خوږياڼي

خوګیاڼو ولسوالۍ کې  غیرتي  خلک میشت دي. 
 
خوګیاڼو ولسوالۍ دننګرهار له مرکز جلال اباد ښار څخه نږدې  ۳۸ كيلومتره ليري پرته ده، چې شمال ته يې د سره رود ولسوالي، ختیځ ته يې شینواري، شمال ته يې دسره رود ولسوالي،  لویدیځ ته يې دحصارک ولسوالۍ، جنوب ته يې قرمه ایجنسۍ او دډیورنډ کرښه موقعیت لري. 
عمومي مساحت يې ۵۷۸ كيلومره مربع دي ،۸۰۰۰ هكتاره زراعتي ځمكه لري ، په ۳۲ قريوكې دري لكه ۳۰۰۰۰۰ نفوس لري. 
یاده ولسوالۍ شاوخوا ۱۵۰۰ جریبه پر ځنګلونو پوښلې ځمکه لري، چې دنښترو،جلغوزیو او نورې ډول ډول ونو پر درلودلو  سره يې دې سیمې ته يې ځانګړې ښکلا او جعرافیوي موقعیت وربښلی دی. 
 
د دغه ولسوالۍ د نوم په اړه بیلابیل روایتونه شتون لري، سمیز خلک وايي چې پخوا دې ولسوالۍ ته له یوې سیمې یو خوږ راغلی او په یوه کور ورننوت چې هغوي وساته، پناه يې  وکړه او غیرت يې پرې کړی. دوی زیاتوي چې د وخت په تېریدو سره د همدې غیرت او خوږ ساتنې له امله نوم خوګیاڼي شو؛ خو یو شمېر مؤرخین په دې نظر دي چې دا روایات  تر ډېر په خیالي ډول له یوه نسل څخه بل نسل ته راپاتې دي،  نه کوم تاریخي لرغونتیا لري او نه هم  کوم علمي شالید لري.
دا نقلونه له دې امله په دې سیمه کې راپیدا شوي چې دوی ډېر غیرتي قومي دی او په خپله خبره دومره ټينګ ولاړ او بې باکه دي، چې ډیری وخت يې په خپلمنځیو اختلافاتو کې تېر کړ.
 
دخوګیاڼو ولسوالۍ تاریخې سیمې توده چینه، ارغچ چینه او د مېملې باغ دی، چې شاجهان پاشاه خپلې لور نیملې ته د تفریح لپاره جوړ کړی وو. په دې باغ کې چینارونه ډېر مشهور دي.
 
ددې سیمې له نیمیايي ډېر خلک پر کرونده وبوخت دي، یو شمېر خلک يې په حکومت او سوداګريزو چارو  بوخت دي. دغه ولسوالۍ کې  اوسمهال دخوګیاڼو روغتون، میمله، لوخۍ، وزیرپيره خیل، وزیر تنګی، او  وزیر ټټنګ  شپږ روغتیايي مرکزونه او کلینیکونه شتون لري. په دغو مرکزونو کې (۲۹۲) ډاکټران، نرسان، واکسیناتوران ، قابلې او خدمتي کارمندان پر دندو بوخت دي.د دغه ولسوالۍ مهم کرهنيز پيداوار  غنم ،وريجې، غوزان، توتان، ممپلي  ،جوار ، بنډۍ ،فاصله او داسې نور ورته توکي دي، چې زياته برخه يې جلال کوټ او کابل ته د خرڅلاو لپاره وړل کيږي.
 
  په دغه ولسوالۍ کې دامهال یوه انکشافي شوار ، یوه د علماو شوار، یوه د ځوانانو ، ۱۲۰ جامع جوماتونه او شاوخوا ۳۰۰  بابه نور لوی او واړه مسجدو په کې شتون لري.
 
 خوګیاڼو ولسوالۍ کې اصلا شېرزاد، خربونی او وزیر درې پلاره اووسیدل؛ خو د وخت په تېریدلو سره دلته نور قومونه، لکه: بربه، خراخیل، بارک،درمان، بوبوخیل او لقمانیخیل میشت شوي دي.
 دخوګیاڼو ولسوالۍ مرکز کږه نومیږي او د ۳۲ لویو قریو درلودونکې ده، چې مشهور يې لوخۍ، وزیر،زاوه، حکیم اباد، پيره خیل نور دي.
 
دغې ولسوالۍ کې (۷۴) دزده کړې  روزنیز مرکزونه دي چې له دې جملې څخه يې یواځې  په (۲۲) لېسو ، منځنو  او لومړنيو  ښوونځيو کې ۱۵۹۲۵ ښځينه زده کوونکي او په (۵۱) ښوونځیو،دینې مدرسې،دالحفاظ کې 
(۳۳۸۱۲) زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي. 
دې ولسوالۍ کې د لیکوال شاعر قتیل خوږیاڼي، پاینده محمد او دسیاست په ډګر کې د سید یوسف میړنۍ  په څېر په سلګونو  د  خپل وخت مشهورو څېرو خاپوړې کړي چې ساری يې په هېواد کې نه لیدل کیږده.