پچير اګام

پچیر اګام ولسوالۍ  کې توره بوره  نړیوال شهرت لري.  
پچيراګام دننګرهار ولایت  دسپين غر په جنوبي لمنو کې هغه  دوهمه درجه ولسوالي  ده، چې د پراخه سړځاینو او ارشوګانو په لرلو سربیره پر ځنګلونو  پوخل شوې ده. 
دغه ولسوالي  ۳۵۸ کیلو متره مربع  مساحت لري او د بحر له سطحې څخه (۱۳۵۰) متره لوړ والی په لرلو سره له  مركز جلال اباد ښار څخه  ۳۵ كيلومتري كي ليري پرته ده.
د پچیر اګام ولسوالۍ  شمال ته  د چپرهار ولسوالي، ختیځ ته يې د هسکې مینې ولسوالي، غرب ته يې خوګیاڼو ولسوالي او جنوب ته يې د سپین غر ولسوالي موقعیت لري.
دا مهال په دغه ولسوالۍ کې  ۱۸۶۶۶،    كورني  میشت دي، چې ۵۱۱کورنۍ يې په کرونده  او پاتې کورنۍ يې په سوداګرۍ ، صنعت دوکاندارۍ او دولتي ادارو کې پر دندو بوخت دي.
 په دې ولسوالۍ کې   ۲۲۷۷ قطعه ځمکه  شته چې ددې جملې څخه يې   ۳۶۰ هکتاره زراعتي ځمکه او ۱۹ زره جریبه  طبعي ، چې د ډول ، ډول مارغانو، ښې هوا او  چکر لپاره يې مناسب چاپیریال رامنځ ته کړی او د ګڼو سیلانیانو د توجه وړ کرځیدلی دی. 
یاده ولسوالي ۱۳ لويې  او ۷۰ کوچنۍ قریې لري، چې د ځنګونو د تکثیر او میوه لرونکو  ونو د روزنې لپاره یوه مناسبه ولسوالي ده. مشهورې قریې يې:  لاندې صبر، سلمان خیل، زمره خیل، مورګۍ ، پچیر سفله، او لنډه خیل نومیږي . 
دغې ولسوالۍ دسپین غر درې تنګي موجود دي، چې عبارت دي له اګام،پچیر او هزار ناو . په دغو تنګیو کې د سپین غر سیینې واورې ویلې کیږي او پچیراګام ، چپرهار، هسکې مینې او روداتو څلورو ولسوالیو ته پراخه دایمي اوبه ورکوي. 
په دې ولسوالۍ کې دیوه د  ځوانانو، یوه د علماو ، یوه انکشافي او یو شمېر محلي شوراګانې شتون لري، ۹۸ سلنه وګړي يې پښتانه دي او سلمانخیل، ګټه خیل، وردګ، وزیرخروټي، اندړ او یو شمېر نورو قومونه میشت دي. پچیر اګام ولسوالۍ کې ۶۶ لوی جامع او تر سلو زیات واړه مسجدونه شتون لري . 
دې ولسوالۍ په وروسیتو کلونو کې د پوهنې له پلوه ډېر پرمختګ وکړ دا مهال په کې دهلکانو ۳۸ لیسې، منځني ښوونځي، لومړني ښوونځي، مدرسه،  درالحفاظ،الحاقیې او یوه مسلکي ښوونځي شتون لري چې (۱۱۹۵۷) زده کوونکي په کې پر زده کړو بوخت دي، په همدې ډول د نجونو یوه لېسه او یوه ابتدایه شتون لري، چې (۷۲۷۳) ښځینه زده کوونکي په کې پر زده کړو مصروفې دي.
په عین حال کې ددې ولسوالۍ روغتیا ته هم پاملرنه شوې چې دمګړۍ په کې دپیچر اګام لس بیستریز روغتون، سلیمان خیلو ، ګیره خیلو او  پچیرڅلور کلینیکونه او روغتیايي مرکزونه په کې شتون لري، چې دوه دایمي امبولانسونه لري. په یادو روغتیايي مرکزونو کې دامهال (۷۷) نارینه او ۱۵ ښځينه صحي کارکوونکي ، نرسان، فارمسست، لابرانت،واکسیناتوران، ډاکټران او تکنیشن فارمسي په کې پر دندو بوخت دي او د ورځې په اوږدو کې د سلهاو ناروغانو درملنه په وړیا ډول تر سره کوي.  
په پچیر اګام ولسوالۍ کې یو شمېر تاریخي او لرغونې سیمې شتون لري؛ خو توره بوره ددې سیمې هغه مشهوره تاریخي سیمه ګڼل کیږي، چې تل د جهاد په کلونو کې د جګړې تود سنګر پاتې شوی دی.
دلته لوی، لوی سمڅې شتون لري، د په اوسني وخت کې يې ځکه نړیوال شهرت خپل کړی،  چې د دوی په ګمان د القایدې شبکې مشران دلته پټنځایونه جوړ کړي وو. امریکا او د دوی متحیدینو هر شپه د بې دوه پنځوس ډوله الوتکي پر مټ دغه سیمه بمباروله،  تر څو د د القایدې مشران له منځه ویسي ، ان تر دې چې د کره راپورنو او عینې شاهدانو په وینا چې دوی دلته زهري کازي بمونه هم استعمال کړي دي.