،قومي مشرانو،ګذر وکیلانو، د ناحیو امرینو، ژورنالیستانو،مدني فعالانو،فرهنګیانو او نورو قشرونو ترمنځ د ګډ ځآنګړي ماښامني پروګرام په دې موخه ترسره شو،چې په نوې کال کې به ټول په ګډه د دې ولایت د ابادۍ،سوکالۍ او پرمختګ لپاره کار کوي .

 

  1. ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د دې رنګین ماښامني پر مهال له ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه،چې له دوی سره یې د باور رامنځته کولو په دې ځانګړې ماښامني کې ګډون وکړ او زیاته یې کړه،چې په دې حساسو شرایطو کې ګډ کار او یو بل سره مرسته کولاې شي،چې امنیتي، اقتصادي او نورو برخو ښه والي باندې مستقیماٌ مثبت تاثیر وکړي .

 

  1. د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار په شیرزي لوبغالي کې د وري په لومړۍ نیټه د بزګر جشن د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شو، چې په کې ننګرهار والي،ولایت مرستیالانو،امنیتي مسؤلینو،ولایتي شورا غړو،ادارو مسؤلینو، بزګرانو،مدني فعالانو،مخورو،رسنیو استازو او سلګونو نورو ګډون کړی وو.

 

  1. ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د وینا پر مهال د نوې ۱۳۹۸یم کال د را رسیدو او بزګرانو دودیز جشن له امله ګډونوالو ته مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه،د ولسمشر له لورې نوی کال د سولې او پرمختګ کال په نوم نومول شوی،همدا راز یې وویل، سږنی کال د استقلال سلمه کلیزه ده،چې په ملي او په ځآنګړي ډول په ننګرهار کې به د علمي سمینارونو او ګڼ نورو پروګرامونو په جوړیدو سره ونمانځل شي .

 

 

 

  1. د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار په شیرزي لوبغالي کې د وري په لومړۍ نیټه د بزګر جشن د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شو، چې په کې ننګرهار والي،ولایت مرستیالانو،امنیتي مسؤلینو،ولایتي شورا غړو،ادارو مسؤلینو، بزګرانو،مدني فعالانو،مخورو،رسنیو استازو او سلګونو نورو ګډون کړی وو.

 

 

  1. د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په نوښت د نوي کال په دویمه ورځ په جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د ملکي او  امنیتي ادارو مسؤلینو،دیني عالمانو،پانګوالو،سوداګرو،قومي مشرانو،ګذر وکیلانو، د ناحیو امرینو، ژورنالیستانو،مدني  فعالانو،فرهنګیانو او نورو قشرونو ترمنځ د ګډ ځآنګړي ماښامني پروګرام په دې موخه ترسره شو،چې په نوې کال کې به ټول په ګډه د دې ولایت د ابادۍ،سوکالۍ او پرمختګ لپاره کار کوي .

 

 

  1. ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د وري په پنځمه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د ولايتي شورا رئيس احمد علي حضرت او غړو اجمل عمر او سهراب قادري سره د ولسونو ستونزو حل او يو شمېر نورو موضوعات بحث په موخه ناسته وکړه.

 

 

  1. په ننګرهار ولایت کې د مومندو او یو شمیر نورو قومونو د هلو ځلو او جرګې په ترڅ کې د مرحوم ملک حسن او مرحوم ملک ثنا ګل ګورنیو ترمنځ شل کلنه شخړه،چې  له امله یې دواړو لورو څخه درې تنه وژل شوي وو او یو بل ټپي شوی وو،په دوستۍ بدله شوه .

 

 

  1. ننګرهار ولايت روداتو ولسوالۍ کې د بزګر جشن د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې تر سره شو، چې پر مهال يې د ملکي او نظامي ادارو مسئولينو، بزګرانو، بڼوالو، قومي مشرانو، ځوانانو او نورو ګډون کړی و.

 

 

  1. ننګرهار ولايت ګوشتې ولسوالۍ کې د بزګر جشن په داسې حال کې ونمانځل شو، چې پرمهال يې د ملکي او نظامي ادارو مسئولینو، بزګرانو، بڼوالو او د سيمې نورو اوسيدونکو ګډون کړی و.

 

 

 

  1. ننګرهار والي د ولسونو څخه وغوښتل،چې پخپلو سیمو کې مخالفینو سولې ته په رابللو سره د جګړې له بدمرغیو څخه وژغورئ .

 

 

  1. ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د وري په ۸مه امنیه قوماندانۍ کې د بهسودو ولسوالۍ دګردي کڅ خلکو ته د فاتحې او ډاډګیرنې په مراسمو کې له ولسونو وغوښتل،چې مخالفین سولې ته راوبلي او د جګړې له بدمرغیو خپلې سیمې وژغوري.

 

 

  1. د ننګرهار ولایت قبایلو او سرحدونو چارو ریاست د مالوماتو له مخې د دې ریاست سره ۶۱ قومي شوراګانې ثبت دي،چې د دلوې میاشتې پرېکړې له مخې یې د قومونو د یوالي او همغږۍ شورا ریاست،معاونیت او منشي ټاکلو لپاره ټاکنې ترسره کړې .

 

 

  1. ننګرهار والي سره د حصارک قومي مخورو خپلې يو شمېر ستونزې د حل په موخه شريکې کړې

 

 

  1. د ننګرهار والي په هڅو د کلونو ځنډ وروسته د نږدې ۵۴ میلیونه افغانیو په لګښت د فخر افغان خان عبدالغفار خان د  مزار د جوړیدو چارې پیل شوې .

 

  1. د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په ځآنګړو هلو خلو د کلونو ځنډ وروسته د نږدې ۵۴ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د خان عبدالغفار خان مزار د جوړیدو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې،چې د یو کال په موده کې به بشپړې شي.

 

 

  1. ننګرهار والي سره د حصارک قومي مخورو خپلې يو شمېر ستونزې د حل په موخه شريکې کړې
  2. ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د وري په ۱۵مه ولایت مقام کې د یوې غونډې په ترڅ کې د حصارک ولسوالۍ د قومي مخورو ستونزې واوریدې،چې پر مهال یې د ولايتي شورا مرستيال عبيدالله شينواري، د شورا غړو استاد اسرار الله مراد، اجمل عمر او عبدالقهار قدير هم شتون درلود .

 

  1. د ننګرهار والي په هڅو د کلونو ځنډ وروسته د نږدې ۵۴ میلیونه افغانیو په لګښت د فخر افغان خان عبدالغفار خان د  مزار د جوړیدو چارې پیل شوې .
  2. د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په ځآنګړو هلو خلو د کلونو ځنډ وروسته د نږدې ۵۴ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د خان عبدالغفار خان مزار د جوړیدو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې،چې د یو کال په موده کې به بشپړې شي.

 

  1. ننګرهار والي د ولسي وګړي امان الله د مړینې له امله د هغه کورنۍ او خواخوږو ته د فاتحې مراسم ترسره کړل .
  2. د سره رود ولسوالۍ د شمشپور سیمې اوسیدونکی امان الله خان چې د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوی وو او د جمعې په ورځ د جلال اباد ښار دویمې ناحیې په مربوطاتو کې خاورو ته سپارل کېده،په داسې حال کې چې ننګرهار والي شاه محمود میاخیل له یادې سیمې تېردو،د ارواښاد کورنۍ ته قبرستان  ته څېرمه ورغی او ورته یې د تسلیت او فاتحې مراسم ترسره کړل .

