د لعلپورې ولسوالۍ لنډه پېژندنه

 د لعلپورې ولسوالۍ لنډه پېژندنه

 

ولې ورته لعلپوره وايي؟

په تیرو زمانو کې یو ولي چې نوم یی مورزاده ولی وه،  یوه ورځ مورزاده ولي خپلو ملګرو سره یو ځای د سیند په غاړه کوډله وهلې وه  او خپلو ملګروته يې وویل،  چې د دې ځای نوم څه کیږدو ملګرو یو او بل نوم خوښ کړ، خو مورزاد ولي وویل، چې تاسو ټول په یو کور کې راټول شوي یاستئ او تاسو ټول لالونه یی نو زه غواړم چې  د دېی سيمې نوم لعلپوره کیږدم نو د هماغه وخت نه د دې ولسوالۍ نوم  لعلپوره کېښودل شوه .

څلور خواوې         

شرق لورته د ډیورند کرښه، غرب لورته دمومندرې ولسوالۍ، شمال لورته د ګوشتې ولسوالۍ او جنوب ته یې هم د مومندرې ولسوالۍ موقيعت لري .              

مساحت

530   km m        

نفوس

170.000 زره        

تاريخي ځايونه

شیراباد قلعه ، دملد بابا زیارت ، او مورزاده ولی زیارت

زراعتي پيداوار

غنم ، جوار ، کچالو ، او نکریزې

محلي ژبې

پښتو     

پېژ ندل شوې څېرې

سردار خان ، حاجی ګل حسین ، درویش لعلپوروال ، نجیب خان ، شیرشاه آغا