اداري واحدونه

د ننګرهار ولايت د مرکز تر څنګ ٢٢ ولسوالۍ (اداري واحدونه) لري، او مرکز يې بيا د اتو ښاري ناحيو درلودونکى دى.
جلال اباد: د ننګرهار ولايت مركز جلال اباد، چې د تاريخي قولونو له مخې يې نوم پخوا جلالکوټ و، په ٩٩٠ ق کال کې د شمالي هندوستان لوى پاچا جلال الدين اکبر مغل يې د جوړېدو امر وکړ. دغه ښار په ١٨٨٠ زېږديز کال کې د سېلابونو له امله وران شو او وروسته له هغه په نوي ښاري پلان کې بيا ورغول شو. جلال اباد اته ناحيې لري.
 
کوز کونړ: د کوز کونړ ولسوالۍ د ننګرهار يوه له هغو سيمو ده، چې کرنيزې او حاصل خېزې ځمکې او ډېرې اوبه لري. دغه ولسوالۍ د جلال اباد ښار شمال لور ته په ٢٥ کيلومترۍ کې پرته ده، چې په اوږدو کې يې د کونړ سيند بهيږي. ياده ولسوالي د ننګرهار له امنو ولسواليو شمېرل کېږي.
 
مومندره: مومندره د جلال اباد ښار ختيځ ته په ٤٠ کيلومترۍ کې پرته هغه ولسوالي ده، چې د کونړ سيند يې په منځ کې بهيږي، د دې ولسوالۍ ډېرى اوسېدونکي په کرنه بوخت دي. د مومندرې په حدودو کې د ګردي غوث زيارت هم موجود دى.
 
کامه: کامه ولسوالۍ د ننګرهار نسبت نورو ولسواليو ته ډېرې شنې او حاصل خېزې ځمکې او له ګوشتې او ښېوې ولسواليو سره ګډه پوله لري. د دې ولسوالۍ توليدات ګوړه، وريجې او نوره سبزي جات دي. د وخت ستر ليکوالان او مفکرين خادم او موسى شفيق هم د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وو.
 
بهسود: بهسود د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار ته نږدې يوه ګڼ نفوسه ولسوالۍ ده، چې په کې د هډې اخوندزاده مشهور جومات هم شته او د هېواد نامتو ملي شاعر ملنګ جان هم د همدې سيمې و.
 
رودات: رودات د جلال اباد ښار ختيځ ته په ١٨ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده. چې په کې د غازي امان الله خان د ښارګوټي ستره پروژه، صنعتي پارک، د نوي ګمرک او رېل ګاډي سټېشن ځايونه جوړيږي، چې له ښارګوټي پرته د نورو پروژو چارې لا نه دي پيل شوې.
 
کوټ: کوټ ولسوالۍ د جلال اباد ښار سوېل ختيځ ته په ٢٥ کيلومترۍ کې پرته ده، د کرنې لپاره کافي اوبه نه لري او نفوس يې د نورو ولسواليو په پرتله کم دى.
 
بټي کوټ: د بټي کوټ ولسوالۍ د جلال اباد ښار ختيځ ته په ٣٠ کيلومترۍ کې پرته ده، شنه او سرسبزه سيمه ده او د ننګرهار د ناوې پروژه هم په همدې ولسوالۍ کې ده. ياده ولسوالۍ زرګونه هېکټاره د زيتون، ستروس او يو شمېر نور زينتي ونو باغونه لري. په کرنه کې يې د ننګرهار د کانال له اوبو استفاده کېږي.
 
غني خېل: د غني خېلو ولسوالۍ د جلال اباد ختيځ ته په ٤٠ کيلومترۍ کې پرته ده. پخوا د شينوارو د لويې ولسوالۍ په نوم ياديده. دغه ولسوالۍ د نورو ولسواليو په پرتله ډېر نفوس لري او اوسېدونکي يې ډېرى په ازاد کاروبار بوخت دي. د ګولايي په نوم سيمه، چې وزير محمد ګل خان په کې زېږېدلى دى، د همدې ولسوالۍ اړوند ده.
 
نازيان: نازيانو ولسوالۍ د جلال اباد ښار سوېل ختيځ ته په ٥٠ کيلومترۍ کې پرته ده، چې ډېرى اوسېدونکي يې په مالدارۍ بوخت دي. ياده ولسوالئ تر هوارې غرنۍ سيمې زياتې لري او ډېرى اوسېدونکي يې له غرونو د لرګيو راوړلو کاروبار کوي.
 
اچين: اچين هم د ننګرهار يوه له هغو لرو پرتو ولسواليو څخه ده، چې د جلال اباد ښار سوېل ختيځ ته موقعيت لري. دغه ولسوالي د ننګرهار له ناامنو سيمو کې شمېرل کېږي او اوسېدونکي يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
 
سپين غر: سپين غر هم د جلال اباد ښار سوېل ختيځ ته پرته ولسوالي ده، چې لا هم په دولت کې رسمي نه ده او له نازيانو ولسوالۍ سره ګډه پوله لري. د دې ولسوالۍ اکثره اوسېدونکي کارګر او بزګر دي.
 
