ننګرهار ولايت پيژندنه

ننګرهار د افغانستان ختيځ کې د ختيځ طول البلد د ۷۰ درجو او ۲۸ دقيقو او د شمالي عرض البلد د ۳۳ درجو او ۵۶ دقيقو تر منځ پروت دى، چې د سمندر له سطحې څخه يې لوړوالى ۵۹۹ متره او پراخوالى يې ۷۹۱۶ كيلومتره مربع دى او مرکز يې جلال اباد ښار دی.
ننګرهار ولايت، چې د تاريخي ځانګړنو، اوبو او هوا (اقليم)، مېوو، حاصلاتو او طبيعي مناظرو له امله يې د هېوادوالو پاملرنه ځان ته را اړولې ده، د شمال له خوا څخه يې يو څه برخه د کونړونو او يو څه يې په لغمان ولايت پورې نښتې ده، د لوېديځ له خوا په کابل او لوګر ولايتونو پورې تړلې او د سوېل(جنوب) خواته يې سپين غر له پکتيا او کوزې پښتونخوا څخه بېلوي.
د ننګرهار ولايت ختيځه او سوېل ختيځه خوا له ډېورنډ کرښې سره ګډه پوله لري. د ننګرهار د تودوخې منځنۍ كچه په اوړي کې تر ۴۵ سانتي ګرېډ درجو او په ژمي كې تر مثبت ۲ سانتي ګرېډ درجو پورې رسېږي، مديترانه يي اقليم لري، په ژمي كې يې د اورښت كچه تر ۲۴۲- ۳۹۰ ملي مترو پورې رسېږي.
د ننګرهار له خوګياڼو، حصارك، سپين غره او كشمونډ غره پرته په معمول ډول د ننګرهار په نورو سيمو كې واوره نه اوري، د نوموړو سيمو هوا په دوبي كې معتدله او د نورو سيمو هوا معمولاً توده وي.
له ننګرهاره د غرونو لړۍ راتاو ده، شمال لور ته يې د هندوكش د غره هغه فرعي لړۍ، چې د پردم له غاښي راپېلېږي او په ګمبيري دښتې پاى ته رسېږي. په همدغو وروستيو برخو كې د كوز كونړ او كشمونډ د غره په نامه يادېږي. سوېل لور ته يې د سپين غره لړۍ، لوېديځ لور ته يې د تور غره لړۍ او ختيځ لور ته يې د كامې، ګوشتې، لالپورې او له ډېورنډ كرښې ورهاخوا د مومندو په سيمه کې د هندوكش هغه فرعي لړۍ پرته ده، چې د ختيځ نورستان د دېوانه بابا په ختيځ كې د دورا له غاښي راپېلېږي او تر لواړګي پورې غځېږي.
سپين غر د ننګرهار تر ټولو مشهور اقتصادي غر دى، چې د ننګرهار په سوېل ختيځ كې پروت دى، د پېښور ښار د لوېديځ له ۴۸ كيلومترۍ څخه پيل او مخ پر لوېديځ د لوګر تر بريد پولو رسېږي. سپين غر لوګر ولايت او د کوزې پښتونخوا تېرا سيمه له ننګرهار څخه بېلوي. د دې غره اوږدوالى ۱۸۰ كيلومتره، منځنى لوړوالى يې ۳۵۰۰ متره دى، لوړه څوكه يې سېكارام نومېږي، چې ۴۷۵۵ متره لوړوالى لري. د سپين غره ځينې څوكې د كال په زياتره موسمونو كې له واورو ډكې وي، د سپين غره لمنې ښكلې او ښېرازه ځنګلونه لري، ځينې مهمې درې يې، باندر دره، عبدالخېلو تنګى، پېښې تنګى، مامنددره، كوټ دره، د هسكې مېنې جو دره او غوښت دره، پچير او اګام دره، توره بوړه، ګوړوکو، څڅوبى، تبۍ او کڅونه دي. 
همدارنګه تورغر د ننګرهار دويم ستر غر دى، چې د ننګرهار لوېديځ لور ته له درونټې پيل او د كابل تر ختيځ پورې رسېږي. د تور غر اوږدوالى هم تقريباً ۱۵۰ كيلومتره او لوړه څوكه يې ۴۱۶۷ متره لوړوالى لري، تور غر د سپين غر برعكس ځنګلونه نه لري.
ننګرهار ولايت له سره روده پرته نور سيندونه نه لري، خو سور رود هم تل بهاندې اوبه نه لري، يواځې په پسرلي كې او كله كله د سېلابونو اوبه لري. سور رود د سپين غره له غوربند غاښي څخه سرچېنه اخلي او د خپل بهير په اوږدو كې ورسره له ښي لوري د وزيرو خوړ، د حصارك، ماماخېلو او مركي خېلو خوړونه په فتح اباد كې يو ځاى کېږي. سور رود له غوربنده مخ په شمال بهېږي او تر درونټې لږ وركوز له كابل سيند سره، چې د درونټې له برېښنا بند څخه ننګرهار ته ورتويېږي يو ځاى کېږي. د کونړ سيند يواځې د کوز کونړ، كامې، ګوشتې او لالپورې ولسواليو اوبي ځمكې خړوبوي.
 