 

 

 

  1. ننګرهار والی شاه محمود میاخیل،چې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزیري،امنیه قوماندان پاسوال غلام سنایي ستانکزي،ملي امنیت رئیس تورنجنرال نظرعلي واحدي،څلورمې پلې لوا قوماندان برید جنرال محمد کریم نیازي،د سکتوري خدمتونو رئيس فضل ربي همیم،کلیو پراختیا رئیس انجینر مجیب الرحمن ضیا،کار او ټولنیزو  چارو رئیس عبدالحکیم شیرزاد،عامې روغتیا رئیس نصیراحمد دراني،د کرنې او مالدارۍ رئیس ذبیح الله حسنزي،د ټولګټو چارو سرپرست او یو شمیر نورو یې ملتیا کوله،د وري په ۱۸مه د لعلپورې ولسوالۍ په مقام کې د خلکو سره ناسته وکړه.

 

 

  1. جلال اباد ښار کې سلمانیانو د خپلو ټولنیزو چارو د ترسره کېدو په موخه  د دوشنبې په ورځ د کار نه کولو پرېکړه وکړه .

 

 

  1. د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې سلمانیانو د یوې غونډې په ترڅ کې چې د اصنافو او کسبګرو اتحادیې مسؤلینو سره یې درلوده، د خپلو ټولنیزو چارو د ترسره  کولو په موخه یې د دوشنبې په ورځ د کار نه  کولو پرېکړه کړې .

 

 

  1. ننګرهار والي د دره نور، کوز کونړ او د کونړ نورګل ولسوالۍ قومي مخورو ستونزې د حل په موخه واوريدې

 

 

  1. ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د وري په ۱۹ ولايت مقام کې په ولسي جرګه کې د دې ولايت استازي حاجي حضرت علي په مشرۍ د کوز کونړ او دره نور ولسواليو او د کونړ د نورګل ولسوالۍ قومي مخورو سره د يو شمېر ستونزو حل په موخه غونډه وکړه.

 

 

 

  1. د ولايت مرستیالې د مشتريانو په نوم ورځې په ترڅ کې د يو شمېر ننګرهار مېشتو ستونزې د حل په موخه واوريدې

 

  1. په ټولنيزو چارو کې د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ د وري په ۲۰مه ولايت مقام کې د مشتريانو په نوم د اوونۍ يوې ورځې په ترڅ کې د ګڼ شمېر ننګرهار مېشتو ستونزې او غوښتنې واوريدې او اړونده ادارو ته يې د حل په موخه سپارښتنې وکړې.

 

 

  1. په ختیخ کې د ولسي ملاتړ پروګرام مشر حاجي سیدالرحمن مومند په  مشرۍ د یاد پروګرام غړو او د ښاروالۍ مسؤلینو ګډه د همغږۍ او همکارۍ غونډه وکړه،چې په کې د ګذر وکیلانو،مدني فعالانو،ځوانانو او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی وو

 

  1. ننګرهار والي  وایي،د وضعیت د ښه والي او ستونزو حل په موخه ګډ کار ته اړتیا ده.
  2. ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د وري په ۱۱مه د پچیراګام ولسوالۍ یو شمیر مخورو سره د لیدنې پر مهال د وضعیت د ښه والي او ستونزو د حل په برخه کې په ګډ کار کولو ټینګار وکړ .

 

 

  1. په سره رود او نازيانو کې قومي مخورو سره د بېلابېلو ستونزو حل په موخه ناستې وشوې
  2. ننګرهار ولایت سره رود او نازیانو ولسواليو کې ولسوالانو په مشرۍ مسئولینو او قومي مشرانو سره د بېلابېلو ستونزو حل په موخه ناستې وشوې.

 

 

  1. په کامې کې د هدیرې پر سر د دوو قومونو ترمنځ رامنځه شوې شخړه حل شوه
  2.  ننګرهار ولايت کامې ولسوال په هڅو د دې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوو قومونو ترمنځ د هديرې پر سر درې کلنه شخړه حل شوه.

 

  1. په ټولنيزو چارو کې د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ د وري په ديارلسمه ولايت مقام کې د مشتريانو په نوم د اوونۍ يوې ورځې په ترڅ کې د ګڼ شمېر ننګرهار مېشتو ستونزې او غوښتنې واوريدې او اړونده ادارو ته يې د حل په موخه سپارښتنې وکړې.

 

  1. د ولايت مرستيالې په مشرۍ د املاکي کميسون غونډه وشوه
  2. ننګرهار ولايت ټولنيزو چارو مرستيالې حبيبې کاکړ په مشرۍ د وري  په څوارلسمه ولايت مقام کې د املاکي کميسون غونډه وشوه، چې پرمهال يې د يو شمېر غصب شويو ځمکو قضيې وڅېړل شوې او اړونده ادارو ته يې دوسيې د حل په موخه وليږل شوې.
  3.  
  4. ختیځ کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمیټې او  اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دې ولایت رسنیو  دفتر سره په همغږۍ د خبریالې ارواښادې مرسل قاضي زاده فاتحه واخیسته او د هېواد په کچه یې د رسنیو کور ټولو غړو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل .
  5. د ننګرهار والي شاه محمود مياخيل په نوښت له اوږده ځنډ وروسته د نارنج ګل دوديزه مېله او مشاعره د جلال اباد ښار په سراج العمارت بڼ کې په ولسي بڼه له هر ډول سانسور پرته تر سره شوه، چې په کې ننګرهار والي، د ولسمشر سلاکار، د ولايت مرستيالې، امنيه قوماندان، ولايتي شورا او ولسي جرګې غړو، ادارو مسئولينو، د هېواد بېلابېلو ولايتونو شاعرانو او د شعر مينوالو ګډون کړی و.

 

 

 

 

مرستې

 

  1. د ننګرهار والي شاه محمود مياخيل په سپارښتنه په دې ولايت کې د کډوالو، پېښو پر وړاندې چمتووالي سرې مياشتې او نورو ادارو په هڅو سلګونه بېوزله کورنيو سره بېلابېلو برخو کې مرستې شوې، چې دلته د څو مرستو څخه يادونه کيږي.

 

  1. ننګرهار والي شاه محمود مياخيل په لارښوونه کډوالو چارو رياست په هڅو د ماشوم ساتنې نړيوالې ادارې له لوري د پچير اګام او خوږياڼو ولسواليو ۸۴۶ کورنيو سره د يولس – يولس زره افغانيو په ارزښت د کور سامانونو مرسته وشوه.

يادو کورنيو ته د خوراک نړيوالې ادارې له لوري د دوو مياشتو لپاره د دوه بوريو اوړو، لوبيا، دالو او غوړيو مرستې هم ورکول کيږي

همدا راز هرې کورنۍ سره به د بېلابېلو مرستندويه ادارو له لوري د شپاړلس – شپاړلس زره افغانيو نغدي مرسته هم تر سره شي.

 

  1. د ننګرهار ولایت اداري او مالي مرستیال تمیم عارف مومند په دې ولایت کې د دولتي او مرستندویه ادارو مسؤلینو سره د همغږۍ په غونډه کې لارښوونه وکړه،چې اورښتونو،سیلابونو, طبعي پیښو او جنګ له امله زیانمنو کورنیو ته په ټاکلې وخت او شفاف ډول مرستې ورسوي .

