سره رود

سره ردو ولسوالي د تاريخي اثارو  ټاټوبى دی.  
دسره رود ولسوالۍ  په ننګرهار ولايت کې د کرنې لپاره يوه مناسبه ولسوالي ده، چې د  مرکز جلال ابادښار په لس کيلو مترۍ کې موقعيت لري.
ددې ولسوالۍ ختيځ ته جلال اباد ښار ،لويديځ ته يې تور غر او دخوګياڼو ولسوالۍ ، شمال ته يې تورغر او دلغمان ولايت د قرغيو ولسوالي او جنوب ته يې د چپرهار او خوګيانو ولسوالۍ پرتې دي. 
سره ردو ولسوالي دطول البلد په (۰۷۰-۸۳-۸۷) او دشمالي عرض البلد (۳۴-۲۵-۷۸۵)درجو تر منځ موقعيت لري،  چې  د بحر له سطحې څخه  ۵۶۰ متره ارتفاع په درلودلو سره  شاوخوا   ۳۸۳ کيلو متره مربع مساحت لري او شاوخوا (۱۱۸۹۱) هکتاره زراعتي ځمکه لري. 
سيميزو چارواکو دمعلوماتو پر بنسټ  په  ياده ولسوالي کې دامهال شاوخوا ( ۱۸۰۰۰) کورنۍ ژوند کوي، چې له دې جملې څخه يې ۳ لکه (۶۰) زره  وکړي    باسوداه دي.
د درونټې  لرغوني ښار د جلال آباد په جنوب لويديز کې  تور غر  لړۍ د دي برخي په هواره سيمه کي پروت دي او د سرخرود رود يې له څنګه تيريږي او د تپه ماران په برخه کي د کابل د سيند سره يو ځاي کيږي ،
په درونټه کي د موريايي پاچا اشوکا د اخلاقي سپارښتنو د ډبر ليک سر بيره په دي ساحه کي ډېرې  زياتي استوپي،مجسمي، بودايي تاسيسات او د ګريکو بوديک د مدنيت او صنعت نښې  نښانې  ليدل کيږي.د درونټې  په بودايي ساحو کي بهرنيو ګويا لرغون پوهانو زياتي کيندنې کړي او ګران بيه لرغوني اثار يې ترې  لوټ کړي دي.په همدې ډول سلطان پور چي  اوسمهال د سره رود د ولسوالۍ مرکز دى، د بودايي زياتو اثارو او د بابا نانک د سيکانو د اختر له مخې خورا مذهبي اهميت لري، په سلګونو سيکان هلته دخپل ويساک (کوچني او لوى اختر) مراسم په کال کې دوه وارې خورا په تودو ولولو لمانځي ..  د سلطان پور په سل ګونو ستوپي هم يو شمېر قاچاقبرو  کيندنې کړې  او بډايه اثار يې لوټ کړي دي.
همدا رنګه د سره رود ولسوالۍ د چار باغ، د قلعه شاهي بتخانه،هجرت کلي، امرخيل کلي،برج ده مارانو،برج غيبي بابا ،  شاه ناصر او نغرک غونډيو ،  په سيمو کي د کيندونو په پايله کي زيات شمير اثار لکه د ستو کي، مجسمي او بتان  کشف او سرونه يې له تنو بيل او  بهرنيو ځواکونو ته يې قاچاقبرانو ملا وټړله او ځانونه يې پرې ښه ستړي کړل . سره ردو ولسوالي د شيخ مصري او چمتلې دوه بيلابيل ښارګوټې لري، چې  تر دامهال يې دچمتلې په ښارګوټې کې ۸ زره نومرې  او په شيخ مصري کې يې  ۶ زره راستانه شويو او بېځايه شويو کډوالو کورنيو ته يوه ، يوه نمره ځمکه ويشل شوې ده. ياده دې وي چې د چملتې ځينې برخې په يوې بلې ولسوالي خوګياڼو پورې هم اړونددي، مانا دا چې دچمتلې ټول ښارګوټي يواځې د سره رود ولسوالۍ نه دى. 