اقتصادي ارزښت:
ننګرهار د كابل – پېښور تر منځ پر لويه ټرانزېټي لاره پروت دى، له درونټې تونله د ډېورنډ له فرضي كرښې تر تورخم بندره ۹۲ كيلومتره واټن کې دى، همدې ټرانزېټي لارې په ننګرهار كې د كار پيدا كېدا ښه امكانات رامنځ ته كړي او په دې توګه يې د هېواد او په ځانګړي ډول د ختيځو ولايتونو په اقتصاد كې خورا فعاله ونډه اخيستې ده.
سوداګري په ننګرهار کې د ژوندانه تېرولو تر ټولو ښه وسيله ده، د ننګرهار ځينې سوداګر پر هېوادنيو سوداګريو سربېره پر نړيوالو سوداګريو هم بوخت دي. نړيوال سوداګر د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو لكه چين، جاپان، ازبکستان، ترکمنستان، هند، پاکستان او نورو څخه د خپلو شركتونو له لارې مالونه راوړي. دا وړ سوداګر لږ دي، د غلې دانې، څارويو، لرګيو او دې ته ورته شيانو واړه سوداګر په كور كلي کې ګرځي، د خپلې سوداګرۍ توکي اخلي او ښارونو ته يې وړي. واړه سوداګر يې له شاوخوا ولايتونو څخه هم د خپلې سوداګرۍ وړ توکي پېري دا سوداګر بيا په جلال اباد، کابل، مزار، پېښور او نورو ښارونو کې دغه توکي پلوري.
 
طبيعي زېرمې:
تر اوسه په ننګرهار ولايت كې لږ شمېر طبيعي زېرمې تثبيت شوې دي، چې راسپړل يې دوام لري. د يادولو وړ طبيعي زېرمې يې د ډبرو سكاره، شوكاڼى او مرمر دي. د ننګرهار د خوګياڼو د مرمرو كانونه ډېر مشهور دي، چې له تېرو څو كلونو راهيسې يې راويستنه دوام لري. همدارنګه د شينوارو د عبدالخېلو د مرمرو او شوكاڼي كانونه د يادولو وړ دي، چې دغه كانونه هم راويستل کېږي او محصولات يې په خپلسري توګه بازار ته وړاندې کېږي.
 