 

  1. ننګرهار والي شاه محمود مياخیل په لارښوونه د کومک خيريه ادارې په مالي مرسته له هغو پنځو کورنيو سره، چې نږدې يوه اونۍ وړاندې يې هوايي ډګر ته څيرمه د EBE په نوم ساختماني شرکت باندې د وسله وال بريد په پايله کې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي و، د شپږاتيا زره اوه سوه افغانيو په ارزښت د ديارلس قلمه خوراکي او غيرې خوراکي توکو مرسته وشوه

 

 

 

  1. د ننګرهار د کډوالو چارو رياست له لوري د خوړو نړيوال پروګرام په همکارۍ له بېځایه شوو ۹۲۱ شوو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د دغو مرستو لړۍ د کب په ۲۳مه د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې پيل شوه او ټاکل شوې په درېيو ورځو کې بشپړه شي

 

 

  1. ننګرهار کې د غذایي خوندیتوب پروګرام د ۴۵ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه بې وزله کورنیو ته د هګېو اچوونکو چرګانو مرسته ورکړل شوه.

 

 

  1. ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د امنیه قوماندان پاسوال غلام سنایي ستانکزي په ملتیا د کب په ۲۸مه بهسودو ولسوالۍ ته د درې کونډو او ۱۸ یتیمو ماشومانو پالوونکې اتیا کلنې سپين سرې جنت بي بي کور ته ولاړل او د بېلابېلو سرچینو له لورې ورسره د سلګونه زره نغدي او خوراکي توکو د مرستې ترڅنګ د پولیسو د شهیدانو په ښارګوټې کې د استوګنې په موخه د یوې نمرې د ورکړې اعلان هم وکړ.

 

  1. ننګرهار والي شاه محمود مياخيل په لارښوونه د طبعي پېښو پر وړاندې چمتووالي ادارې په هڅو د هغې کورنۍ غړو سره، چې دوه ورځې وړاندې يې د اورښتونو له امله د خونې چت پريوتو په پېښه کې د کورنۍ دوه غړي شهيدان شوي و د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه.

 

 

  1. د زماني بنسټ له لورې د ۱۸ یتیمانو او درې کونډو سرپرستې مور سره د یو کال لپاره د خوراکي او نورو توکو مرسته وشوه .

 

 

  1. د ننګرهار ولایت بهسودو  ولسوالۍ دامان سیمه کې د اتلس یتیمانو او درې کونډو سرپرستې شاوخوا اتیا کلنې جنت بي بي سره د یو کال لپاره د خوراکي او نورو توکو مرسته وکړه .

 

 

  1. ننګرهار کې د اسلاميک ريليف خيريه ادارې زر بې وزله کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وکړه.

 

 

  1. د مرستې د ويش پر مهال د ننګرهار ولایت مرستيال تميم عارف مومند له رسنيو سره په خبرو کې وويل يادې مرستې د جلال اباد ښار په ګډون د پنځو ولسواليو بېوزله کورنيو سره ترسره شوې .

 

 

  1. ننګرهار ولايت مرستيال تميم عارف مومند د بيا مېشته کېدنې ولايتي کمېټې په غونډه کې د کورنيو او بهرنيو مرستندويه ادارو مسئولينو ته سپارښتنه وکړه ترڅو داخلي بې ځايه شويو کورنيو سره د اړتيا وړ مرستې تر سره کړي.

 

 

  1. د ننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوالۍ پر دوه نيم سوه يتيمو زده کوونکو د  الندوة العالمية للشباب الاسلامي مرستندويه موسسې له لوري د دوه نيم ميلیونه افغانيو نغدي، خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وويشل شوه.

 

 

  1. ننګرهار کې د وچکالۍ له امله زيانمنو شويو مالدارانو ته د ۴ سوه ټنه حيواني خوراکې وېش لړۍ پيل شوه.
  2. د ولسمشر محمد اشرف غني په حکم د کرنې رياست پراختيايي بوديجي څخه د ۱۶ میليونه افغانيو په ارزښت په ننګرهار ولايت کې د وچکالۍ له امله زيانمنو شويو مالدارانو ته د څلور سوه ټنه څارويو خوراکې د وېش لړۍ پیل شوه.

 

 

  1. ننګرهار کې د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو ریاست مسوولین وایي، دا هغه ۱۲۵ کورنۍ دي، چې د وروستیو جګړو له امله له خپلو سیمو بې ځای شوي دي،چې د هرې کورنۍ سره د دوه سوه اووه پنځوس امریکایې ډالرو نغدي مرسته وشوه، چې په دې سره به یې د کورنیو لومړني ضرورتونه پوره شي.

 

 

 

 

  1. ننګرهار ولايت د بهسودو، کامې او کوز کونړ ولسوالیو ۳۵ کروندګرو سره کرنې وزارت له لوري د اقليم بدلون له امله د رامنځته کېدونکو پېښو کمولو پروژې له لوري د کرنیزو سامان الاتو مرسته وشوه.

 

  1. ننګرهار کې ۹۰ راستنو شويو کورنيو سره  د ۲۷۴ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د سرپناه جوړولو په موخه د ساختماني موادو او نغدي مرسته تر سره شوه.

 

 

  1. ننګرهار ولايت اقتصاد رياست په هڅو د امريکا متحده ايالاتونو په مالي مرسته د اکټيډ مرستندويه ادارې له لوري بهسودو او سره رود ولسواليو ته پر راستنو شويو ۹۰ کورنيو د دوه سوه څلور اويا زره امريکايي ډالرو په ارزښت د ۳۹ قلمه ساختماني موادو او نغدي مرسته وويشل شوه.

 

 

 

  1. ننګرهار مرستيال والي د ډاکار موسسې مسئولینو ته سپارښتنه وکړه ترڅو په ټولو ولسواليو کې ځوانانو او مېرمنو ته د حرفوي زده کړو زمينه برابره کړي.

 

 

 

  1. ننګرهار ولايت کامې ولسوالۍ کې د ليف مرستندويه ادارې له لوري ۷۵۰ اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو او د اوړي لباسونو مرسته تر سره شوه.

 

  1. مومندرې ولسوالۍ کې ۸۸ یتیمانو سره د یو نیم میلیون افغانیو په ارزښت نغدي او د خوراکي توکو مرسته وشوه .

 

 

  1. ننګرهار ولایت مومندرې  ولسوالۍ کې د ۸۸ یتیمانو او د یتیم لرونکو کورنیو سره د یو میلیون افغانیو په ارزښت د بېلابېلو خوراکي او پنځه سوه زره  افغانیو نغدي مرسته ترسره شوه .

 

 

  1. ننګرهار ولايت کوز کونړ ولسوالۍ کې د کرنې او مالدارۍ رياست مسئولينو له لوري ۵۱۳ مالدارانو ته حيواني خوراکه کنجاړه وويشل شوه.
  2. د ننګرهار ولایت بهسودو  ولسوالۍ دامان سیمه کې د اتلس یتیمانو او درې کونډو سرپرستې شاوخوا اتیا کلنې جنت بي بي سره د یو کال لپاره د خوراکي او نورو توکو مرسته وکړه .

 

 

  1. ننګرهار کې د اسلاميک ريليف خيريه ادارې زر بې وزله کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وکړه.

 

 

  1. ننګرهار ولايت مرستيال تميم عارف مومند د بيا مېشته کېدنې ولايتي کمېټې په غونډه کې د کورنيو او بهرنيو مرستندويه ادارو مسئولينو ته سپارښتنه وکړه ترڅو داخلي بې ځايه شويو کورنيو سره د اړتيا وړ مرستې تر سره کړي.

 

 

  1. د ننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوالۍ پر دوه نيم سوه يتيمو زده کوونکو د  الندوة العالمية للشباب الاسلامي مرستندويه موسسې له لوري د دوه نيم ميلیونه افغانيو نغدي، خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وويشل شوه.

