شيرزاد

شېرزاد د نړۍ  د مشهورو کانونو مرکز دی. 
شېرزاد یوه له هغه سرحدي ولسوالیو څخه شمېرکیږي، چې له مرکز جلال اباد ښار څخه نږدې ۶۰ کیلو متره لېرې فاصله لري.
د سیمیزو چارواکو د معلوماتو پر بنسټ د دغه ولسوالۍ عمومي مساحت ۵۸۳کیلو متره مربع اټکل شوی، چې دکرکېلې لپاره ۴۱۲۶ هکتاره  مناسبه زراعتي ځمکه لري،۱۹ سوه جریبه ځمکه يې  پر طبعي ځنګلونو پوښل شوي، چې دې سیمې ته يې خاص جغرافیوي اهمیت بښلی دی.
 په شیرزادو ولسوالۍ کې هر ډول کرنیز توکي ښه وده کوي . پر غلو، دانو سربیره يې جلغوزي، چارمغز، توت، پيسه او یو شمېر نورې وچې مېوې ډېر شهرت لري. 
 دښیرزادو ولسوالۍ مرکز ماماخیل نومیږي،او په  ۱۵ لویو قریو کې ۲۰۹۰۰ کورنۍ ژوند کوي. مشهورې قریې پيټلاو، اشپان، توتو، ګنډۍ، نرۍ جبه، کندومک، بلال خیل، کودې خیل ، مرکې خیل....او داسې نورې دي. 
 په دغه ولسوالۍ کې  ۲۲۷۹ وګړي په کرکیله بوخت دي او پاتې نور وکړي يې په سوداګرۍ،ازاد کاروبار ،  دولتي او نادولتي ادارو کې پر دندو بوخت دي.
دشېرزادو ولسوالۍ ختیځ ته دخوږیاڼو مرکزي ولسوالي، لویدیځ ته يې دحصارک ولسوالي، شمال ته يې سره ردو او تور غر ،  جنوب ته يې دپاکستان قرمې ایجنسۍ موقعیت لري، چې د یادې سیمې سره نږدې ۱۰۰ کیلو متره ګډه  غرنۍ سرحدي پوله لري.  
دغه ولسوالۍ کې  یوه محلي ،دقومي مشرانو ۴۵ کسیزه ، دعلماء یوه  انکشافي او د ځوانانو یوه سرتاسري شورای وجود لري.  په شېرزادو کې بیلابیل قومونه میشت دي،  چې مشهور يې شېرزاد، مرکي خیل، ماماخیل، لقمانخیل پټله وال او یو شمېر نور دي.ټول وګړي يې په پښتو ژبه خبرې کوي.   ډیر خلک يې پر شخصي تربګنیو اخته دي، اکثره شخړې يې  يې جرګو  پر مټ د قومي سپين ږیرو له خوا  حل وفصل کیږي. 
دغه ولسوالي په ننګرهار کې نبستا ناامه ده او تر دامهاله يې د لوې لارې سړک هم د ناامنیو له امله نه دی پوخ شوی. 
د شېرزادو ولسوالۍ  مرکي خیلو او کودې خیلو سیمې د نړۍ په کچه مشهور د شوکاڼي او سنګ مرمرو پراخه معدنونه لري، چې دامهاله سوداګر د ماليې په بدل کې د ورځې په اوږدو کې په لسهاو لارۍ شوګاڼي او مرمر راباروي او په جلال اباد ښار يې تر پروسیس وروسته  ترې ډول ډول تعمیراتي توکي جوړوي او په لوړ قیمت يې پلوري. عینې شاهدان وايي چې قاچاقبرو په ناقانونه توګه کانونه استخراجوي او پر ګاونډیو هېوادونو يې په ډېره ارزانه بیه پلوري. کارپوهان وايي چې شوکاڼی (تلک) په طبعیت کې په ۹۲ قسمه استعمالیږي، چې د صابون پر جوړولو سربیره په روغتیايی برخه کې ترې ډېره ګټه پورته کیږي. دوی وايي که دغو کانونو ته د پروسیس ماشوینونه ولګول شي نو لېرې نه ده چې د نړۍ په کچه به مارکیټونو ته لاره پيدا کړي. اوسیمهال یواځې دغه معدنونو څخه په تعمیراتو جوړونو کې ګټه پورته کیږي.   
په یاد ولسوالۍ کې د ګندومک معاهده ځانګړی تاریخي ارزښت لري چې د امیر یعقوب خان د واکمنۍ پر مهال لاس لیک شوې وه. تاریخي سیمې يې چار چنارسیمه چې لرغونتیا يې امیر دوست محمد خان تر واکمنۍ پورې رسیږي، ماماخیل سپين جومات چې دغازي امان الله خان په وخت کې جوړ شوی، فرهنګي باري او یو شمېر نورې سیمې د یادولو وړ دي. 
دې سیمې د تاریخ په اوږدو کې نوموتي اشخاص په خپله غیږ کې روزلي چې مشهور يې عبارت دي له  دیني عالم عبدالمجید کدیخیلی،ملک قیس، جرنیل ولاجان، علاقه دار ، محمد عمرخان ، ملک محمد کمال ، وکیل غلام او ملک پاچا څخه دي. 
 
د دغې ولسوالۍ په سلو کې ۶۰ سلنه خلک يې غریب دي، او شاوخوا  ۴۰ سلنه خلک يې باسواده دي. دامهال په شېرزادو کې د نارینو ۹ لېسې، یو منځنی ، ۱۳ لومړني ښوونځي، ۲ مدرسې، یو دارالحفاظ، یوه الحاقیه او د نجونو ۲ لېسې، یو منځنی او یو لومړنی ښوونځي شتون لري، چې ۱۴۸۸۵نارینه او ۷۸۱۱ ښځينه زده کوونکو ته  په کې د ۳۸۰ نارینه او د دوه ښځينه ښوونکو له لورې د تدریس چارې پر مخ وړل کیږي. 
د جمهور ریس حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال ددې ولسوالۍ روغتیا ته هم ځانګړې پاملرنه شوې، چې اوسمهال په کې دنګړخیلو، توتو، ماماخیل، شندی توت، کوز اشپان، پيټلاو او بلاخیلو اوه  روغتیايي مرکزونه او کلینیکونه شتون لري، چې په یادو روغتیايي مرکزونو کې دامهال (۸۷) نارینه او ۱۹ ښځينه صحي کارکوونکي،نرسان، فارمسست، لابرانت،واکسیناتوران، ډاکټران او تکنیشن فارمسي په کې پر دندو بوخت دي .