دره نور

دره نور د ښکلا مجسمه ده
دره نور ولسوالي دننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار شمال ته ۳۵ کیلو مترۍ کې موقعیت لري،  چې دریو خواو ته يې جګ ،جګ غرونه پر طبعي ځنګلونو پوښل شوي دي. پر دغو غرونو تل دسپينو واورو امبارونه داسې جوړ وي لکه سپین څادر چې  پرې غوړیدلی وي. 
د دغه ولسوالۍ هوا په اوړي او ژمې کې سړه وي او د اوسیدو لپاره يې چاپيریال ډېر مناسب دي. لویو،لویو شنو منظرو دغه سیمې ته یو ځانګړی جعرافیوي  اهمیت بښلی او د ګڼو سیالینانو توجه يې ځانته اړولې ده. 
د دره نور ولسوالۍ شمال ته کونړ او نورستان ولایتونه، لویدیځ ته يې لغمان، ختیځ ته يې دکونړ ولایت اړوند د نورګل ولسوالي او جنوب ته يې دننګرهار ولایت اړند دښېوې ولسوالي موقعیت لري. 
دغه ولسوالي پخوا علاقه داري وه،  په ۱۳۶۸ لمریز کال کې يې اداري تشکیل دمرکزي دولت دلارښوونې په اساس د نفوذ په تناسب  په دوهمه درجه  ولسوالۍ بدل شوه او د ههمغې مهاله تر اوسه ولسوالي ده. 
دځايي خلکو د معلوماتو پر بنسټ دغې ولسوالۍ ته ځکه دره نور وايي چې ډېرې سیمې يې د درو په ډول مستقیمې پرتې  دي او خلک يې هم ډېر ښایسته او نوراني دي.
دره نور ولسوالۍ عمومي مساحت (۳۳۶) کیلو متره مربع اټکل شوی دی، (۲۰۸۷) قطعې ځمکه لري، چې (۲۳۰۰) هکتاره زراعتي  او (۶۵۰۰۰) جریبه يې په  طبعي ځنګلونه پوښل شوې ده.د دغو ځمکو زراعتي پيداوار غنم، جوار، شولې او داسې نور دي.
میوه جات يې زردالو، املوک، چارمغز، انګور، هندواڼې او ... نور دي. 
دغه ولسوالۍ کې ۵۷ کلي او ۹ لوي قريي دي، چې عبارت دي له ، املې ، قلعه شاهي، شکیاليو، ستن، مجګندول، شمیل، کشمند، قلعه او سفر قلعه  څخه. په دغه ولسوالۍ کې ۱۹ زره کورنۍ استوګن دي، چې له دې جملې څخه يې (۲۷۱۹) کورنۍ په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، پاتې نور يې په سوداګرۍ، حکومتي دندو او نورو بیلابیلو ټولنیزو چارو بوختیا په ترڅ کې خپلو اولادونو ته حلاله نفقه پيدا کوي. ددې سیمې خلک د ډېر دپخواني دودونو او رو اجونو تابع دي، ډیری سړي يې پکولونه په سروي او ځينې يې لا په کې ګلان هم ږدي، ښځې يې هم درنې جامې اغوندي. دغې سیمې خلک په پنیر جوړولو کې خاص مهارت لري.
په دره نور کې شاوخوا ۹۵ سلنه پشيي قوم میشت دی او شاوخوا ۵ سلنه خلک يې سادات او پاچایان پښتانه دي. ددې سیمې ټولې خپلمنځۍ شخړې او جګړې د قومي جرګو له لارې حل وفصل کیږي.
د دغې ولسوالۍ مشهور شاعران، لیکوالان او ژورنالستان عبارت دي له نجیب عامر، سید سلیمان اشنا، پخوانی سفیر سعادت خان ،دسیاسي چارو شنونکی شیر عالم امله وال او داسې نور . 
د دغې ولسوالۍ تقریبا ۴۰ فیصده خلک باسواده دي. دامهال په کې د ذکورو ۴ لېسې، ۴ منځني ښوونځي، ۱۵ لومړني ښوونځي، ۲ مدرسې یو دارلحفاظ، یوه الحاقیه مدرسه ، یو دارالمعلمین او د نجونو یوه لېسه، ۳ متوسطې او  یو منځنی ښوونځی شتون لري. په یادو ښوونځیو کې ۱۱۸۰۲ هلکان او ۸۸۹۸ نجونو زده کوونکو ته د ۳۴۶ نارینه دولسم پاسو، څوارلسم پاسو او لیسانسو ښوونکو له لورې د تدریس چارې پر مخ وړل کیږي. 
دره نور ولسوالۍ کې اوسمهال د قلعه شاهي، دره نور(برکوټ)، وایګل او د بمبه کوټ څلور روغتیايي مرکزونه شتون لري، چې په یادو صحي سنټرونو کې ۹۰ تنه نارینه ډاکټران، نرسان، دایمي ، موقتي، قرادادي، تکنیشن، لابراتواریست، فارمسست او ۵۶ تنه ښځینه نرسانې، ډاکټرانې او قابلې پر دندو بوخت دي.