 

 

  1. ننګرهار کې د وچکالۍ له امله زيانمنو شويو مالدارانو ته د ۴ سوه ټنه حيواني خوراکې وېش لړۍ پيل شوه.
  2. د ولسمشر محمد اشرف غني په حکم د کرنې رياست پراختيايي بوديجي څخه د ۱۶ میليونه افغانيو په ارزښت په ننګرهار ولايت کې د وچکالۍ له امله زيانمنو شويو مالدارانو ته د څلور سوه ټنه څارويو خوراکې د وېش لړۍ پیل شوه.

 

 

  1. ننګرهار کې د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو ریاست مسوولین وایي، دا هغه ۱۲۵ کورنۍ دي، چې د وروستیو جګړو له امله له خپلو سیمو بې ځای شوي دي،چې د هرې کورنۍ سره د دوه سوه اووه پنځوس امریکایې ډالرو نغدي مرسته وشوه، چې په دې سره به یې د کورنیو لومړني ضرورتونه پوره شي.

 

 

 

  1. د ننګرهار په دريو ولسواليو کې ۳۵ کروندګرو سره د کرنیزو سامان الاتو مرسته وشوه

 

 

  1. ننګرهار کې ۹۰ راستنو شويو کورنيو سره  د ۲۷۴ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د سرپناه جوړولو په موخه د ساختماني موادو او نغدي مرسته تر سره شوه.

 

  1. ننګرهار ولايت اقتصاد رياست په هڅو د امريکا متحده ايالاتونو په مالي مرسته د اکټيډ مرستندويه ادارې له لوري بهسودو او سره رود ولسواليو ته پر راستنو شويو ۹۰ کورنيو د دوه سوه څلور اويا زره امريکايي ډالرو په ارزښت د ۳۹ قلمه ساختماني موادو او نغدي مرسته وويشل شوه..

 

 

  1. ننګرهار مرستيال والي د ډاکار موسسې مسئولینو ته سپارښتنه وکړه ترڅو په ټولو ولسواليو کې ځوانانو او مېرمنو ته د حرفوي زده کړو زمينه برابره کړي.

 

 

  1. کامې کې ۷۵۰ کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه

 

 

  1. ننګرهار ولايت کامې ولسوالۍ کې د ليف مرستندويه ادارې له لوري ۷۵۰ اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو او د اوړي لباسونو مرسته تر سره شوه.

 

  1. مومندرې ولسوالۍ کې ۸۸ یتیمانو سره د یو نیم میلیون افغانیو په ارزښت نغدي او د خوراکي توکو مرسته وشوه .

 

 

  1. ننګرهار ولایت مومندرې  ولسوالۍ کې د ۸۸ یتیمانو او د یتیم لرونکو کورنیو سره د یو میلیون افغانیو په ارزښت د بېلابېلو خوراکي او پنځه سوه زره  افغانیو نغدي مرسته ترسره شوه .

 

 

  1. ننګرهار ولايت کوز کونړ ولسوالۍ کې د کرنې او مالدارۍ رياست مسئولينو له لوري ۵۱۳ مالدارانو ته حيواني خوراکه کنجاړه وويشل شوه.

 

 

 

 

 

حکومتولي

 

  1. ننګرهار والي د نورو فعاليتونو ترڅنګ په تېرو دوو میاشتو کې ښې حکومتولۍ ته هم ځآنګړې پاملرنه کړې، چې په ترڅ کې يې يو شمېر ادارو کې نوي مسئولين پر دندو ګمارل شوي او همدا راز د فساد په مخنيوي کې هم لازمې هڅې تر سره شوي دي.

 

  1. په ادارو کې د نويو ګمارنو په ترڅ کې ډاکټر نصیر احمد درانی د ننګرهار عامې روغتيا د رئيس په توګه تر ټاکل کیدو وروسته رسمأ دنده پيل کړه.

 

  1. همدا راز په ورته وخت کې د ننګرهار کانال نوی رئیس پرویز علیشنګي،د یوې غونډې په ترڅ کې د یادې ادارې کارکوونکو ته تر پېژندلو وروسته په رسمي ډول خپله دنده پیل کړه .

 

 

  1. د کورنیو چارو وزارت په منظورۍ سمنوال سید خلیل احمد د ننګرهار امنیه قوماندانۍ اداري مرستیال،سمنوال فضل کریم د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر،سمنوال عتیق الله د ترافیکو مدیر،سمونیار فرهاد د امنیه قوماندانۍ د مخابرې مدیر او لومړی څآرن عبدالمجید تلاش د پولیسو د ځآنګړې قطعې د قوماندان په توګه وټاکل شو .

 

  1. د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د پرېکړې او ولایت مقام د لزوم دید له مخې د بهسودو ولسوالۍ لپاره عبدالبصیر ګلاب د سرپرست ،شریف الله فضلي د کامې ، محمد نسیم شینواری د مومندرې،هجرت الله رحماني د سره رود ،حضرت خان خاکسار د پچیراګام او سیدعلي اکبر سادات د روداتو ولسوالانو په توګه وټاکل شول .

 

  1. پولیسو په تورخم ښارګوټې کې د فساد اړوند قضیو کې د ښکیلتیا له امله د تورخم کمیسارۍ،تورخم ګمرک او تورخم ترانسپورټ مدیریت پنځه منسوبین او کارکوونکي ونیول .

 

  1. د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل او یو شمیر نورو لوړ پوړو مسؤلینو له لورې د دې ولایت د کامې ولسوالۍ لپاره نوی ګمارل شوی ولسوال شریف الله فضلي د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ کارکوونکو او مخورو ته ور وپېژندل شو.

 

  1. د ننګرهار ولایت د عسکري څارنوالۍ نوي رئیس ډګرمن عبدالرحمن قاسمي د لویې څارنوالۍ د لوړ پوړي پلاوي له لورې د دې ولایت والي شاه محمود میاخیل ته تر پېژندلو وروسته رسماً دنده پیل کړه .

 

  1. ننګرهار د روداتو نوی ولسوال سيد علي اکبر سادات د يوې غونډې په ترڅ کې ولسونو ته ور وپيژندل شو او د مخکيني ولسوال د کارونو ستاينه وشوه.
  2. د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل او یو شمیر نورو لوړ پوړو مسؤلینو له لورې د دې ولایت د سره رود ولسوالۍ لپاره نوی ګمارل شوی ولسوال قاري هجرت الله رحماني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ کارکوونکو او مخورو ته ور وپېژندل شو.

 

  1. ننګرهار ولايت مومندرې ولسوال محمد نسيم شینواری د يوې غونډې په ترڅ کې ولسونو ته ور وپيژندل شو او د مخکيني ولسوال د کارونو ستاينه وشوه، د پيژندنې په مراسمو کې د ولايت بشري سرچينو رئيس عبدالروف مومند، قومي مخورو، د سيمې اوسيدونکو او نورو ګډون کړی و.

 

  1. د ولسمشر د منظورۍ له مخې د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل او امنیه قوماندان پاسوال غلام سنایي ستانکزي له لورې د دې ولایت امنیه قوماندانۍ امنیتي مرستیال محمد اکرام ته د سمنوالۍ او دویمې حوزې امر صبغت الله ته د سمونیارۍ رتبې د یو لړ ځآنګړو مراسمو په ترڅ کې په اوږو وټومبل شوې.

 

  1. ننګرهار والي شاه محمود مياخيل سره په ناسته کې د دې ولايت امنيه قوماندان پاسوال غلام سنايي ستانکزي د تورخم نوی کمیسار سمونمل نجيب الله ساپی ور وپيژنده.

