حصارک

د حصارک ولسوالۍ لنډه پيژندنه
حصارک په ننګرهار کې شنه  او کرکېلې لپاره یوه مناسبه ولسوالي  ده،  چې شپږو  لویو درو دې سیمې ته ځانګړې طبعې ښکلا  او جغرافیوي ارزښت بښلې ده. 
ددې سیمې ډیری ځمکې له کاریزونو او چینو څخه خړوبیږي، یواځې اب زنګیانی، او لاجړ ۳ درې يې د سپین غر له  یخو واورو له اوبو څخه خړوبیږي.  
دغه ولسوالي له مرکز جلال اباد ښار څخه نږدې ۷۵ کیلومتره مربع لېرې پرته ده، چې ختیځ ته يې دشېرزادو ولسوالي، لویدیځ ته يې دکابل ولایت اړوند د خاک جبار ولسوالي ، شمال ته يې سروبي ولسوالۍ جګ دلک او تورغر، او جنوب ته يې دلوګر ولایت مربوط ازرې ولسوالي موقعیت لري. 
د حصارک ولسوالي عمومي مساحت ۷۵۶ كيلومتره مربع ده چې ۵۵۵۶هکتاره کرنیزه، ۶۶۱ هکتاره يې للمي او ۶۶۱ هکتاره ځمکه يې پر طبعي ځنګلونو پوښل شوې ده. کتونکي وايي چې اوسمهال د دغه ولسوالۍ  ګڼ شمېر ځنګلونه د قاچاقبرو له خوا د ارو او تبرګو ښکار کیږي او ګاونډیو هېوادونو ته په ناقانونه توګه لیږدول کیږي.  
په دغه ولسوالۍ ۹۵ قریو شتون لري، چې مشهورې يې غوږیزه، ناور، مرغونډۍ، راغه، زرېخیل، اب زنګیاني او داسې نورې دي،چې دا مهال په کې  ۲۷۲۰۰ كورنۍ  ژوندكوي، په عمومي ډول ددغه ولسوالۍ خلک غریب دي، چې ۱۶۰۱  وکړي يې په کرنه بوخت دي او پاتې خلک يې په ازاد کاروبار ، تجارت او بیلابیلو ادارو کې پر  رسمي او نا رسمي دندو مصروف دي. د دغه ولسوالۍ زراعتي پيدا وار غلو دانو کې غنم، جوار، وریجې، په سبزیجاتو کې پالک، ګلپي، تورۍ ، کدو، په شنو مېوو کې مالټه، مڼه، انار، زردالو، شفتالو ، ګيلاس او په وچو مېوو کې چلغوزي، چارمغز، پيسه او بادام دي.  
دغه ولسوالۍ کې  یوه محلي ، دعلماء او د ځوانانو شوراګانې  وجود لري.  په حصارک ولسوالۍ  کې بیلابیل قومونه میشت دي،  چې مشهور يې معروف خیل او جبار خیل دی. ډیر خلک يې نرم مزاجه او امنیت خوښوونکي او میلمه پالې دي. دغه ولسوالۍ کې ۹۲ بابه جامع مسجدونه او په سلهاو نور داسې مساجد وجود لري چې پنځه وخته لمونځ په کې ادا کیږي. 
په دغه ولسوالۍ کې شاوخوا ۴۵ سلنه خلک باسوداده دي، دمګړۍ په دغه ولسوالۍ کې دنارینو اته لېسو، ۶ منځنو  ښوونځو، ۱۳ لومړنيو ښوونځو،یو درالحفاظ، یو دارلمعلین  او د وه مدرسو کې ۹۹۷۹ زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي. په همدې ډول د ټولې ولسوالۍ په کچه یواځې د نجونو دوه لېسو کې ۶۵۷۹ زده کوونکې  شتون لري. یاشمېر زده کوونکو ته د ۲۸۵ نارینه ښوونکو له خوا د تدریس چارې پر مخ وړل کیږي. 
په یاده ولسوالۍ کې اوسمهال دواب ، حصارک(رغه) او سیاب سره میاشت درې روغتیايي مرکزونه او کلینیکونه شتون لري، چې په یادو روغتیايي مرکزونو کې دامهال (۴۲) نارینه او ۱۲ ښځينه صحي کارکوونکي،نرسان، فارمسست، لابرانت،واکسیناتوران، ډاکټران او تکنیشن فارمسي په کې پر دندو بوخت دي. 
په دغه ولسوالۍ کې دمیاعمر صاحب زیارت، چې  هره ورځ ګڼ شمېر مسلمانان دغه  زیارت ته ورځي، په ورته وخت کې  دیوانه ګل بابا سیمه شاوخوا ۳۰۰ کاله تاریخي لرغونتیا لري.