ننګرهار کې د ښوونکي نړیواله ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه .

۱۳۹۸/۷/۱۴
Image may contain: 6 people, people standing and wedding
ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار اړوند د بي بي حوا لیسه کې د پوهنې ادارې له لورې د ښوونکي نړیواله ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه، چې په کې پیاوړو ښوونکو ته د اعزاز لونګیو او ډالیو ترڅنګ ستاینلیکونه هم ورکړل شول او د دوی په ویاړ لیکلې ترانې ورته ولوستل شوې .
په یادو مراسمو کې چې د تلې په ۱۴مه جوړ شوي وو،په کې ننګرهار والي،د پوهنې رئیس،عامې روغتیا مرستیال،د پوهنې اړوند همکارو مؤسسو مسؤلینو،د یو شمیر ښوونځیو مدیرانو، ښوونکو، زده کوونکو او یو شمیر نورو ګډون کړی وو.
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د ښوونکی نړیوالې ورځې په مناسبت ټولو ښوونکو ته مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه په دې ولایت کې د دندې د پیل سره سم ښوونکو ته د استوګنې نمرو د ورکړې په موخه هڅې پیل کړي چې تر دا مهاله یې په اچین ولسوالۍ کې د ښوونکو د ښارګوټې پرانیسته کړه او د مرکزي ادارې په مرسته به د مراحلو له بشپړیدو وروسته د نورو ښارګوټو د ویش لړۍ هم پیل کړي .
هغه زیاته کړه، د تشکیل له مخې ننګرهار ۲۳ زره ښوونکو ته اړتیا لري،خو دا مهال په ښوونځیو کې د ۱۸ زره ښوونکو له لورې د تدریس چارې ترسره کیږي،چې د کمبود له مخې د پنځه زره نویو ښوونکو،زر تنو اجیرانو او زر تنو اداري کارکوونکو د ګمارنې په موخه یې په ملي کچه د تشکیل د ورکړې بحث پیل کړی دی .
ښاغلي میاخېل وایي،د پوهنې ادارې د کیفیت او کیمیت دواړو برخو د ښه کولو په موخه یې کار پیل کړی چې په لړۍ کې سږ کال ۲۰۸ ښوونځیو ته ودانۍ جوړول پیل شوي چې د تاریخ په اوږدو کې په دې ولایت کې په دومره شمیر ښوونځیو ته ودانۍ جوړول لومړی ځل دی .
نوموړي د ټولو ښوونکو څخه مننه وکړه چې په کمو امکاناتو او سختو حالاتو کې د ښوونځیو دروازې پرانیستي ساتلي او د نوي نسل د روزنې لپاره ستړیا ګالي،همدا راز یې له ټولو ښوونکو وغوښتل چې د ښوونځیو د پاک ساتلو،سلیقې او تجربو د شریکولو په موخه په منظم ډول د نورو ښوونځیو څخه لیدنې پیل کړي .
د ننګرهار پوهنې رئیس حسیب الله شینواري د ښوونکي په ارزښت د هر اړخیزې وینا ترڅنګ وویل، سږ کال یې د ۱۲ زره هغه ښوونکو قدمونو ته ارتقاع ورکړې چې له تېرو څلورو کالونو راهیسې پاتي وو او په وینا یې سږ کال یې د اوو سوو په شاوخوا کې نوي ښوونکي په دنده هم ګمارلي دي .
هغه زیاته کړه، د پوهنې په اداره کې یې د زده کوونکو ترڅنګ ښوونکو ته د مشتریانو په نوم مرکز پرانیستی چې له مخې د ښوونکو چارې په بیړني ډول ترسره کیږي .
په یاده غونډه کې یو تن تقاعد شوي ښوونکي د لسګونو کالونو په موده کې د ترسره شوي دندې خاطرې شریکې کړې او پخپلې ترسره شوې سپیڅلې دنده یې ویاړ وکړ.