رودات

دروداتو ولسوالۍ لنډه پيژندنه :
دروداتو ولسوالي دمرکز جلال اباد ښار جنوب شرق ته ۲۵ کیلو مترۍ کې پرته ده، چې عمومي مساحت يې (۶۶۱) کیلو متره مربع اټکل شوی دی. 
دغه  ولسوالۍ دکرکیلې لپاره ډېرمناسبه  ولسوالي ده، چې(۶۴۲۰) هکتاره کرنیزه ځمکه لري . د دغې ولسوالۍ په  (۷) لویو قریو کې شاخوا ( ۱۷۲۲۸) کورنۍ ژوند کوي، چې ډیری وګړي غریب او په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، یو شمېر وګړي يې سوداګري او نور بیلابیل کارونه تر سره کوي او خپلې ورځنۍ اړتیاوې پرې پوره کوي. 
 د دغې ولسوالۍ کرنیز پيدا وار جوار، غنم، پنبه، اوربشي، توت، نار ، نارنج او داسې نور توکي دي.
ددغې ولسوالۍ مرکز حصارشاهي نومیږي او مشهورې قريې عبارت دې له بړو،کان او قطرغی،  تربلي، توربابا، کوزه کلا او داسې نور . 
نوموړې  ولسوالي دختیځ طول البلد په ۷۰ درجو ۶۱ دقیقو ۶۳ ثانیو او د شمالي عرض البلد ۴۳ درجو ۲ دقیقو  او ۶۳ ثانیو کې واقع ده. 
 دروداتو ولسوالي پخوا دکوټ ولسوالۍ پورې اړونده وه او دا یو علاقه داري وه، په ۱۳۷۳ لمریز کال کې يې اداري واحد پر ولسوالۍ بدل شو.
د یادې شوې ولسوالۍ ختیځ ته بټي کوټ، شمال ته يې سرخ دیوال او د جلال اباد –تورخم لویه لاره ، جنوب ته يې دکوټ ولسوالي او لویدیځ ته يې دهسکې مینې( ده بالا) ولسوالۍ پرته ده. 
په دې ولسوالۍ کې بیلابیل قومونه میشت دي خو په غټه کې ټول  قومونه مومندو ته ځانونه منسوبوي ، مشهور قومونه  يې نته خیل، علي محمد خیل، کاسي خیل او حسن خیل دي. 
روداتو ولسوالۍ دتاریخ په اوږدو کې ګڼ دیني علما، روحاني شخصیتونه او دهېواد په کچه مشهور دي لکه: دپښتو ژبې مشهور لیکوال، شاعر او ژبپوهان استاد  ډاکټر مجاور احمد زیا ، لیکوال، شاعر مرحوم استاد پوهاند ډاکټر زیورالدین زیور ، ژورنالست او لیکوال اکرام شینواری، کیمیا پوه استاد مصري خان روان، دپښتنو مشر جهادي شخصیت احداد او یو شمېر نور فرهنګیان او دینې عالمان په خپله غیږه کې روزلي دي او دټولنې خدمت لپاره يې وړاندې کړي دي. 
روداتو ولسوالۍ یوه معرف پروره ولسوالي ده چې دامهال په کې دهلکانو ۱۰ لېسې ، ۴ منځني ښوونځي، ۱۷ لومړني ښوونځي، یو دارلحفاظ او یوه مسلکي لېسه لري چې (۲۰۱۴۹) زده کوونکي په کې پر زده کړو بوخت دي. د نجونو ۷ لېسې او ۳ متوسطې په کې شتون لري چې (۱۷۹۸۵) زده کوونکې په کې درس وايي . یادو ټولو ښوونځیو کې ۶۹۸ نارینه او ۱۶ ښځينه ښوونکو له لورې د تدریس چارې پر مخ وړل کیږي. 
په دغه ولسوالۍ کې دکان او قطرغي، قلعه میزحي، بړو او حصارشاهي څلور روغتیايي مرکزونه شتون لري،  چې ۷۱ رنځپوهان، نرسان، لابراتت،تکنیشن فارمسی او ۵۷ ښځينه ډاکټرانې ، نرسانې او قابلې په کې د ورځې په سلګونو ناروغانو وړیا درملنه کوي.