بهسود

بهسودو ولسوالي دپخواني تمدن ځانګو ده.
بهسود دننګرهار ولایت له  مرکز جلال اباد څخه نږدې څلور کیلومتره لیرې هغه شنه او سرسبزه   ولسوالۍ ده، چې دهډې تاریخې سیمې دلودلو له امله  دپخواني تمدن د مهمو ځایونو څخه شمېرل کیږي.
 د بهسودو تاریخي ولسوالي ۲۲۰،۵ کیلومتره مربع پراخوالی  لري، چې د ختیځ طول البلد د (۷۰۲۹۳۸۸)  او دشمالي عرض البلد ( ۳۴۲۴۷۸۱) درجو تر منځ موقعیت لري.
ددغې ولسوالۍ ختیځ لور ته بټي کوټ او  روداتو ولسوالۍ  ، شمال ته يې دښېوې او دلغمان ولایت اړوند قرغه يي ولسوالۍ، جنوب ته يې د چپرهار او روداتو ولسوالۍ او لویدیځ پلو ته يې دجلال اباد ښار او سره رود ولسوالۍ پرتې دي.
یاه  ولسوالي له تاریخي، مذهبي، سوداګریز  ، اقتصادي او ښکلي جعرافيي  اهمیت درلودلو له کبله دګڼو خلکو پام ځان ته اړولی دی.  د هډې لروغونې ښار د ګریکوبودیک مدرسې ته د بودايي طریقې د زده کړې لپاره د چین او یو شمېر نوررو هېوادنو شاګرانو  ددې سیمې  له  مبلغینو او بیلابیلو ښوونکو  زده کړه کوله او بیا به يې په چین کې مذ هبي تبلیغات خلکو ته رسول. د څيړنو له مخې د هډې له  استوپو څخه مجسمې او نور زیات شمېر تاریخي اثار لاسته راغلي دي، چې د کورنیو جنګ جګړو له امله یاد موزیم د یو شمېر قاچاقبرو له لورې دخاورو سره خاورې او  بیلګې يې اوسمهال  د کابل، فرانسې او انګلستان په مزیمونو کې لیدل کیږي. له دې پرته اوسمهال هم یاده سیمه دملا نجم الدین اخونزاده صاحب د زیارت له امله چې د افغاني مشهورو شیخانو څخه ګڼل کیږي زیات اهمیت لري، د هېواد بیلابیلو سیمو څخه هره ورځ ګڼ شمېر مسلمانان د ملاصاحب زیارت ته ورځي . په همدې ډول د دغې ولسوالۍ د بحر اباد څمڅې او د میاعلي بابا زیارت   هم ډېر تاریخي لرغونتیا لري. د کتونکو په اند د میاعلي  زيارت له نن څخه شاوخوا درينيم سوه  کاله دمخه د جلال اباد ښار ختيځ ته لس کيلو مترۍ کې د  دنوموړی ولسوالۍ اړوند د ثمرخيلو سيمه کې د پيرياني ناروغانو، بې اولاده ناروغانو ، عصبي ناروعانو او ځيلکونکو کوچنيانو  د درملنې په موخه جوړ شویو چې  لسګونه خلک هر ورځ د هېواد له ګوډ، ګوډد درملنې لپاره ورځي.  
د دې ولسوالۍ  تر ټولو ستر امتیاز په دې کې دی،چې دننګرهار  ۲۲ ولسوالیو  په پرتله  جلال اباد ښار سره نږدې موقعیت لري او  ۱۶ بیلابیلې ولسوالۍ  له ښار سره نښلولي دي او دغه راز يې  په لومړي پړوا کې له  بهرنیو ځواکونو  امنیتي مسولیت افغان ځواکونو ته سپارل شوې دي. 