صنعت:
ننګرهار ولايت د صنايعو د صنعت لپاره غوره چاپيريال لري، ځکه چې اقليم يې ټول کال د کار کولو لپاره وړ دی او د هېواد نورو سيمو په پرتله د پاکستان کراچۍ سوداګريز بندر سره لږ واټن لري. د افغانستان د اوس مهالې ملكي وېش او اداري تشكيل له مخې، ننګرهار لومړى درجه ولايت دى، چې جلال اباد ښار يې اداري مركز دى. جلال اباد ښار نه يواځې د ننګرهار، بلكې د ختيځو څلور واړو ولايتونو يواځينى لوى ښار دى، چې د ژوندانه د اړتيا وړ زياتره توكي له همدې ښاره پېري. په ننګرهار کې يو شمير لويې او وړې فابريکې شته، چې سلګونه تنه ځوانان او ښځې په کې په کار بوخت دي، لکه د ماربلو څو لويې فابريکې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې موجودې دي، چې د هېواد بېلابېلو سيمو ته ترې ماربل انتقاليږي، دغه فابريکې د ٢٠٠٣ کال په اوږدو کې جوړې شوې دي، چې لا هم فعاليت کوي. په دغه ولايت کې د ارمونه يي لوښو يوه فابريکه موجوده ده، چې په کې دېګ بخارونه او نور ګڼ لوښي جوړيږي. همدراز د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د ريکشاوو څو لويې فابريکې موجودې دي، چې تراوسه يې سلګونه عرادې ريکشاوې جوړې کړي او لا هم فعاليت کوي. په دغه ولايت د زردوزۍ يوه لويه فابريکه چې لسګونه ښځې په کې په کار بوختې دي فعاليت کوي، يادو فابريکو کې د مريو غاړې، ګنډ افغاني کميسونه او نورې غاړې جوړيږي. همداراز د نشايستې يوه کوچنۍ توليدي فابريکه هم په جلال اباد ښار کې شته ده، چې ګڼې ښځې په کې په کار بوختې دي. د کتان او پکولونو يوه ځانګړې فابريکه هم په بهسودو ولسوالۍ کې ده، چې لسګونه کسان په کې کار کوي. د مالګې کارخانه هم په ننګرهار کې شته، د څپليو يوه کوچنۍ فابريکه شته او همداراز يو شمېر نورې وړې فابريکې هم موجودې دي. پخوا به په لاسي صنايعو کې پوزي، د دروز خولۍ، د مزرو څپلۍ، د لوښو پوزي، خاورين لوښي، خامتا او داسې نور جوړېدل، چې ډېرى يې اوس له منځه تللي دي.
 
ولسوالۍ:
ننګرهار ولايت ۲۲ ولسوالۍ لري، چې د سپين غر په نوم يوه ولسوالۍ يې نارسمي ده او د کليو او پراختيا رياست شمېرو له مخې، ۱۲۹۱ لوی او کوچني کلي لري، خو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست د معلوماتو له مخې، ننګرهار ولايت ۹۹۲ لوی کلي او ۱۶۱ کوچني کلي لري، چې جلال اباد د افغانستان له پنځو لويو ښارونو څخه شمېرل کېږي او د نفوس د تراكم له مخې يو ګڼ مېشته ولايت دى. د ولسواليو نومونه يې په دې ډول دي: اچين، بټي کوټ، چپرهار، هسکه مينه، ښېوه، خوګياڼي، شېرزاد، پچير اګام، حصارک، کوټ، نازيان، سپين غر، غني خېل، ګوشته، مومندره، لعلپوره، بهسود، سره رود، دره نور، دوربابا، رودات او کامه.
 
