هسکه مېنه

دهسکې مینې ولسوالۍ لنډه پيژندنه 
هسکه مینه هم  د شینوارو اړوند سرحدي ولسوالي ده، چې د جلال اباد ښار جنوب ته دسپین غر په لمنو کې موقیعت لري.
دسیمزو چارواکو دمعلوماتو پر بنسټ دغې ولسوالۍ ته ځکه هسکه مینه وايي چې کورونه يې په لوړ او جګ ځای ودان شوي دي. یو شمېر وکړي دغې ولسوالۍ ته د ده بالا ولسوالي هم وايي. 
ددغې ولسوالۍ ختیځ ته د روداتو  ،  چپر هار او پچیر اګام ولسوالۍ، لویدیځ ته يې د کوټ ولسوالي، شمال ته يې د سپین غر لمنې او دپچیر اګام ولسوالۍ یوه څنډه پرته ده او جنوبي  برخه يې د پاکستان تېرا سره شاوخوا ۳۵ کیلو متره اوږه سرحدي پوله لري.
 دا ولسوالي له مرکز جلال اباد ښار څخه شاوخوا (۵۵) کیلو متره لېرې پرته ده چې عمومي مساحت يې (۴۷۹)کیلومتره مربع اټکل شوی دی . 
د دغې ولسوالۍ (۷۷) لویې او کوچنۍ قریې لري،  چې مشهور يې اوغز، ده بالا، غوښ دره، پاپين او داسې نور دي، چې اوسمهال په کې (۶۶۹۹) کورنۍ ژوند کوي. په دغه ولسوالۍ کې حسن خیل، حمزه خیل او الیاس خیلو درې لوی قومونه میشت دي چې په غټه کې ټول شینواري او د یوه بابا اولاده ده ، دوی ټول په پښتو ژبه خبرې کوي . د دغه سیمې خلک ډېر ځیږه  او میلمه پالي دي، ډیر وکړي يې دښمنۍ لري او هر ه ستونزه يې د جرګو دود له مخې حل کیږي. د غونډیو او غرونو اوږو  لړیو يې د کرنیزو ځمکو تشکیل لږ کړی، په ژمني کې ټوله ولسوالي په سپينو واورو پوښلې وي او په اوړي کې ډېر یخ موسم لري.  
شاوخوا( ۱۰۴۶۴) قطعې ځمکه لري، چې (۳۰۰۰) هکتاره يې کرنېره او شاوخوا (۲۰۰۰) هکتاره ځمکه يې پر طبعي ځنګلونو پوښتل شوې ده.  د دغه ولسوالۍ ځمکه په دوو برخو ویشل شوې چې یوې ته يې لمده او بلې ته يې وچه ویل کیږي، لمده ځمکه يې دسپين غر له اوبو څخه خړوبیږي او هر ډول کرنیز توکي په کې په  ښه زدغونیږي؛ خو په  وچه ځمکه يې یواځې د غمنو یو فصل کیږي ،دایمي اوبه نه لري یواځې د ورښتونو له امله خړوبیږي.
خلک يې اکثره غریب دي یو شمېر وګړي يې په دولتي او نادلتي ادارو کې په رسمي  رسمی دندې بوخت دي .  شاوخوا ( ۱۷۱۴۲) کورنۍ يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، مالداره خلک يې خپلو څارویو او رمو سره اوړي کې غرنو ته خیژي  او ژمي په موسم کې د واورو او یخنۍ له امله راښکته کیږي او خپل څاروي په بازارونو کې پلوري  او خپلې ورځینۍ اړتیاوې پرې پوره کوي.
تاریخي سیمي اکثره زیاتونو پرې محصرې دي، په اوغز کې د افضل بابا زیارت ،راغه کې میاجي بابا زرګونه کاله پخواني تاریخي لرغونتیا لري. دغو زیارتونو ته د افغاني دود له مخې د ورځې په اوږدو کې په لسګونو وګړي د لېرې پرتو سیمو څخه وځي او خپل ضرورت پوره کولو لپاره يې الله تعالی ته واسطه کوي. 
هسکې مينې ولسوالي د اوغز په سیمه کې د شوګاڼي ډېر غني کان هم لري، چې دامهال په کې څلور شرکتونه کار کوي او د ورځې په اوږدو کې  
 
 
معارف :  دا مهال په دغه ولسوالۍ کې د هلکانو ۷ لېسې، یوه منځنی ښوونځي، ۷ لومړني ښوونځي، ۳ مدرسې، یو دالحفاظ، یوه الحاقیه مدرسه، یوه مسلکي لېسه لري او د نجونو یواځې یوه لېسه په کې شتون لري. په یادو ښوونځیو کې (۹۵۷۰) هلکانو او (۶۸۰۱) نجونو ته د ۳۳۲ نارینه ښوونکو له لورې د تدریس چارې پر مخ وړل کیږي. 
روغتیا: ، چې ( ۶۶۹۹ ) کورنۍ په کې ژوند کوي، چې لري، چې او ۷۷ لوی قريي لري.