د سمیزو چارواکو دمعلوماتو پر بنسټ دامهال په بهسودو  ولسوالۍ کې شاوخوا  (۱۷۱۷۲) هکتاره اوبه لرونکې او (۴۰۰) هکتاره للمي ځمکه شتون لري ، چې(۲۹۷۷۵۱) خلک په کې استوګن دي. یوه انکشافي شوار ،  (۱۰۰) کلیوالي شوراګانې ،۹۳ قریي، ۷۱ جامع جوماتونه او ۱۱۰ بابه نور لوی او واړه مسجدو په کې شتون لري. 
په دغه ولسوالۍ کې پښتانه، عرب، تاجک او پشه يي قومونه اوسیږي، چې یو شمېر خلک يې باسواده ، شتمن، سوداګر، او نرم مزاجه لرونکي دي. دغې سیمې د تاریخ په اوږدو کې  د پښتو ادب دپنځو ستورو سرلارې پوهان استاد صدیق الله ریښتین ، ولسي شاعر ملنګ جان بابا، میاعلي بابا او نجم الدین اخونزاده په څېرې مشهورې څيرې په  خپله غیږه کې روزلي دي.  
په دې ولسوالۍ کې (۱۴) بابه لیسې، (۷)بابه منځني ښوونځي ،  ( ۱۴) بابه لومړنی ښوونځي او  (۲)بابه دینې  مدرسې  وجود لري، چې (۳۱۷۷۸) تنه نارینه ا و (۱۵۰۷۱) ښځینه زده کوونکې په کې پر زده کړو بوخت دي، چې د (۹۴۰) نارینه او ښځینه ښوونکو له لورې ورته د تدریس چارې پرمخ وړل کیږي. د بهسودو ولسوالۍ اړوند  بیلابیلو ادارو کې  دامهال (۴۷) تنه مامورین او ۱۲۸ تنه اجیران پر دندو بوخت دي . ددې ترڅنګ دلته په  دوه بابه مرکزي کلینیکونه او په شپږ و فرعي کلینیکونو کې (۱۲) ډاکټران، (۱۲) نرسان او ۱۲ تنه اجیران دروغتیايي خدمتونو تر سره کولو لپاره پر دنده ګمارل شوي دي. 
دبهسودو ولسوالۍ په زړه کې د کابلي سیند بهیږي، چې نه یواځې دې سیمې ته يې طبعي ښکلا بښلې ، بلکې د پراخو اوبو له امله يې د ځمکو کر کیلې لپاره  ښه زمینه مساعده کړې له همدې امله ددې ولسوالۍ ډیری خلک  پر کرونده او مالدارۍ بوخت دي.  ددې سیمې کرنیز محصولات هندواڼې، ګلپيان، غنم، جوار ، اوربشي، الورچې، مالټې، سبزیجات او نور ډول ډول کرینز توکي دي، چې ښه حاصلات ترې په لاس راځي او بیلابیلو ولایاتو ته صادریږي .
دبهسودو ښکلې   جعرافیوي موقعیت ځانګړتیا په دې کې ده، چې  له یو شمېر سیمو يې د تورخم-جلال اباد  لویه  ترانزیټي  لاره تېره شوې ده. 
په یاده ولسوالۍ کې  دننګرهار هوايي ډګر او ددغه ولایت  د لوی ګمرک پر شتون سربیره د ولسوالۍ په کچه دترانسپورټ، عوایدو مدیریت، املاک، حقوق، مخابرات او ثبت احوال نفوس ادارې دعایداتي مدارکو لویه سرچینه ګڼلای  شو. 
په دې  ولسوالۍ کې د بهسودو پول شاوخوا  څلويښت  کاله دمخه د افغاني او روسي انجينرانو  له لوري د جلال اباد ښار په شمالي دروازه کې پر  کابلي  سيند د درې سوه يو شپته مترو په اوږدوالي رغول شوي، چې د کونړ ، نورستان پر ولایتونو سربیره د ننګرهار ولايت شپږ ولسوالۍ،بهسود، کامه، دره نور ، ګوشته، ښېوه او لعل پوره له جلال اباد ښار سره وصل  کړي دي.