رسنۍ:
په ننګرهار کې رسنيزو فعاليتونو هم د پخوا په پرتله وده کړې ده، په دغه ولايت کې اوسمهال دولتي او نادولتي د تصويري، چاپي او غږيزو رسنيو شمېر تر ٣٣ پورې رسېږي. هغه راډيو ګانې چې په ننګرهار کې سټوډيوګانې لري او له همدې ځايه خپرونې کوي، په دې ډول دي: ننګرهار ملي راډيو تلوېزيون، شرق راډيو، نرګس راډيو، اصلاح راډيو، مرام راډيو، کليد راډيو، اباسين راډيو، سپين غر راډيو، صفا راډيو، نن راډيو، همېشه بهار راډيو، انعکاس راډيو، حقيقت راډيو، مينه راډيو او وطندارراډيو. هغه راډيو ګانې چې له مرکزه خپرونې کوي او په ننګرهار کې اورېدل کيږي، په دې ډول دي: ارمان راډيو، اريانا راډيو، اراکوزيا راډيو، بي بي سي راډيو، ازادۍ راډيو، امريکا غږ اشنا راډيو، مشال راډيو، ستا راډيو، ګوربت راډيو، نوا راډيو، کابل ملي راډيو، سلام وطندار راډيو او شمشاد راډيو.
په تصويري رسنيو کې هغه رسنۍ چې په ننګرهار کې سټوډيوګانې لري او له همدې ځايه خپرونې کوي په دې ډول دي: ملي تلويزون، شرق تلويزون او تابان تلويزون او هغه چې له کابله يې خپرونې ريلې کيږي: کابل ملي تلويزون، امريکا غږ اشنا تلويزون، شمشاد تلويزيون، لمر تلويزيون، طلوع نيوز، اريانا تلويزيون، تمدن تلويزيون، خورشيد تلويزيون، ژوندون تلويزيون، نور تلويزيون او يک تلويزون.
د ننګرهار په چاپي رسنيو کې، ننګرهار ورځپاڼه او مجله، شايق درې ورځينۍ، مثبت بدلون اونيزه، ګلاب اونيزه او مجله، مينه مجله، جلال اباد مجله، اريانا مياشتنۍ، انار اونيزه، هيله مجله، زيار مجله، ارزښت مجله، موخه مجله او تلوسه مجله.
 
مشاهير:
د ننګرهار ولايت له ډېره پخوا تر اوسه مهم اجتماعي او هر اړخيز عملي او سياسي شخصيتونه په ځان کې روزلي او د علم، هنر او ادب له پلوه د هېواد يو له مهمو ولايتونو څخه شمېرل کېږي.
که څه هم د دغه ولايت د ټولو مشاهيرو ذکر دلته ستونزمن کار دى، خو بيا هم  مشت نمونۀ خروار، د يو څو مشهورو لکه وزير محمدګل خان مومند، ايمل خان مومند، صديق الله ريښتين، قيام الدين خادم، موسى شفيق، دوست شينوارى، چکنور ملا، نجم الدين اخوندزاده، د ګوشتې مغل خان، ډاکتر ناصر شينوارى، ډاکټر يعقوب شېرزاد، ډولکي بابا، مياشرف ګردي وال، ګردي غوث،شا فيض الله اغا، ميا علي صاحب،مولوي احمد ګل،خواجه رزق الله، ملامست، اخوند موسى بټي کوټى، پاپين خېل، اخوند دروېزه، ميا فقيرالله جلال ابادي، مولوي محمد ابراهيم کاموي، مراد علي صاحب زاده صېب، برهان الدين کوشککي، محمد امين خوګياڼى، شمس الدين قلعټکى، پوهاند زېور، عبدالرحمان پژواک، محمد اکبر معتمد، ميا محمد نعيم، عبدالله بختانى خدمتګار، مجاور احمد زيار، قاري برکت الله سليم، عبدالحق، ملنګ جان او دوست شينوارى يې يادولى شو.
 
