کوز کونړ

ښېوې ولسوالي په ننګرهار کې د دوو ولایتونو دروازه ده . 
د کوز کونړ یا ښیوې ولسوالي په ننګرهار کې هغه شمالي ولسوالي ده، چې تر ډېره ځایه په کې   د کونړ سیند  مستې څپې بهیږي.
دغه ولسوالي له مرکز جلال اباد ښار څخه شاوخوا ۲۷ کیلو متره فاصله لري، چې ختیځ لور ته يې دکونړ ولایت، شمال ته يې لغمان او دننګرهار دره نور ولسوالي، لودیځ ته يې لغمان او دننګرهار بهسودو ولسوالي، جنوب پلو ته يې دکامې او ګوشتې ولسوالي موقعیت لري. یاده ولسوالي په جنوب کې ګوشتۍ ولسوالۍ ته څېرمه د سرکنډ سیمه کې  له ګاونډي هېواد پاکستان سره شاوخوا (۱۴)  کیلومتره سرحدي پوله لري.
سیمز چارواکي وايي چې دغه  ولسوالۍ د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال له کونړ ولایت نه جلا او ننګرهار پورې وتړل شوه ،چې رسمي نوم  يې کوز کونړ دی. د دوی په ټکو ښیوه يې ځکه بولي چې د  ښيوې کلمه  له شیوې څخه مشتقه ده، چې اصلي مانا يې لار ده.دوی وايي دا ولسوالي د جلال اباد او کونړ تر منځ د دروازې حیثیت لري او دواړو ولایتونو د لارې په اوږدو کې پرته ده، نو له همدې امله ورته ښېوه هم وايي. د نوې سرشمېرنې له مخې ددې ولسوالۍ د وکړو شمېر (۲۰۰۰۰۰)  تنه دی، ۳۰ سلنه وکړي يې په دولتي ادارو کې پر دندو بوخت دي ، ۲۰ سلنه خلک يې سوداګر دی او ۵۰ سلنه کسان يې پر بزګرۍ مصروف دي. ښېوې ولسوالۍ کې تر ډېره د کونړ سیند بهیږي ، چې نه یواځې  دې سیمې ته يې ځانګړې ښکلا بخښلې،  بلکې  د کر کیلي لپاره يې هم ښه چاپيریال رامنځ ته کړی دی.ددې سیمې کرنیز محصولات  غنم، جوار ، اوربشي، شفتالو، مالټه، سبزیجات او نور ډول ډول کرینز توکي دي، چې ښه حاصلات ترې په لاس راځي، ددې تر څنګ ددې سیمې پنیر هم ډېر مشهور دی چې بیلابیلو ولایاتو ته صادریږي . 
سیمز چارواکي وايي دامهال د کوز کونړ یا ښېوې ولسوالۍ شاوخوا ۸۵ سلنه وکړي باسواده دي . په دغه ولسوالۍ کې (۱۶) بابه لیسې،(۵) بابه دریني مدرسې او (۴۲) بابه منځني او لومړني د ذکورو او اناثو ښوونځي شتون لري، چې  (۸۵) زره ښځينه او نارینه زده کوونکي په کې پر زده کړو بوخت دي ، چې د (۷۰۰) دولسم پاسو، څوارلسم پاسو او لیسانسو  نارینه او ښځینه ښوونکو له لورې ورته د تدریس چارې پرمخ وړل کیږي. د په یاده شوې ولسوالۍ کې اوسمهال (۵) بابه کلینکونه وجود لري، چې  د ۲۰ تنه  رسمي ډاکټرانو ، نرسانو او (۸) تنو  اجیرو یا فرعي کارکوونکي له لورې په کې روغتیايي خدمتونه وړاندې کیږي.
دکوز کونړ ولسوالي ۳۲۷ کیلو متره مربع مساحت لري، چې ۸ زره جریبه کرنیزه ځمکه لري، للمي ځمکه هیڅ نه لري. ددې ولسوالۍ مرکز ښېوه ده، چې دقلعټک، کاشکوټ، بډیالۍ ،شګه او مرکزي ښېوه يې پنځه لويي قریي دي او شاوخوا (۱۰۷) واړه کلي لري.دکوز کونړ ولسوالي د ګریک کلي کې د زور کلي غونډۍ دامانه په نامه یوه تاریخي سیمه  لري،  چې  د کوشیانیانو له دورې شاوخوا  ۱۵۰۰ کاله دمخه تاریخي لرغونتیالري.په همدې ډول د دغې ولسوالۍ  د برکاشکوټ په کلي کې د لنډي سیند په غاړه د صفدر غونډۍ هم هغه تاریخي سیمه ګڼل کیږي، چې د ځايي خلکو په وینايې نږدې دوه پيرۍ وړاندې  دسیدجمال الدین افغاني پلار سید صفدر هلته اوسیده.داسې ویل کیږي چې سیدجمال الدین افغاني هم په دې سیمه کې زیږدلی او وروسته يې بیا پلار له دې ځایه دکونړ ولایت مرکز اسداباد ته ګډه شوې دی. 
په دغه ولسوالۍ کې لودین، زاخیل، عثمان خیل، ساپيو ملکزي ، یوسفزي ، مومند او پشه يي قومونه اوسیږي چې ۷۵ سلنه وکړي يې پښتانه دي . د غه سیمه د لیکوال، سیاست پوه شمش الدین قلعټکی،ټولنپوه اروښاد توکل بابا،  څېړونکی،  لیکوال ، شاعر محی الدین هاشمي  او لیکوال ،ژورنالست  عبدالقدوس پرهېر په څېرې خورا د نوموتو څېرو ویاړ لري. 
د ښېوې ولسوالي   یوه انکشافي شوار ،  (۹۵ ) کلیوالي شوراګانې، د ولسوالۍ په کچه یوه  ټولنیزه شوار، ۴۰ د ملي پيوستون شوراګانې د (A.D.A) درې شوراګانې او  علماو یوه شورا  ،۱۰ د عیدګاه مسجدونه ، ۴۰ بابه   جامع جوماتونه او ۱۰۰  بابه نور لوی او واړه مسجدو په کې شتون لري. 
په کوز کونړ  ولسوالۍ کې د عوایدو مدیریت ، املاک، حقوق، مخابرات او ثبت احوال نفوس  ادارې هغه عایداتي منبع دي، چې کلنی عواید يې (۶) لکه افغانۍ دی. 
 
 
 
 
.