ننګرهار والي پيژندنه

ښاغلی حیات الله حیات له اره د ننګرهار ولایت د خوږياڼو ولسوالۍ اوسيدونکی دی، چې په کال ۱۳۵۲ هجري شمسي کې یې د ښاغلي حاجي ملک پاچا په کور کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې.
نوموړی له یوې دینداره او روحاني کورنۍ سره تړاو لري، چې د زده کړو پیل یې د خپل کلي په جومات کې د الف باء له سیپارې وکړ.

Image may contain: 1 person, beard

ښاغلي حیات خپلې لومړنۍ زده کړې په خوږياڼو ولسوالۍ کې ترسره او بیا وروسته لکه د نورو هیوادوالو یې هجرت وکړ؛ نو پاتي زده کړې یې د هجرت په دیار کې ترسره کړې.
ښاغلي حیات الله حیات په حقوقو او ادبیاتو پوهنځیو کې تر لیسانس کچې زده کړې او هم یې په اداره او منجمنټ کې ماسټري کړې ده.
هغه په نړیوالو او ملي موسساتو کې په ملي او نړیواله کچه د کار شل کلنه تجربه لري او د کار ډیره برخه یې بشري حقونو، ماین پاکۍ او بشري مرستو اړوند ده.
ښاغلي حیات الله حیات د رسمې چارو ترڅنګ د ولس هوساینې لپاره مدني فعالیتونه هم کړي، چې د خپل ویښ او فعال شخصیت په اساس د مدني ټولڼو د ګډ کاري ګروپ د سکرتر جنرال او هم د مدني ټولنو د همغږۍ مرکزمنتخب رئيس ټاکل شوی دی.
نوموړي په ټولنه کې د فعال حضور او ښو فعالیتونو په اساس دغه راز د خوږياڼو ولسوالۍ د سراسری شورا رئيس په توګه هم خپله دنده ترسره کړې ده.
ښاغلي حیات الله حیات تراوسه د نړۍ څلور دیرش هیوادونو ته سفرونه کړي او په دوه ویشت نړیوالو کنفرانسونو کې یې ګډون کړی دی.
هغه د هېواد رسمي ژبو پښتو او دري ترڅنګ په دریو بهرنیو ژبو انګليسي، عربي او اردو هم بشپړ تسلط لري او روانې خبرې پرې کولای شي.
حیات الله حیات په کال ۱۳۹۴ کې د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې په وړاندیز او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني په منظورۍ د میدان وردګو د والي په توګه وټاکل شو.
ښاغلي حیات، چې میدان وردګو ولایت کې یې د ښې حکومتدارۍ اصل په اساس خپله دنده ترسره کړه، ولسونو له لورې ورته میدان وردګو ولایت کې د ښې حکومتدالۍ د بنسټ ایښودونکي لقب ورکړل شو.
بیا په کال ۱۳۹۵ کې د جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني په ځانګړې پاملرنه د هلمند د والي په توګه وټاکل شو، چې اوس ننګرهار لپاره د نوي والي په توګه ټاکل شوی او ډېر ژر به رسماً دنده پيل کړي.