سره رود ولسوالي   يوه انکشافي، يوه ټولنيزه ، يوه علماو شورا ،۴۲ لوې کلي، ۸۵کوچني کلي، ۳۹بابه جامع مسجدونه،۸۹ بابه نور لوي اوواړه پنځه وخته جوماتونه او (۶۰) هديرې په کې شتون لري. 
په دې ولسوالۍ کې دامهال  (۲۰) بابه ليسې، (۳)بابه منځني ښوونځي ،  ( ۱۹) بابه لومړني ښوونځي  (۱)بابه دينې  مدرسه ، (۶۴) دچتکو زده کړو  کورسونه او يو دارلحفاط په کې  وجود لري، چې (۳۱۱۴۰) تنه نارينه ا و (۲۳۲۲۹) ښځينه زده کوونکې په کې پر زده کړو بوخت دي، چې د (۷۸۸) نارينه او ښځينه ښوونکو له لورې ورته د تدريس چارې پرمخ وړل کيږي.دسره رود ولسوالۍ په ټولو ښوونځيو کې دامهال ۱۴۷ اجيران او ملازيمان شتون لري.په دغه ولسوالۍ کې يو مرکزي کلينيک او څلور فرعي کلنيکونه په کليو کې شتون لري، چې ۲۱ ډاکټران په کې پر روغتيايي خدمتونو بوخت دي. په دغه ولسوالۍ کې جبارخيل، ستانکزي،  عرب، تاجک  معروف خيل ، امرخيل دوستو خيل، احمدزي ، خروټي، نيازي ، ناصري او يو شمېر نور  قومونه اوسيږي، چې نږدې  ۴۵ سلنه  خلک يې  د پوهې په ګاڼه پسولل شوي دي او ۵۵ سلنه خلک يې په سوداګري بزګري او مالداري بوخت دي .
دغې سيمې د تاريخ په اوږدو کې ليکوال، شاعر او دپښتو ادب ستر سر لاري او دسياست ډکر نوموتي شخصيت  استاد عبدالرحمن پژواک،  ستر ليکوال شاعرد کابل پوهنتون د ژبو ادبياتو پوهنځي استاد  او د لسګونو اثارو خاوند  عبدالله بختاني (خدمتګار) او يو شمېر نورې   مشهورې ، علمي او کاډوميکې څېرې  په  خپله غيږه کې روزلي دي.  ددې سيمې کرنيز محصولات غله جات لکه: غنم، جوار، شولې وربشې،دانباب لکه: لوبيا، مشک ، مېوه جات لکه:انګور، انار املوک ، دستروسو کورني( نارنج، مالټه، تورنج ليمو)  او نور ډول ډول کرنيز توکي دي، چې ښه حاصلات ترې په لاس راځي او بيلابيلو ولاياتو ته صادريږي . په دې ولسوالۍ کې د فتح اباد، سطانپور، بالاباغ، مستې خيل، چارباغ، موي مبارک، نغرک، امرخيل ، ککړک او شمشپور مشهور او لوي کلي دي.دسره ردو ولسوالۍ  ښکلې   جعرافيوي موقعيت امتياز په دې کې دي چې   کابل – جلال اباد لويه  ترانزيټي لاره يې په زړه کې تېره شوې ده.  دننګرهار ولايت پوهنتون او بريښنا کوټ  دغې ولسوالۍ  ښکلا يو په دوه کړې ده او ګنو سيلانيانو مخه يې ځان ته اړولې ده. په دغې ولسوالۍ کې درونټې سيمه د  ځوانانو پارک په لرلو او په هغې کې د ماهيانو اخلي پښلې له امله خاص شهرت موندلي،  چې د ورځې په اوږدو کې ډيري خلک د سيلا لپاره ورځي. په سرده رود کې د ديګ بخار،کرش ماشين ، کارتن سازۍ، ريکشا سازۍ،مابلو، چپسو، معدني اوبو جوړولو او المونيم سازۍ کارخانې شتون لري، چې نه يواځې  ددې سيمې ډيري ځوانانو ته  يې د کار زمينه مساعده کړې ،بلکې ددې سيمې سوداګرۍ ته يې قوت وربخښلى او  دغه سيمه يې پر تجارتي مرکز بدله کړې ده.