 

  1. ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د کورنيو چارو وزارت څخه مننه وکړه، چې د دوی غوښتنه يې ومنله او تورخم ته يې په کار پوه منسوب د کمیسار په توګه ور وپيژنده.
  2. نوموړي نوي کميسار ته لارښوونه وکړه، چې په پوره جرات او ايماندارۍ سره خپله دنده پرمخ يوسي او په تورخم ښارګوټي کې د هر ډول فساد مخنيوی وکړي.

 

  1. ننګرهار والي شاه محمود مياخيل همدا راز وايي د ترانسپورت په برخه کې د شته ستونزو په حل کې به د قانون له مخې اجرات تر سره کړي او په تورخم کې به د شته فساد په مخنيوي کې د اړونده ادارو مسئولينو ته د لازمو اقداماتو سپارښتنه وکړي.

 

  1. د ننګرهار استيناف څارنوالي رئيس محمد ولي هاشمي وایي، د ۱۳۹۷ کال په اوږدو کې ور سره د اداري فساد، غلا، فريبکارۍ، غصب، انسان تښتونې، پر ښځو د تاوتريخوالي، جعل، امانت کې د خيانت، اخلاقي او نورو جرمونو 15180قضيې ثبت شوي، چې ۸۰۴ قضيې يې نهايي شوي او پاتې ۷۱۴ تر کار لاندې دي.

 

  1. نوموړي وويل، چې په يآده موده کې يې د بېلابېلو جرمونو له امله يو شمېر کسان نغدي جريمه کړي او درې ميليونونه افغانۍ عوايد يې د دولت خزانې ته سپارل دي.

 

  1. د ننګرهار عامې روغتیا مخکیني رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال د ولایت په اداري مجلس غونډه کې د خپلې پنځه کلنې دندې مستند راپور شریک کړ،چې د ننګرهاروالي شاه محمود میاخیل له لورې د ستاینلیک په ورکړې سره ستاینه وشوه .

 

  1. ننګرهار والي له لوري د کارونو د ښه اجراء او شته خلاو لمنځه وړلو  په موخه دفتر رياست لپاره نوی سرپرست رئيس پيژندل شوی

 

  1. مرکزي ادارې څخه د يولس سوه ښوونکو تشکيل ترلاسه شوی ده.

 

 

  1. ولسواليو او ناحيو ته د سفرونو په ترڅ کې ځانګړې پاملرنه شوې ده، ترڅو هلته سيمه ييزه حکومتداري پياوړې شي.

 

غصب، نشه يي توکو او قاچاق مخنيوی

 

 

  1. ننګرهار والي همدا راز په دې ولايت کې د غصب او قاچاق مخنيوي په موخه هم مسئولینو ته سپارښتنې کړي، چې له امله يې په تېرو دوو مياشت کې يو شمېر دولتي ځمکې له غاصبينو خلاصې شوي او همدا راز د قاچاق مخنيوی هم تر سره شوی دی.

 

 

 

  1. د ننګرهار ولایت مومندرې ولسوالۍ په لنډي سیمه کې د یادې ولسوالۍ د ولسوال محمد نسیم شینواري په مشرۍ د وري په درېیمه د کرل شوو کوکنارو د لمنځه وړلو په موخه کمپاین ترسره شو،چې په ترڅ کې پنځوس جریبه  ځمکه باندې کرل شوي کوکنار واړول شول .

 

 

  1. ننګرهار والي شاه محمود مياخیل د وري په څلورمه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د کوز کونړ قومي مشرانو سره د خبرو پرمهال وويل، چې دولتي ځمکې هيچا ته نه پريښودل کيږي او غاصبينو سره د قانون له مخې چلند کيږي.

 

 

 

  1. ننګرهار والي د امنيتي ارګانونو او ولسواليو مسئولينو ته د ځانګړو ناستو په ترڅ کې غصب، قاچاق او په غير قانوني توګه د کانونو کيدنې مخنيوي سپارښتنې کړي.

 

  1. ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د يوې ناستې په ترڅ کې د امنيتي ارګانونو او ولسواليو مسئولينو ته د خپلمنځي همغږۍ، غصب، قاچاق او په غير قانوني توګه د کانونو کيندنو مخنيوي سپارښتنې کړي.

 

 

 

  1. د کانال په پنځوې بسوې غصب شوې ځمکه باندې جوړه شوې چارديوالۍ او يوه خونه ونړول شوه

 

 

  1. ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ اړوند د کمبو خوړ سيمه کې د کانال رياست مسئولينو له لوري د دې ادارې په پنځو بسوې غصب شوې ځمکه باندې جوړه شوې چارديوالۍ او خونه ونړول شول.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

سوله او پخلاينه

 

  1. د مومندرې ولسوال حضرت خان خاکسار په هڅو د باسول سيمې د دوو مېشتو کورنيو ظاهر محمد او معلم وفي الله ترمنځ د کلونو شخړه پای ته ورسيده او يو بل ته يې د پخلاينې، مينې او خلوص غيږې ورکړې.

 

  1. ننګرهار پوهنتون رئیس د سولې ولسي حرکت غړو سره د لیدنې پر مهال د ننګرهار پوهنتون سولې مرکز يادونه کړې، چې له تېرو دوه کلونو راهيسې د سولې په برخه کې کار کوي او ژمنه يې وکړه، چې د سولې ولسي حرکت پيغام به د پوهنتون استادانو، محصلينو او ټولو منسوبينو ته ورسوي.

 

  1. د اچین ولسوالۍ اړوند د میدانک سیمې د دوو کورنیو حاجي انځر او حاجي فضلي تر منځ 15کلنه لانجه د قومي مشر ملک عثمان شينواري په مشرۍ او ولايتي شورا مرستيال عبيدالله شينواري په منځګړيتوب د يوې جرګې په ترڅ کې په دوستۍ بدله شوه .

 

  1. د بټي کوټ ولسوال عبدالوهاب مومند په هڅو،د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړيتوب بټي کوټ کې د مولوي زرمعصوم،حاجي لاکي ګل او حاجي باغي ګل کورنيو ترمنځ د مودو شخړه په دوستۍ بدله شوه .

 

  1. ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د ښځو ونډه په سولې او امنیت کې تر عنوان لاندې جوړه شوې غونډه کې د وینا پر مهال له میرمنو وغوښتل،چې له خپلو کورنیو د جګړې د مخنیوي او د سولې د رامنځته کېدو په موخه هلې ځلې پیل کړي،ترڅو د ښې حکومتدارۍ په شتون سره په ټولو برخو کې له ستونزو وژغورل شو.

 

  1. ننګرهار کې د بېلابېلو قومونو قومي مشرانو د يوې غونډې پرمهال د سولې له روانو هڅو او افغان امنيتي ځواکونو د قربانيو ستاينه وکړه.

دوی دغه راز د کانونو د غير قانوني استخراج، نشه يي توکو د کښت او نا امنيو د مخنيوي غوښتنې هم وکړې.

 

  1. قومي مشران د کب په ۲۳مه د ننګرهار د قبايلو چارو رياست د غونډو په تالار کې راټول شوي و او د سولې غږ يې اوچت کړ.

 

  1. ننګرهار پوهنتون کې د (سوله او ملت جوړونه) تر سرليک لاندې علمي سيمينار ترسره شو.

 

  1. د ننګرهار ولایت روداتو ولسوالۍ کې زرګونو کسانو د سولې ولسي حرکت غړو په ملاتړ د لاریون په ترڅ کې د سولې او پخلاینې د رامنځته کېدو،د ښکیلو خواو ترمنځ د اوربند او د ورور وژنې د پای ته رسیدو غوښتنې وکړې .

