ننګرهار کې به د برېښنا له درکه ۷۲۲ پوروړي څارنوالۍ ته وروپيژندل شي

۱۵/۷/۱۳۹۸

ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د اداري مجلس په غونډه کې برېښنا رئيس ته سپارښتنه وکړه، ترڅو د برېښنا له درکه اووه سوه دوه ويشت پوروړو ته د پور اداينې توصيه وکړي او که پوروړي سرغړونه وکړي؛ نو څارنوالۍ ته به وروپيژندل شي.

ادارې مجلس غونډه، چې د تلې په ۱۵مه ولايت مقام کې جوړه شوې وه پر مهال يې ننګرهار والي شاه محمود مياخيل، د ولايت دواړو مرستيالانو، ولايتي شورا منشي حميرا رفيع او د دې ولايت ادارو رئیسانو او استازو ګډون کړی و.

ننګرهار والي شاه محمود مياخيل  د برېښنا رئيس اکرام الله عابد ته سپارښتنه وکړه، ترڅو د برېښنا له درکه اووه سوه دوه ويشت پوروړو ته د پور اداينې توصيه وکړي او که سرغړونه وليدل شي؛ نو څارنوالۍ ته به ور وپيژندل شي، ترڅو د قانون له مخې ور سره کړنه تر سره شي.

نوموړي وويل، چې جمهوري رياست له لوري په دې ولايت کې د اوبو، کانونو، ځنګلونو او سړکونو کنترول او ساتنې په موخه ځانګړې طرحه جوړيږي او د ادارو مسئولينو ته يې سپارښتنه وکړه، ترڅو د يادې طرحې په بډاينې او ښه تطبيق په موخه خپل نظرونه ور سره په ليکلي بڼه شريک کړي.

هغه زياته کړه، چې سياحتي سيمو او يادو سيمو ته غځيدلو لارو کې سهولتونو په موخه هم يوه طرحه جوړيږي، چې په تطبيق سره به يې دغه ولايت ته د سيلانيانو تګ راتګ زيات او سياحتي سيمې به ځانګړی اهميت پيدا کړي.

ده د جلال اباد ښاروالۍ مسئولينو ته هم سپارښتنه وکړه، چې د ځانګړې طرحې په جوړولو سره په ښار کې د رامنځته شويو بې نظميو مخه ونيسي.

ننګرهار والي همدا راز د دې ولايت د امنيت په برخه کې په وروستيو پرمختګونو رڼا واچوله او په اچين ولسوالۍ کې يې د برياليو عملياتو او امنيتي ساحې پراخيدو په هکله معلومات وړاندې کړل.

د اداري مجلس په غونډه کې د استيناف څارنوالۍ رئيس محمد ولي هاشمي وويل، چې روان کال د تروريستي، جنايي او نورو موضوعاتو اړوند شاوخوا اته سوه قضيې څارنوالۍ ته انتقال شوي، چې تېر کال د بېلابېلو قضيو شمېر ۱۴۱۰ و.

نوموړي وويل، چې په يو شمېر قضيو د قانون له مخې اجرات تر سره شوي او په پاتې قضیو به هم د قانون له مخې اجرات تر سره شي.

په دې غونډه کې د ګمرک رئيس نويد بشريار وويل، چې د سکينر او ډيجيټل ترازو په فعاله کولو کې جدي دی؛ ځکه فعالول يې امنيت او عوايدو لوړيدو کې مثبت رول لري.

نوموړي وويل، چې مرکزي ادارې سره يې خبرې کړي، چې په ټولو ګمرکونو يو ډول قانون تطبيق کړي، ترڅو په يو ډول عوايدو لوړيدو ته زمينه برابره شي.

په دې غونډه کې ننګرهار ولايت لپاره د اداري کمپلکس جوړيدو په موخه د ځمکې ټاکلو او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې اترې، پريکړې او بحثونه تر سره شول.

#ننګرهارولايت رسنيو_دفتر #NMIC8*