کامه

کامه په ننګرهار کې د علم ټاټوبی ګڼل کیږي.
کامه په ننګرهار کې  يوه کرهنيزه، حاصل خیزه  ولسوالي ده، چې ځمکې يې  له كونړي سیند څخه خړیوبیږي او هر ډول فصل زرغونیدو ته چمو  او تیاره ده. 
د دغې ولسوالۍ لمر پرېوتو او سهيل خوا ته د کونړی څپانده سیند ، لمر خاته  ته  يې  هم نوموړي سيند، ختیځ لور ته يې د ګوشتې ولسوالۍ ، شمال ته يې د سرکنډ د غرونو سلسله موقعیت لري چې له مرکز جلال اباد ښار څخه نږدې ۲۵کیلومتره فاصله لري.  د یادې ولسوالۍ عمومي مساحت ۱۷۴ كيلومتره مربع  اټکل شوی، چې  شاوخوا  ( ۱۹۰۰۰ ) هكتاره کرنېره  ځمکه لري، چې شاوخوا (۱۵۰۵۷) کورنۍ په کې اوسیږي چې له دې جملې څخه يې   ۶۲۶۰  وکړي په كرنه بوخت دي او پاتې هغه يې سوداګري  او دولتي دندې تر سره کوي.
دكامي ولسوالۍ  مرکز سنګر سرای نومیږي او د ۵۴ لویو قریو درلودونکې ده، چې مشهور يې شېرګړ، ماماخیل، ده طاهر، ده غازي، زر شوی، ګهیک، لنډه بوچ، قلعه اخونداو ..... نور دي. د دغه ولسوالۍ د نوم په اړه بیلابیل روایتونه شتون لري، سمیز خلک وايي چې پخوا په دې ولسوالۍ کې بیلابیلو قومونو اوسید چې  له امله دغه ولسوالي  د هرقامې په نامه یادیده ، د دوی په ټکو د وخت په تېریدو سره ترې کامه جوړه شوه؛  خو یو شمېر نور بیا دې ولسوالۍ د نوم وجې تسمیې په اړه وايي چې د دې ولسوالۍ جعرافیوي موقعیت د ویرګول یا کامې په شکل دی،  نو ځکه ورته کامه وايي.  دامهال په نوموړې ولسوالۍ کې ساپي، دوراني،  ابراهیم خیلو احمد زي، عرب ، اخوندزادګان  ،میاخیل ، مومندو  او په لسګونو نور قومونه استوګن دي.  دغې ولسوالۍ کې (۳۲) لېسې، دارلحفاظونه، الحاقیه مدارس، دزراعت مسلکې لېسه ، منځني او لومړني ښوونځي وجود لري، چې له دې جملې څخه يې یواځې  په (۳)لېسو ، (۲) متوسطو او یوې الحاقیه کې ښځينه زده کوونکي پر زده کړو بوختې دي.د علم او فرهنګ په برخه كې ورته د ادب د آسمان ستوري قيام الدين خادم صاحب  يونان ويلو.کامه کې د  خداي بښلو علماو څخه مراد علي صاحب لومړي ځل لپاره  تفسير يسيرپه پښتو ژبه ولیکه ، محمد موسي شفيق ، مولوي محمد ابراهيم کاموي، د دېوبند فاضل مولوي محمد شریف ،  مولوي غلام نبي کاموي ،محمد اكبر پامير ،پوهان قاري محمد نظیف ، استاد محمد آصف صمیم ، ،امان الله سيلاب، عبدالمتين تسکين ، شيفته مل کاموال، مولوي فضل غني كاموال ، شیخ الدیث مولوي میاجان او داسې په سلګونو نور  علماء ، سیاست پوهان ، شاعران، لیکوالان او نوم وتي شخصیتونه تېر شوي،  چې جوړه يې په ټول افغانستان کې کمه ليدل کيږي.دغه ولسوالۍ کې  اوسمهال دکامې روغتون، زاخیلو، لنډه بوچ  اوسنګر سرای څلور روغتیايي مرکزونه او کلینیکونه شتون لري،  چې دکامې لوی روغتون پنځوس بستره لري . په یادو ټولو صحي مرکزونو کې (۱۰۲) تنه ښځينه او نارینه  روغتیايي کارکوونکي، ډاکټران، قابلې او خدمتي کارمندان پر دندو بوخت دي.د دغه ولسوالۍ مهم کرهنيز پيداوار  غنم ،وريجې، ګني ،جوار ،پنبه ،موټ دي اوپه سبزيجاتو کې بنډۍ ،فاصله ،الوګان ،کچالان ،پياز،بادرنګ ،رومي اوتوربانجان دي، چې زياته برخه يې جلال کوټ او کابل ته د خرڅلاو لپاره وړل کيږي. بزګران له دي لارې خپلې اړتياوې پوره کوي.  د ژمي په موسم کې له ګنيو څخه په ګاڼيو كې ګوړه جوړوي او بيا يې سوادګرد خرڅلاو لپاره جلال کوټ او کابل ته وړي.د غنمو په حاصل کې ورته خلک وړه امريکا وايي ، ځکه چې د کامې غنم نه یواځې کامه والو ته بسنه کوي، بلکې نورو ولایتونو ته هم لیږدول کیږي.  په دغه ولسوالۍ کې دامهال یوه انکشافي شوار ،  (۸۰) کلیوالي شوراګانې ، ۱۰۰ جامع جوماتونه او ۲۰۰ بابه نور لوی او واړه مسجدو په کې شتون لري. 
یاسر شریفي له ننګرهار ه