کوټ

دکوټ ولسوالۍ لنډه پيژنده
کوټ ولسوالي دسپین غر په لمنو کې  دمرکز جلال اباد ښار جنوب ختیځ ته ۴۵ کیلو مترۍ موقعیت لري.
دغه ولسوالي پخوا د روداتو ولسوالۍ اړو ند علاقه داري وه، چې په ۱۳۷۳ لمریز کال کې د اداري واحدونو د جوړښت له مخې د نفوذ او سیمې پراخوالي په نظر کې نیولو سره پر ولسوالۍ بده شوه او تر دامهاله ولسوالي ده. 
دغه ولسوالي د بحر له سطحې څخه (۷۸۵) متره ارتفاع لري. عمومي مساحت يې ۴۵۰ کیلو متره مربع اټکل شوی دی. ددې ولسوالۍ  ۲۴۰۱ هکتاره ځمکه د کرنې لپاره مساعده ده ، پنځه لوېې دښتې لري چې  (۶۰۰۰)جریبه  مساحت لري، (۲۰۰۰) هکتاره للمي ځمکې او (۱۳۰۰) هکتاره ځمکه يې په طبعي ځنګلونو پوښل شوې ده، چې د جلغوزیو، څیړیو، لمنځې او داسې نورو لرګینو نباتاتو پر مټ يې دې سیمې ته د سرسبزۍ ځانګړی اهمیت بښلی دی. 
د دغه ولسوالي د اوبو بیلابیلې منابع لري، لکه: دسپین غر له غره څخه د موسمي سیلابونو ،کاریزونو، چینو او د بارانو  اوبه ددغې سیمې ځمکې خړوبوي. 
د کوټ ولسوالۍ شمال ته څلورم فارم، جنوب ته يې سپین غر، ختیځ ته يې اچین ولسوالي، لویدیځ ته يې د روداتو او هسکې مینې ولسوالي پرتې دي. 
دغه ولسوالۍ کې (۴۱) لوې قريې شتون لري چې مشهور يې دا دي: سه پای، سیداحمد خیل، اندراڼي، چنګړ، مطراني، حیدرخاني او داسې نور دي . 
کوټ ولسوالۍ کې شاوخوا (۱۶۳۰۰۰) تنه نفوس لري، چې شاوخوا  اتیا سلنه  خلک يې به کرنه او مالدارۍ بوخت  او له دې لارې خپلې ورځینۍ اړتیاوې پوره کوي، پاتې ۲۰ سلنه يې په رسمي او نارسمي دندو او یو شمېر يې په سوداګرۍ بوخت دي. 
د دغه ولسوالۍ ځمکې ډېرې حاصل خیزه دي او هر نوعه نباتاب په کې د کرنې سره سم توافق لري، اوسیدونکي يې غریب او د کمزوري اقتصاد خاوندان دي. د یادې شوې ولسوالۍ زراعتي پيدا وار عبارت دي له : غله جات:  غنم، جوار ، اوربشي.  حبوبات: مۍ، لوبیا، سابین.  تیلي نباتات: پنبه، زعفران. میوه جات: انګور، زردالو، لوکاټ، الوچه، توت، املوک، انار. ژمني سبزیجات: ګلپي ، پالک، شلغم. پسرلني سبزیجات: توربانجان، رومیان، بادرنګ، پياز، کدو ، هندواڼې، مرچک او داسې نور دي.  
د دغه ولسوالۍ عایداتي منابع عبارت دي له : دتیلو پمپ، خښتوبټۍ، دوکانونه، ډيزلي ژرندې، او د ځمکو مالیتات اوداسې نور . 
دکوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۵۵ جامع جوماتونه او ۱۴۹ فرعي مسجدونه شتون لري ۴ بابه مشهور زیارتونه په کې شتون لري چې د افغاني دود له مخې د ورځې په اوږدو کې په لسګونو خلک د زیارت په موخه ورځي . 
دې ولسوالۍ پوهنیز بهیر ته هم په دې وروستیو کې یو څه پاملرنه شوې ده، دامهال په د دغه ولسوالۍ د هلکانو ۵ بابه لېسې ، یوه متوسطه، ۱۸ ابتدايي، یوه مدرسه ، یو دالحفاط او دنجونو ۲ بابه لېسې، ۲ بابه منځني ښوونځي ، یو منځنی ښوونځي او یوه مدرسه شتون لري.
په دغو ښوونځیو کې (۱۳۱۳۸) تنه نارینه او (۷۴۸۷) تنه ښځينه زده کوونکو ته د ۳۳۹ نارینه دولسم پاسو، څوالسم پاسو او لیسانسو ښوونکو له لورې د تدریس چارې پر مخ وړل کیږي. 
په دې ولسوالۍ کې څلور بابه شخصي حیواني روغتیايې مرکزونه موجود دي چې ددې ولسوالۍ د اوسیدونکي دحیواني ناروغیو ضرورتونه پرې رفعه کیږي، خو ځايي اوسیدونکي دغه مرکزونه کم ګڼي. 
په کوټ ولسوالۍ کې د لاغرجي، کوټ سید احمد خیل او کوټ جبه په نامه درې روغتیايي مرکزونه شتون لري چې ۵۵ نارینه ډاکټران، نرسان، لابرایت، فارمست، موقتي، دایمي ، اجیر او ۳۲ ښځینه ډاکټرانې ، نرسانې، قابلې پر دندو مصروفې دي.