 

  1. د روداتو ځوانانو او د لاریون ګډونوالو چې شاوخوا درې کیلو متره په فاصلې سره یې پلی مزل وکړ،د جنګه ستړي یو، ورور وژنه نه غواړو،سوله غواړو او نور د یوالي په اړه بېلابېل شعارونه ورکړل .

 

  1. د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر په کوربتوب د دې ولايت خبريالانو په خوست او هلمند کې پر خبريالانو وروستي بريدونه وغندل او پر ښکېلو خواو يې د سولې کولو غوښتنه وکړه.

 

  1. د ننګرهار ولایت لعلپورې ولسوالۍ کې زرګونو کسانو د سولې ولسي حرکت غړو په ملاتړ د لاریون په ترڅ کې د سولې او پخلاینې د رامنځته کېدو،د ښکیلو خواو ترمنځ د اوربند او د ورور وژنې د پای ته رسیدو غوښتنې وکړې .

 

  1. د لعلپورې ځوانانو او د لاریون ګډونوالو چې څو کيلو متره په فاصلې سره یې پلی مزل وکړ،د جنګه ستړي یو، ورور وژنه نه غواړو،سوله غواړو او نور د یوالي په اړه بېلابېل شعارونه ورکړل .

 

  1. د ننګرهار ولایت مومندرې ولسوالۍ کې زرګونو کسانو د سولې ولسي حرکت غړو په ملاتړ د لاریون په ترڅ کې د سولې او پخلاینې د رامنځته کېدو،د ښکیلو خواو ترمنځ د اوربند او د ورور وژنې د پای ته رسیدو غوښتنې وکړې .

 

  1. د مومندری ځوانانو او د لاریون ګډونوالو چې څو کيلو متره په فاصلې سره یې پلی مزل وکړ،د جنګه ستړي یو، ورور وژنه نه غواړو،سوله غواړو او نور د یوالي په اړه بېلابېل شعارونه ورکړل .

 

  1. د ننګرهار ولایت د مومندرۍ ولسوالۍ په ګردي غوث کلي کې د حاجي وزیر او حاجي صالح محمد کورنیو ترمنځ د ترانسپورټ پر سر رامنځته شوې اوږد مهاله شخړه د مومندرې د مخکیني ولسوال حضرت خان خاکسار په منځګړیتوب د جرګې په ترڅ کې په دوستۍ بدله شوه .

 

  1. ننګرهار کې د ملکي وګړو د خونديتوب کمېټې د يو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د جګړې له ښکېلو خواو څخه غوښتنه وکړه، چې د ملکي وګړو ژوند ته دې لازمه پاملرنه وکړي .

 

  1. دوی د نظامي چارواکو څخه وغوښتل، چې د خپلو عملياتو پر مهال دې ټول امکانات په کار واچوي تر څو د ملکي وګړو ژوند خوندي کړي ، د ملکي وګړو د خونديتوب کمېټې دغه راز د وسله والو مخالفينو څخه هم وغوښتل، چې د عامه ځايونو او د ولسي خلکو له کورونو دې د سپر په توګه استفاده نه کوي .

 

  1. د ملکي وګړو د خونديتوب کمېټه د ننګرهار ولايت د دوه ويشت ولسواليو د قومي مخورو او لسو مدني ټولنو له استازو څخه تشکيل شوې، د يو رسنيز کنفرانس په ترڅ کې د جګړې له ښکېلو خواو څخه وغوښتل، چې د ملکي وګړو ژوند ته دې لازمه توجو وکړي .

 

 

 

  1. بل لورته مدني فعالې پاکيزې فيضي پر ښکېلو خواو غږ وکړ،چې له جګړې لاس واخلي ،ځکه د جګړې دواړو غاړو ته قربانيان افغانان دي .

 

  1. ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ په مارکو بازار سیمه کې له جګړې ستړي زرګونه کسان را ټول شوي وو،چې په یوه خوله یې په ښکیلو خواو د اوربند او روانې جګړې د پای ته رسیدو غوښتنې وکړې.

 

 

  1. د ننګرهار د قومي شوراګانو د همغږۍ شورا او يو شمېر نورو قومي شوراګانو د وري په ۳مه د دغه ولايت د قومونو او قبايلو رياست کې د يوې لويې غونډې پر مهال د محب د دغو څرګندونو ملاتړ وکړ او له افغان حکومته يې وغوښتل چې د ښاغلي محب دغه دريځ تاييد کړي.

 

  1. د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په هلو خلو او د قومي مشرانو حاجي ملک نظیر،ملک عثمان،حاجي رئیس خان،مولوي عباس،انجینر نورافضل مصلح، حاجي میراحمد  او یو شمیر نورو مخورو به منځګړیتوب د ۵۵ ساعتونو وروسته د سولې ولسي حرکت غړو د خوړو اعتصاب پای ته ورسید.

 

  1. ننګرهار  والي وایي،په ټولنه کې شته ناخوالو ته د پای ته رسیدو په موخه لازمه ده،چې سوله ییز کلتور او سالم فکر رامنځته کول د میرمنو په همکارۍ له کورونو څخه پیل شي .

 

  1. ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د وري په ۱۵مه ولایت مقام کې د ښځو رول په سوله کې تر سرليک لاندې يو ورځنی ورکشاپ او کنفرانس کې د وینا پر مهال وویل،په ټولنه کې شته ناخوالو ته د پای ته رسیدو په موخه لازمه  ده،چې د میرمنو په همکارۍ سوله ییز کلتور  او سالم فکر رامنځته کول له کورنیو پیل کړو .

 

  1. د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښاروالۍ د غونډو په تالار کې د وري په ۱۷مه د یوې غونډې په ترڅ کې قومي مشرانو، مدني فعالانو،ګذر وکیلانو، اصنافو او ځوانانو د سولې روانو هڅو او بین الافغاني سولې په اړه پر دایمي  او با عزته سولې رامنځته کېدو ټینګار وکړ .

 

 

  1. ننګرهار ولایت سره رود ولسوال قاري هجرت الله رحماني په هڅو په دې ولسوالۍ کې د دوو ميشتو کورنيو ترمنځ اووه کلنه دښمني د يوې جرګې په ترڅ په دوستۍ بدله شوه او د دواړو کورنيو غړو ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به يو پر بل هيڅ ډول تيری نه کوي.

 

  1. ننګرهار ولايت روداتو ولسوال سيد علي اکبر سادات سره د بېلابېلو سيمو قومي مخورو د کوکنارو مخنيوي، سولې، پخلاينې او امنيت ټينګښت په موخه ناسته وکړه.

 

 

 

ښوونه او روزنه

  1. ننګرهار والي په هڅو په دې ولايت کې د پوهنې او لوړو زده کړو په برخه کې هم لازمې هڅې تر سره شوي، چې د تېرو دوو مياشتو په ترڅ کې د تر سره شويو فعاليتونو په برخه کې يادونه کوو:

 

  1. ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د شهید نقیب احمد خپلواک ښوونځي  څخه ليدنه وکړه او زده کوونکو سره يې د يو اندازه قرطاسيې مرسته وکړه.

 

  1. د ترکيې پوهنې بنسټ راغلي پلاوي ژمنه وکړه چې په راتلونکي کال کې به دوی په ننګرهار کې يو بل نوی ښوونځی هم پرانيزي.

