ننګرهار والي ته د ترانسپورټ وزیر د کابل ـ جلال اباد دویم لین.

 


ننګرهار والي ته د ترانسپورټ وزیر د کابل ـ جلال اباد دویم لین سړک د لومړۍ برخې د ځمکې د استملاک چارو د بشپړیدو ډاډ ورکړ.
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د لړم په ۱۴مه ولایت مقام کې د یو شمیر کسانو سره چې په وینا یې د کابل ـ جلال اباد دویم لین سړک قراردادي شرکت یې د کار له امله پوروړی دی،لیدنه وکړه چې پر مهال ورته د ترانسپورټ وزیر یمایاري د ټلیفون په لیکه د دې قضیې د څېړنې ترڅنګ ډاډ ورکړ چې د یادې پروژې اړوند د ځمکو د استملاک چارې یې وروستۍ کړي دي .
یادو کسان چې د سره رود ولسوال هجرت الله رحماني یې هم ملتیا کوله وویل،د کابل ـ جلال اباد دویم لین سړک د لومړۍ برخې پروژې د تطبیق پر مهال یې قراردادي شرکت سره په تخنیکي او فزیکي ډول کار ترسره کړی چې تر دا مهاله یې ورته د دوی پیسې ندي ورکړې او په دې برخه کې د ولایت مقام د همکارۍ غوښتنه وکړه .
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل،په لارښوونه یې وروستۍ پیل شوې چارې په شفاف ډول ترسره کیږي او څومره چې کار کیږي،کاریګرو او نورو ته یې پیسې هم ورکول کیږي.
هغه د ترانسپورټ وزیر یما یاري سره د ټلیفون په لیکه د یادې ستونزې د حل په موخه خبرې وکړې چې پرېکړه وشوه چې د یاد سړک اړوند ټول مسؤلین به ډیر ژر په مرکز کې د ستونزې د اساسي حل په موخه ناسته وکړي.
همدا راز ننګرهار والي ته د ترانسپورټ وزیر ډاډ ورکړ چې د سړک په اوږدو کې د ځمکو د استملاک چارې یې په تخنیکي ډول بشپړي کړي او مالیې وزارت ته به ژر اسناد وسپارل شي،ترڅو اړوند کسانو ته

۱۳۹۸/۸/۱۴
ننګرهار والي ته د ترانسپورټ وزیر د کابل ـ جلال اباد دویم لین سړک د لومړۍ برخې د ځمکې د استملاک چارو د بشپړیدو ډاډ ورکړ.
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د لړم په ۱۴مه ولایت مقام کې د یو شمیر کسانو سره چې په وینا یې د کابل ـ جلال اباد دویم لین سړک قراردادي شرکت یې د کار له امله پوروړی دی،لیدنه وکړه چې پر مهال ورته د ترانسپورټ وزیر یمایاري د ټلیفون په لیکه د دې قضیې د څېړنې ترڅنګ ډاډ ورکړ چې د یادې پروژې اړوند د ځمکو د استملاک چارې یې وروستۍ کړي دي .
یادو کسان چې د سره رود ولسوال هجرت الله رحماني یې هم ملتیا کوله وویل،د کابل ـ جلال اباد دویم لین سړک د لومړۍ برخې پروژې د تطبیق پر مهال یې قراردادي شرکت سره په تخنیکي او فزیکي ډول کار ترسره کړی چې تر دا مهاله یې ورته د دوی پیسې ندي ورکړې او په دې برخه کې د ولایت مقام د همکارۍ غوښتنه وکړه .
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل،په لارښوونه یې وروستۍ پیل شوې چارې په شفاف ډول ترسره کیږي او څومره چې کار کیږي،کاریګرو او نورو ته یې پیسې هم ورکول کیږي.
هغه د ترانسپورټ وزیر یما یاري سره د ټلیفون په لیکه د یادې ستونزې د حل په موخه خبرې وکړې چې پرېکړه وشوه چې د یاد سړک اړوند ټول مسؤلین به ډیر ژر په مرکز کې د ستونزې د اساسي حل په موخه ناسته وکړي.
همدا راز ننګرهار والي ته د ترانسپورټ وزیر ډاډ ورکړ چې د سړک په اوږدو کې د ځمکو د استملاک چارې یې په تخنیکي ډول بشپړي کړي او مالیې وزارت ته به ژر اسناد وسپارل شي،ترڅو اړوند کسانو ته د دوی د استملاک پیسې ورکړل شي .