چپرهار

چپرهار ولسوالۍ  د ولایت په کچه  د پوهنې ځلاند نوم ګټلی .
 
چپرهار دننګرهار  لوېدیز ته  (۱۵ ) کیلو مترۍ کې پرته ولسوالي ده، چې ډېری وکړي يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
دغه ولسوالي د ختیځ طوالبلد ۷۰ درجو ۳۴ دقیقو ،  ۵۷ ثانیو   او دشمالي عرض البلد په ۳۴ درجو ، ۷ دقیقو او ۲۲ ثانیو  تر منځ پرته ده، چې شمال ته يې د هډې میکانېره فارم ، جنوب ته يې د روداتو ولسوالي ، غرب ته يې پچیر اګام او شرق ته يې د هډې تاریخي سیمه موقعیت لري. د دغه ولسوالۍ  (۱۸۵) کیلو متره مربع مساحت لري.
چپرهار کې ( ۱۶۰۸۰) قطعه ځمکه لري، چې یواځې ( ۴۱۱۸) هکتاره ځمکه يې دکرنې لپاره مناسبه ده خو له کرنیزې ځمکې څخه يې للمي هغه ډېر دي، چې دامهال په کې (۸۶۰۴) کورنۍ ژوند کوي، چې له دې جملې څخه يې (۳۳۲۸) وکړي په کرنه بوخت دي. ددې ولسوالۍ ابادې  ځمکې په اوړي کې د سپین غر له اوبو څخه سرچینه اخلي؛ خو په اوړي او ټولیزه توګه يې د اوبو ډیر اړتیا له کارېزونو پوره کیږي. 
چپرهار  دېرش لوې  قریو کې  ۳۸ جامع  مسجدونه لري، چې مشهورې يې د سرې قلا، دولتزو، ډاګو، ګوداره، حافظانو ، کنډي باغ، ماڼو  او لندن دي. په دغه ولسوالۍ  یوه د علماو شورا، یوه کلیوالي شورا ، یوه ځوانانو شوار او یوه قومي شوار شتون لري، چې د اړتیا پر مهال د خلکو تر منځ ستونزې دجرګې پر مټ حلوي.  
په دغه ولسوالې کې د بلا تاریخي زیارتونو په شتون سربیره د کافر قلا شاوخوا ۵۰۰ کلن تاریخي لرغونتیا لري. د سیمیزو خلکو په وینا دلته به پخوا هندوان اوسیدل له همدې امله ورته د کافر قلا یا هم غونډۍ ویل کیږي . دا قلا تاریخي ماڼو کلي په څټ  د شاوخوا ۱۰۰ متره په پلنوالي او شاوخوا ۲۰۰ متره په اوږدوالي پرته ده.
چپرهار دننګرهار نورو ولسوالیو په څېر تل د هېواد بیارغونې او سوکالۍ لپاره پياوړي علماء، سیاستوال ، ادبپوهان او ګڼ موارخین ټولنې ته وړاندې کړي ، لکه:  نصرت حافظ، سید طاهربینا، غلام رحمن (جرار) او سلام بیدار چې تل يې د خپلې پوهې په برکت د ټولنې د ترقۍ لپاره نه ستړي کیدونکي هلې ځلې کړي دي.
په دغه ولسوالۍ کې د نورو ولسوالیو په څېر ډېر خواره واره قومونه میشت دي؛ خو ډیر يې شینواري، مومند، معروف خیل، ترکي، او دولتزي قومونه دي.
چپرهار ولسوالۍ کې پخوا یواځې د ولسوالۍ په کچه یو روغتون د چپرهار( اخندزاده ګان) په نوم ودان وو؛ خو د  نوي حکومت په جوړېدو سره په دغه ولسوالۍ ترېلې،ګلدره، ماڼو او سنګینې قریو کې څلور بیلابیل روغتیايي مرکزونه رغول شوي دي، چې دامهال په کې ۱۲۰  تنه نارینه او ښځينه ډاکټرانې ، نرسان، قابلې، او نور صحي کارکوونکي پر دندو بوخت دي.
یادې ولسوالۍ ته د پوهنې په برخه کې هم د پام وړ توجه شوې ده، اوسمهال په کې ۶۱ بیلابیلو ښوونځي، مدرسي او دیني  مرکزونه شتون لري، چې له دې جملې څخه يې ۱۹ د نجونو او پاتې د هلکانو لېسې، متوسطې ، ابتدايي، مدرسې ، سودازده کړې کورسونه، او دارالحفاظونه دي، چې (۲۲۴۶۷) هلکان او (۱۵۱۱۷) نجونې په کې پر زده کړو بوخت دي.
که څه هم چپرهار جلال اباد ښار ته نږدې موقعیت لري؛ خو بیا هم نسبا په ننګرهار کې ناارامه ولسوالي ده، چې د ولسي خلکو په خبره دولت ضد وسله والو په کې سخت نفوس لري او یو ډول ناامني يې زیږولې ده.