 

  1. ننګرهار پوهنتون کې د لومړي ځل لپاره حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د خپلو فارغانو شبکه جوړه کړه د مسؤلينو په وينا، د يادې شبکې له جوړولو يې موخه د پوهنتون ادارې، محصلينو او فارغانو خپلمنځي اړيکې، د کار بازار سره تړاو او نويو فارغانو ته د کاري زمينې برابرول دي

 

  1. ننګرهار کې د ۸ خصوصي روغتیایي انسټیټوټونو د زر نجونو په ګډون د شاوخوا درې نیم زرو فارغینو څخه د دولتي اسنادو د تر لاسه کولو په موخه ازموینه پیل شوه،چې د درې ورځو په موده کې به بشپړه شي .

 

 

  1. د ننګرهار پوهنې ریاست د ننګرهارپوهنتون سره په ګ‌‌‌‌‌‌ډه په ښوونځیو کې لوړو زده کړو ته د نجونو د هڅونې کمپاین پیل کړی.

 

  1. د ننګرهار تورخم ښارګوټي کې ډيورنډ کرغيړنې کرښې سره نږدې د IRC مرستندويه موسسې له لوري يو مجهز ښوونځی جوړيږي، چې د یاد ښارګوټي او څيرمه سيمو زده کوونکي به په کې زده کړي کوي.

دغه ښوونځی به د لوبې پراخه ميدانونه هم ولري، چې د زده کوونکو د جذب او لېوالتيا سبب به شي.

 

  1. ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې د روښان لوړو زده کړو موسسې او مثبت بدلون ټولنې ترمنځ د پنځه ميليونه پنځه سوه اته ديرش زره افغانيو په ارزښت د سکالر شيپونو تفاهم ليک لاسليک شو، چې له مخې به يې ۱۱۰ تنه بېوزله ځوانان بېلابېلو پوهنځيو کې زده کړې پيل کړي.

 

  1. ننګرهار ولايت روداتو ولسوالۍ دارالعلوم والتقوی مدرسه کې د يوې سترې غونډې په ترڅ کې ۱۲۹ تنه د قرانکريم حافظان فارغ او ورته د فضليت پګړۍ وتړل شوې.

 

  1. ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار شپږمې ناحیې په مربوطاتو کې د احسن المدارس مدرسې څخه د یو لړ ځآنګړو مراسمو په ترڅ کې پنخوس تنه علمآؤ کرام او څلوېښت تنو حافظانو ته د فضلیت پګړۍ د مدرسې استادانو، د دوی د کورنیو او یو شمیر نورو له لورې وتړل شوې .

 

  1. د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي کې د کابل پوهنتون د کنفوسيوس انستيتيوت په تخنيکي مرسته د چينايي ژبې پيل شوى يو کلن کورس به ډېر ژر د چينايي څانګې او ديپارتمنت بڼه غوره کړي.

 

  1. په ننګرهار کې څو ځوانانو د دغه ولايت په محبس کې د بنديانو لپاره د کتابتون جوړېدو په موخه له خلکو د کتابونو ټولولو کمپاين پيل کړی دی.

 

 

  1. د ننګرهار پوهنې رياست په وړانديز او هلو ځلو به د دې ولایت یو شمېر ښوونځي د جاپان هیواد له ښوونځیو سره د انټرنیټ له لارې ونښلول شي.

 

 

  1. د ننګرهار پوهنتون او د دې ولایت د امنيتي، عدلي او قضايي ارګانونو تر منځ د ګډو همکاريو تفاهمليکونه لاسليک شول همدا راز په ختيځ زون کې د ملګرو ملتونو د مرستندوى دفتر مسؤلينو د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو له مرستيال سره وليدل.

 

 

  1. په ختيځ زون کې د مثبت بدلون ټولنې او روغتيايي انیسټيټوټونو اتحادې مسئولینو ترمنځ د څلور میليونه افغانيو په ارزښت د سل وړيا سکالرشيپونو هوکړه ليک لاسليک شو.
  2. ننګرهار کې دوه ديرش مېرمنو ته د نباتي امراضو او افاتو مخنيوي او کنترول په برخه کې روزنه ورکړل شوه.

 

  1. ننګرهار ولايت کرنې رياست له لوري د کرنيزو توليدي عواملو پروژې په تخنيکي همکارۍ دوه دیرش بزګرو مېرمنو ته د نباتي امراضو او افاتو مخنيوي او کنترول په برخه کې د دوه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه.

 

  1. د سپین غر پوهنتون مشر ډاکټر خیرمحمدمومند له لورې د ننګرهار پوهنتون د داخلي سړکونو د جوړونې په موخه د پنځه سوه بوریو سیمنټو مرسته وشوه او ژمنه یې کړه،چې د دې پوهنتون سره به په راتلوونکې کې هم ورته مرستې ترسره کړي

 

  1. د ننګرهار د پوهنې ریاست د معلوماتي تکنالوژۍ مدیر محمد کمین لطیفي وایي د پوهنې ریاست او اترا ادارې د شوي تړون له مخې د جلال اباد ښار نازوانا، شهید محمد عارف او استقلال لېسې د انټرنیټ پر پرمختللې تکنالوژۍ سمبال شول.

 

  1. ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ مزینې سیمې په محمدیه دارالعلوم کې د ځآنګړو مراسمو په ترڅ کې چې سلګونو کسانو په کې برخه اخیستې وه،څلوېښت تنو د قران کریم حافظانو دستار بندي ترسره شوه .

 

  1. د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل او یو شمیر نورو لوړ پوړو مسؤلینو له لورې په دې ولایت کې د سړو سیمو ښوونیز کال پرانیسته د هسکې مینې ولسوالۍ په پاپين سیمه کې د هغه ښوونخي په پرانیستلو او په کې د پوهنیز زنګ په وهلو سره پیل کړ،چې له کلونو راهیسې په کې د ښوونځي د زنګ پر ځای د مرمیو کړنګار اوریدل کېده .

 

  1. د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په سراچې،خوشکنبد او جلال اباد ښار دویمې ناحیې په مربوطاتو کې د بېلابېلو غونډو په ترڅ کې د حدیثو او وړې دورو،حفظ،تجوید او په ناظره د قران کریم ۲۶۸ تنو فارغینو د دستار بندۍ مراسم د وري په دوېیمه ترسره شول .

 

  1. د پوهنتون د مسؤلينو په وينا، ياد کمپاين د پوهنتون د فعالو وګړو پروګرام (Active Citizens Program) محصلينو په نوښت پيل شوى، چې په ترڅ کې به يې د ننګرهار پوهنتون د اړوندو پوهنځيو د استادانو چاپ شوي علمي او څېړنيز اثار راټول او د هېواد بېلابېلو عمومي کتابتونونو ته ورکړل شي.

 

  1. ننګرهار ولایت کوز کونړ ولسوالۍ کې د تعلیم اسلام دیني مدرسې څخه  ۲۷ تنه چې قران کریم یې په ناظره لوستی وو او د درې حافظانو دستار بندي د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ترسره شوه،چې په کې د دې ولایت د حج اواقافو رئیس مولوي محمد دواد په مشرۍ ګڼ شمیر علماؤ کرامو او مخورو ګډون کړی وو.

 

  1. ننګرهار ولايت کوز کونړ ولسوال ډاکتر اسماعیل شينواري د حضرت عثمان رضی الله عنه مدرسې ليدنه وکړه او ور سره يې د قرطاسيې او يو شمېر نورو توکو مرسته وکړه.
  2. سره رود ولسوالۍ کې د ښځو او ماشومانو لپاره د ښېګڼې موسسې له لوري پر دوه سوه زده کوونکو قرطاسيه او نور درسي توکي وويشل شول.

 

  1. د ننګرهار ولایت په بېلا بېلو ښوونځیو کې د زده کوونکو له لورې په خپلو ښوونځیو کې د نیالګیو کرلو کمپاین ترسره شو.

