د اوزون پوړ د ساتنې نړیواله ورځ ونمانځل شوه

۱۶/۷/۱۳۹۸


د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست او د ننګرهار د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري د اوزون پوړ د ساتنې نړیواله ورځ ونمانځل شوه.
په دې غونډه کې ننګرهار ولايت مرستیالې حبیبې کاکړ، د ننګرهار د کرنې رئيس انجینر سمیع الله نصرت، د چاپیریال ساتنې ملي ادارې رئيس امین الله یوسفزي، د شوراګانو مشرانو مرستندویه مؤسسو، خصوصي سکتور استازو او مدني ټولنې غړو ګډون کړی وو.
د ننګرهار ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ د چاپېریال او اوزون پوړ ساتنې څخه په اړونده برخه کې د ژمنو د پلي کېدا ډاډ ورکړ.
نوموړې وويل، چې د اوزون ګاز په حيواناتو، نباتاتو او انسانانو ژوند کې ښه اغيزه لري او بايد ورته پاملرنه وشي.
د ولايت مرستيالې مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې په دې ولايت کې د ځنګلونو او نورو طبعي بوټو د قطع کېدو مخنيوی وکړي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئيس انجینر سمیع الله نصرت د چاپیریال ساتنې په برخه کې د ادارې په استازیتوب د بوټو د کینولو د کمپاین د تر سره کولو او له ادارو سره یې د ملي کمپاین په بڼه د مرستې ژمنه وکړه.
نوموړي له ولایتي ادارې، د ولس استازو، رسنیو او مدني ټولنو وغوښتل چې د ځنګلاتو د پریکیدو په مخنیوي کې ورسره همکاري وکړي ترڅو چاپیریال د ککړتیا مخه ونیسي.
د ننګرهار د چاپیریال ساتنې ملي ادارې رئيس امین الله یوسفزي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: اوزون پوړ د لمر زیان لرونکې وړانګې فلتر کوي ترڅو انسانانو، نباتاتو او حیوانات یې له ضرر څخه په امن کې اوسي.
نوموړي زیاته کړه: په دې ورستیو کلونو کې د انساني فعالیتونو له کبله د اوزون پوړ یوه برخه چې د ځمکې په جنوبي قطب کې قرار لري، ویجاړه شوې ده چې دا موضوع د دې لامل شوه، چې د لمر ویجاړوونکې وړانګې ځمکې ته ورسیږي او د ځمکې کره زیانمه کړي؛ خو له نیکه مرغه د نړیوالو د نه ستړي کیدونکو هلو ځلو له امله اوسمهال د اوزون پوړ د ترمیم په حال کې دی او زموږ هېواد د مونټریال تړون د پلي کېدا په برخه کې د اوزون پوړ ویجاړوونکو ګازونو په راکمولو کې ستر رول لري.
د پروګرام په پای کې د اوزون پوړ په تړاو د پریزینټیشن په شکل معلومات ورکړل.