دور بابا: دور بابا د ننګرهار يوه له هغو سرحدي ولسواليو ده، چې ډېره برخه يې غرونه او غونډۍ دي. دغه ولسوالي د جلال اباد ښار سوېل ختيځ ته په ١٠٠ کيلومترۍ کې پرته ده. کرنيزه ځمکه يې کمه ده. د دوربابا مشهور زيارت هم په همدې ولسوالۍ کې دى.
 
دره نور: دره نور د جلال اباد ښار په ٤٧ کيلومترۍ کې پرته غرنۍ ولسوالي ده، د دې ولسوالۍ اوسېدونکي پشه يان دي، چې په مالدارۍ او کرنه بوخت دي. د مالدارۍ مهم توليد يې پنير دى، د نوموړی ولسوالی  خلک په پنیر جوړولو کې  خاص مهارت لري.
 
لعل پوره: لعل پوره د ننګرهار يو له هغو سرحدي لويو ولسواليو څخه ده، چې د جلال اباد ښار ختيځ ته په ٥٠ کيلومترۍ کې پرته ده. د دې ولسوالۍ له لارې د کونړ او کابل دواړه سيندونه تېريږي. د يادې ولسوالۍ اکثره اوسېدونکي په کرنه، مالدارۍ او سوداګرۍ بوخت دي. له پاکستان سره اوږده پوله لري او په خوا کې يې د ګوشتې ولسوالۍ هم ده.
 
ګوشته: ګوشته هم د ننګرهار له سرحدي ولسواليو څخه ده، چې د جلال اباد ښار په شمال ختيځه څنډه کې په ٤٠ کيلومترۍ کې پرته ده. دغه ولسوالي له کامې سره په خوا کې ده او له پاکستان سره هم اوږده پوله لري. د يادې ولسوالۍ ډېرې ځمکې غرونو نيولې او اوسېدونکي يې اکثره په ازاد کاروبار بوخت دي.
 
سره رود: د سره رود ولسوالۍ، چې د جلال اباد ښار لوېديځ خوا ته په لس کيلومترۍ کې پرته ده، اوسېدونکي يې تر ډېره په دري ژبه غږيږي. ياده ولسوالۍ له جلال اباد ښار سره ګډه پوله لري، کرنيزه ځمکه او نورې وړې کارخانې هم لري. د شاه فيض الله اغا لرغونى مزار او د بودايانو د وخت لرغونې هستوپې او سمڅې په همدې ولسوالۍ کې موجودې دي.
 
چپرهار: چپرهار د جلال اباد ښار سوېل ته پرته ولسوالۍ ده، چې له بهسودو او مرکز جلال اباد سره ګډه پوله لري. ياده ولسوالي د جلال اباد ښار په ١٥ کيلومترۍ کې پرته او ګڼ نفوسه ولسوالۍ ده.
 
خوګياڼي: د خوګياڼو ولسوالۍ، چې مرکز يې د کږې بازار دى، د جلال اباد ښار سوېل لوېديځ ته په ٢٠ کيلومترۍ کې پرته ده. د يادې ولسوالۍ ځينې سيمې د اوبو له کمښت سره مخ دي، ياده ولسوالۍ يوې خوا ته له سپين غر سره هم پوله لري او هوا يې د ننګرهار د نورو سيمو په پرتله سړه ده او خلک يې تر ډېره په کرنه او ازاد کاروبار بوخت دي.
 
هسکه مېنه: د هسکې مېنې ولسوالۍ د جلال اباد ښار سوېل ته پرته ده، غرونه او غونډۍ په کې ډېر دي او له پاکستان سره لنډه پوله هم لري او بلې غاړې ته يې د کوټ ولسوالۍ پرته ده. د دې ولسوالۍ په لوړو غرونو کې جلغوزي ډېر پېدا کېږي.
 
پچيراګام: پچيراګام د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار په سوېلي څنډه په ٣٥ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده، چې له چپرهار سره نږدې پوله لري. دغه ولسوالي ډېرې حاصل خېزه ځمکې لري او خلک يې اکثره په کرنه بوخت دي.
 
شېرزاد: د شېرزادو ولسوالۍ د جلال اباد ښار لوېديځ ته موقعيت لري. ډېرې کرنيزې ځمکې لري او د اوسېدونکو اقتصاد يې ښه دى. دغه ولسوالي له حصارک او خوګياڼو سره ګډې پولې لري او له مرکزه نږدې ٦٠ کيلومتره لرې پرته ده.
 
حصارک: حصارک د جلال اباد ښار سوېل لوېديځ ته په ١٢٠ کيلومترۍ کې لرې پرته ولسوالۍ ده، له ګاونډي ولايت خوست سره شريکه پوله لري. د يادې ولسوالۍ ډېرى اوسېدونکي په مالدارۍ او ازاد تجارت بوخت دي. د دې ولسوالۍ له لارې کابل ته د لته بند سړک غځېدلى دى.