د څه باندې ۶۶ میلیونه افغانیو په لګښت د جلال اباد شاهي ماڼۍ د بیارغونې چارې پیل شوې.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په هلو ځلو د جمهوري ریاست له لورې د څه باندې ۶۶ میلیونه افغانیو په لګښت د جلال اباد شاهي ماڼۍ د جوړولو چارې د وري په ۱۷مه پیل شوې،چې د یو کال په موده کې به بشپړې شي .
د دې ولایت والي شاه محمود میاخیل وویل،د جمهوري ریاست د چارو ادارې د مالي او  عملیاتي او مرستندویه واحد لوی ریاست له لورې د ۶۶ میلیونه او درې سوه زره افغانیو په مالي لګښت د بنایي ساختماني تصدۍ په تخنیکي مرسته د جلال اباد شاهي ماڼۍ د بیارغونې چارې نن پیل شوې،چې د ۶ میاشتو څخه تر یو کال مودې پورې به  بشپړې شي .
هغه زیاته کړه،جلال اباد شاهي ماڼۍ چې شاوخوا ۱۳۴ کاله وړاندې د امیر عبدالرحمن  خان په وخت کې جوړه شوې وه،خو د وخت مسؤلینو په  کې مصنوعي کارونه کړي وو،یو ځل بیا به د تاریخي ابادې په توګه په اصلي بڼه ورغول شي، ښاغلي میاخیل ډاډ وښود،چې د ثبات د رامنځته کېدو په موخه به جلال اباد شاهي ماڼۍ ته خلک په عادي ډول تګ راتګ وکړي .
ننګرهار والي شاه  محمود میاخیل وویل، چې د خپلواکۍ سلمې کلیزې په مناسبت به د خپلواکۍ ګټوونکي شاه  غازي امان الله خان مزار د جوړولو چارې هم بشپړې شي،چې د دې چارو د پیل کېدو له امله یې د جمهور رئیس څخه مننه وکړه او د دې ولایت ټولو ولس ته یې مبارکي ورکړه .
د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ رئیس اورنګ صمیم وویل،د جلال اباد شاهي ماڼۍ په ۱۲۶۴ هجري کال کې جوړه شوې وه،چې د ودانۍ د معمارۍ هنر یې په کندهار ولایت پورې اړه لري او د هېواد د یو شمیر نورو  تاریخي سیمو ترڅنګ جلال اباد شاهي ماڼۍ د امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ ژمنی پایتخت بلل شوی دی .
د جلال اباد شاهي ماڼۍ خانه سامان چې ځآن د شاهي مانۍ ژوندی تاریخ بولي وایي، د کورنۍ غړي یې د دې تاریخي ماڼۍ د ساتنې په موخه وقف کړي او خوښ دی،چې د ننګرهار د اوسني والي په وخت کې یې د بیارغونې چارې پیل شوې.
د یادونې وړده،چې په وروستیو کې په جلال اباد ښار کې د غازي امان الله خان مزار،جلال اباد شاهي مآڼۍ،پاچا خان مزار،دوه لویو جوماتونو او ګڼ شمیر نورو پروژو چارې پیل شوي دي .