کولتور:
په ننګرهار کې کولتوري هلې ځلې له پخوا پيل شوې دي او دا مهال ګڼ شمېر ادبي او فرهنګي ټولنې موجودې دي لکه ننګرهار ادبي بهير، جلال کوټ ادبي خوځښت،ختيځ ادبي بهير، د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورناليستاتو خپلواکه ټولنه، رود ادبي بهير، ناګار ټولنه او داسې ګڼ شمېر نورې ټولنې هم موجودې دي. همداراز په ننګرهار کې د کتابونو ګڼې خپرندوى ټولنې هم موجودې دي، چې په زرګونه ټوکه کتابونه يې چاپ کړي دي، لکه مومند خپرندويه ټولنه، ګودر خپرندويه ټولنه، مسلم خپرندويه ټولنه، ګنداهارا خپرندويه ټولنه، مازيګر خپرندويه ټولنه، ختيځ خپرندويه ټولنه، همدرد خپرندويه ټولنه، صداقت خپرندويه ټولنه او د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورناليستانو خپرندويه ټولنه.
په ننګرهار کې هر کال د نارنج ګل دوديزه مشاعره او ميله ترسره کيږي، چې د هېواد له بېلابېلو ولاياتو څخه ورته شاعران، ليکوال او فرهنګپال راځي. دغه مشاعره شاوخوا نيمه پېړۍ لرغونتوب لري، چې لا هم په هر پسرلي کې نمانځل کيږي. ننګرهار يوه ځانګړې محلي موسيقي لري، چې د موسيقۍ الات يې زياتره باجه (هارمونيه) تبله، رباب، منګى، سيتار او داسې نور دي ، چې غږول کيږي. له نورو سره يې توپير د موسيقۍ د الاتو په غږولو، کمپوز او شعري فورمونو په انتخاب کې موجود دى، دغه محلي موسيقي ځان ته يو بېل ترتيب او تنظيم لري، د موسيقۍ پيل په مقام کيږي، بيا ورپسې غزل، داستان، چاربيته، لوبه او سروکي ويل کيږي. کله ناکله تر چاربيتې او لوبې وړاندې په يوه ځانګړي اندازې کې د ياقربان په ويلو سره ټپې کيږي.
په جلال اباد کې يو شمير هنرمندان ځانګړي هنري کورسونه لري، چې په کې هارمونيه، تبله، سيتار او داسې نور شاګردانو ته ورښودل کيږي. د خطاطۍ او تمثيلي ټوټو لپاره ځانګړي کورسونه هم موجود دي، په دغه ولايت کې د افغان فلم يو ځانګړى مديريت د اطلاعات او کولتور په رياست کې فعاليت کوي، همدراز د سپين غر په نوم د فلمونو يوه ځانګړې اداره هم په ننګرهار کې موجوده ده.
 
لوبې:
ورزش په ننګرهار کې ډېره سابقه لري او له ډېر پخوا څخه په ياد ولايت کې مينه وال لري او لاهم ترسره کيږي، په دغه ولايت کې ورزشي کلبونه موجود دي، چې ځوانان په بېلابېلو ورزشي څانګو کې روزي، لکه کرکټ، واليبال، فوټ بال، بوکسېنګ، کيوکېشن، تکواندو، کانفو توا، باسکېټبال، د بدني ښکلا لوبه، غېږه نېول او داسې نورې ګڼې لوبې شته، چې ځوانان په کې د مجربو استادانو له لوري زده کړه کوي. همداراز په لرو پرتو ولسواليو کې يو شمېر نورې لوبې هم شته، چې ځوانان پرې بوخت دي، لکه د خوسکي لوبه، ډز غپى، پټ پټونى، د تېږې اچونه، ډۍ او ډانګ او ورته نورې ولسي لوبې شته، چې په بېلابېلو ځايونو کې يې رواج موندلى دى. په دغه ولايت کې د بدني روزنې بېل امريت او د کرکټ بورډ بېل امريت موجود دي، چې په مختلفو ولسواليو کې زرګونه ځوانان روزي او لاهم جريان لري.
 
پوهنه:
په ننګرهار کې تر اوسه پورې ٨٥٥ تعليمې موسسې فعاليت کوي، چې په کې ٧٧٥ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي. د دغو زده کوونکو ٤٢ سلنه يې نجونې دي، چې په زده کړو بوختې دي. په دغو ښوونځيو کې ١٤ زره ښوونکي په دندو ګومارل شوي ، چې په دې وروستيو کې يې ٣٠٠ ښوونځيو ته د سرپناه ستونزه هواره کړې ده. د ننګرهار پوهنتون چې ټول ١١ زره محصلين لري او ٥٠٠ استادان يې په تدريس بوخت دي. دغه پوهنتون چې پنځوس کلنه سابقه لري ديارلس فعال پوهنځي هم لري، چې په دې ډول دي: طب، انجينري، ښوونې او روزنې، وترنري، کرنه، کمپيوټر سانيس، ژورنالېزم، سانيس، ادبيات، حقوق او شرعيات. په ننګرهار ولايت کې د يوه عالي دارالمعلمين تر څنګ اته نورې الحاقيې هم موجودې دي، چې په زرګونه محصلين په کې په زده کړو بوخت دي.
 