 

  1. مومندرې ولسوال د ايمل خان بابا عالي لېسې څخه د ليدنې په ترڅ کې زده کوونکو سره د  قرطاسيې او يو شمېر نورو توکو مرسته وکړه.

 

  1. په ننګرهار کې د جامعه  دارالسلام ديني مدرسې څخه ۱۳۸ تنه انجونې او هلکان د قرانکريم د حفظ او تفسير په برخه کې  فارغ شول .

 

  1. ننګرهار کې د نږدې ۲سوه نجونو په ګډون د ۵۳۵ تنو ترمنځ د سیرت النبي،حفظ او حسن قرائت پیل  شوې سیالۍ پای ته ورسیدې .

 

  1. ننګرهار  ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د افغان بیسم په مالي او د اریانا تلویزیون په تخنیکي همکارۍ د ختیځو ولایتونو لسګونو قاریانو ترمنځ د حسن قرائت سیالۍ ترسره شوې،چې د لومړي،دویم او درېیم مقام ګټوونکو د هېواد په کچه د قاریانو ترمنځ د حسن قرائت سیالیو ته لاره پیدا کړه .

 

  1. ننګرهار ولايت کوټ ولسوال نجيب الله رحماني د پوهنې امر په ملتيا د دې ولسوالۍ د حيدر خېلو ښوونځي له درسي بهیر څخه څارنه وکړه او د ښوونځي مسئولينو او زده کوونکو ته يې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

  1. د ننګرهار ولایت مقام په همغږۍ د دې ولایت د پوهنتون او شل سکتوري ادارو چې په کې کرنې،کانال،چاپیریال ساتنې،کلیو پراختیا،اطلاعاتو اوفرهنګ،راډیو تلویزیون،مخابراتو،اقتصاد، ټولګټو چارو،ښار جوړونې، سوداګرۍ،ګمرک،مستوفیت،اوبو رسونې،برېښنا،کار او ټولنیزو چارو،حج اواوقافو،ښځو چارو او کانونو اوصنایعو ریاستونه او ادارې شامل دي،ترمنځ د دوه اړخیزه همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک شول .

 

  1. ننګرهار والي وايي، معلوماتو ته لاسرسی څېړنيز ژورناليزم ته لار پرانيزي چې له امله يې ښه حکومتداري رامنځته کېدلی شي.

 

  1. د ننګرهار پوهنتون او سکتوري ادارو ترمنځ د تفاهمليکونو د تطبيق په اړه غونډه وشوه

 

 

 

 

بېلابېل فعاليتونه:

 

 

  1. همدا راز د ننګرهار والي په لارښوونه او نوښت په جلال اباد ښار او ټولو ولسواليو کې د نيالګيو کينولو کمپاين تر سره شو.

 

  1. دغه راز د امنيتي او دفاعي ځواکونو ستاينې په موخه جلال اباد ښار شيرزي لوبغالي کې لويه غونډه وشوه او همداراز په ولسواليو کې هم دغه ورځ په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شوه.

 

  1. د ننګرهار ولایت په کوټ او اچین ولسوالۍ کی د ویښو ځوانانو ټولني له لورې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ غونډي ترسره شوې .

 

 

  1. ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د کب په ۲۳مه د دې ولایت د نظامي شورا د پرېکړې له مخې د جلال اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې د ګمارل شوو امنیتي ځواکونو د پلټنواو نورو مرکزونو څخه لیدنه وکړه.

 

  1. ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د خپل دوه ویشت کاري ورځو په ترڅ کې څو ځله له علماؤ کرام سره ځآنګړې،د جمعې او نورو ورځو کې د سلګونو ننګرهار میشتو او ولسونو سره غونډې او لیدنې ترسره کړي دي،همدا راز یې د د اونۍ ځآنګړې ورځ په ترڅ کې هم  د زرګونوولسونو ستونزې د حل په موخه  اوریدلي دي .

 

  1. د ننګرهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د نوي ۱۳۹۸یم کال نمانځه د خلکو له لورې د بېلابېلو تفریحو پروګرامونو او مراسمو په جوړولو او ګډون کولو سره د امنیت په فضا کې پیل شوه .

 

 

  1. د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په مشرۍ د وري په څلورمه د ښاري نظم کمیسون په غونډه کې پرېکړه وشوه،چې د سهار له اوو بجو څخه تر ماښام اته بجو پورې په جلال اباد ښار کې هیڅ ډول اشټرینګي ریکشاوې تګ راتګ نشي کولای،همدا راز د خپلسرو هډو مسؤلین به تر نیولو وروسته د قانون منګولو ته وسپارل شي.

 

 

  1. په ننګرهار ولایت کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او ژورنالیستانو شورا له لورې د شعر نړیواله ورځ د یوې غوڼډې په ترڅ کې ونمانځله .

 

 

  1. ننګرهار والي په دې ولایت کې د ملي او نړیوالو مرستندویه ادارو مسؤلینو او استازو سره د همغږۍ او همکارۍ په موخه غونډه وکړه .

 

 

  1. ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د وري په ۵مه په دې ولایت کې د یواین اړوند او نورو ملي او نړیوالو مرستندویه ادارو مسؤلینو او استازو سره د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د همغږۍ او همکارۍ په موخه غونډه وکړه .

 

  1. د جلال اباد ښار اوسېدونکي د دې موټرو له تګ راتګه خوښي ښکاروي؛ خو غوښتنه کوي، چې ياد ملي بس موټر دې د ښار يو شمېر نږدې سيمو تر څنګ ولسواليو ته هم تګ راتګ پیل کړي.

 

 

  1. ننګرهار والي وایي،په دې ولایت کې میرمنو ته د کار موندنې او کاري چاپیریال برابریدو په موخه  هلي ځلي کوي.

 

  1. ننګرهار کې د اسان خدمت ادارې خدماتو پيل کېدو په موخه د يادې ادارې مسئولينو سره ناستې وشوې

 

  1. ننګرهار مرستيال والي د ادارو مسئولينو ته د اسان خدمت ادارې سره د همکارۍ او يو شمېر نورو برخو کې د اجراتو سپارښتنې وکړې.

 

 

  1. دننګرهار استيناف محکمې رئيس قضاوتيارعبدالولي قاضي زاده په مشرۍ د دېوانونو رئيسانو غونډه ترسره شوه

 

  1. د ښاري نظم کميسون د ترانسپورتي اتحاديو مسئولینو سره د خپلسرو هډو مخنيوي په موخه ناسته وکړه

 

 

  1. په تورخم ښارګوټي کې د پاکۍ او نظم په موخه کمپاين تر سره شو

 

  1. ننګرهار عامې روغتيا رئیس او د پاکستان هېواد قونسل د پښتورګو روغتون څخه ليدنه وکړه

 

 

  1. د ختيځ زون څلور ولايتونو د حاجيانو ناظمينو څخه ازموينه واخيستل شوه

 

  1. ننګرهار والي سره د بوکس لوبغاړي عبدالجبار کوچي تر ليدنې وروسته تايلنډ هېواد ته نړيوالو سياليو کې د ګډون په موخه سفر پیل کړ.

 

 

  1. ننګرهار کې د يوې غونډې په ترڅ کې د  تياتر نړيواله ورځ ونمانځل شوه

 

 

  1. ننګرهار کې ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي او په ټاکنو کې مېرمنو ته د پوره ونډې ورکولو په موخه دوه جلا غونډې وشوې.

 

 

  1. چارواکي وایي، د مشورتي لویې جرګې لپاره یې له ننګرهاره د ۱۵ میرمنو په ګډون ۸۴ استازي ټاکلي دي .