کرنه:
دا چې ننګرهار يو له سرسبزو ولايتونو څخه دى، نو ډېرى خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، په ډېرۍ ولسواليو کې يې اوبه پرېمانه دي او په سبزيجاتو او غلو دانو کې دغه توليدات لري: بادرنګ، روميان، پياز، تورۍ، بېنډۍ، کدو، ګلپي، مولۍ، الو، کچالو، غنم، وريجې، جوار، ږدن، وربشې او داسې نور.
په دغه ولايت کې د ستروسو کورنۍ ښه حاصل ورکوي، چې د ننګرهار د ناوې پراختيا پروژه يې ښه بېلګه ده. همدارنګه په دغه ولايت کې هندواڼې، انګور، زردالو، شفتالو، الوچې، امروت، خټکي او داسې نور ښه توليدات لري او په وچو مېوو کې جلغوزي، بادام، چهارمغر او داسې نور لري.
 
د اوبو بندونه:
په ننګرهار کې د اوبو لوى بند درونټه ده، چې شاوخوا درې مېګاواټه برېښنا يې توليد کړې ده، دغه بند لسګونه کاله پخوا د يوې روسي کمپنۍ له لوري جوړ شوى دى، چې اوس هم فعاليت کوي.
د زيړي بابا بند چې په ښېوې ولسوالۍ کې موجود دى، دغه بند په ١٣٨٥ لمريز کال کې يې د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي، دغه بند د کوزکونړ ولسوالۍ په زرګونو جرېبه ځمکه خړوبه کړې ده.
 
تاريخي ابدات:
د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د بودايانو لرغونې معبدونه، هستوپې، د بهر اباد سمڅې، چهار باغ صفا، د بابر تخت، راه کلان، شاه فيض الله اغا مزار، نجم الدين اخوندزاده، د غوچکو معبدونه، د درونټې معبدونه او داسې نورې موجود دي.
همداراز د ډولکي بابا زيارت، د ميا علي صېب زيارت، اخوند موسى بټي کوټى، مياشرف، ګردى غوث، سراج العمارات، امان الله خان مزار، پاچاخان او داسې نورو مزارونه هم موجود دي.
په ننګرهار کې يو موزيم موجود دى، چې د هډې موزيم په نوم ياديږي، دغه موزيم د ننګرهار د اطلاعات او کولتور د رياست په چوکاټ کې دى. دغه موزيم ډېر لرغونتوب لري، چې د کورنيو جګړو په ترڅ کې څو ځله وران شوى او بيا لږ لږ جوړ شوى دى، چې اوس هم ډېره توجه نه ده ورته شوې او کومه ځانګړنه نه لري.
 
اړتياوې:
د ننګرهار ولايت يو له سترو اړتياوو څخه د تورخم جلال اباد د دويمې لويې لارې رغول دي. همداراز د بهسودو پول، چې د تخريب په حال کې دى او دوه ولايتونه او څلور ولسوالۍ له مرکز سره نښولي بايد جوړ شي. د ننګرهار هوايي ډګر بايد جوړ شي، تر څو له دې ځايه ملکي الوتنې وکړي، خو په اساسي ډول د هوايي ډګر جوړېدل د مرکزي دولت او نړيوالې ټولنې مرستې ته اړتيا لري، د صنعي پارکونو جوړول، د درونټې د برېښنا د بند رغول او د نورې برېښنا لپاره زمينه برابرول د خلکو اړتياوې دي.