اچين

د اچین ولسوالۍ لنډه پېژندنه 
اچین د شینوارو اړوند  یوه سرحدي  ولسوالي ده، چې دسپن غر په لمنو کې دنښترو، څيړیو، منځو او پلوڅو په شنو درو پوښل شوې چې نږدې ۷۰ سلنه ځمکه يې طبعي ځنګلونه لري.
دا ولسوالي له مرکز جلال اباد ښار شاوخوا (۵۵) کیلو متره لېرې موقعیت لري، چې ختیځ ته يې د نازیانو ولسوالي، جنوب ته يې سپین غر او د پاکستان تېرا  ، لویدیځ ته يې د هسکې مینې ولسوالي او  شمال ته يې د کوټ ولسوالۍ پرتې دي. 
دا چین ولسوالۍ عمومي مساحت (۳۳۵) کیلو متره مربع دی،(۳۷۳) قطې ځمکه لري، چې  (۲۲۳۰ )هکتاره ابي ،(۵۵۰) هکتاره للمي  او پاتې ټوله ځمکه يې طبعي ځنګلونه لري. ابادې ځمکې يې د سپین غر له اوبو څخه خړوبیږي. بیلابیل کرنیز توکي په کې ښه وده کوي، ښکلي اب ،هوا يې د کرکیلې لپاره ښه زمینه برابره کړې ده، پر غله جاتو، دانبابو، پسرلنۍ، ژمنۍ سبزیجات، تیلي سبزیجات لکه: ګلپي، کرم، پالک ... . سربیره په وچو میوو کې بادام، جلغوزی، پیسته، چارمغز ، ګورګورې، کیلاس ، شنې(شینۍ) او داسې نور يې ډېرې مشهورې دي.
د اچین ولسوالۍ ډیرۍ میرمنې له غرونو څخه د سونګ لرګي په شا راوړي او بیا يې په تنور او نغري کې سوځوي.  پخوا د دغه ولسوالۍ ځنګلونه په ناقانونه توګه دیو شمېر قاچاقبرو له خوا  وهل کیدل؛  خو اوس پرې قومي ناغې ایښودل شوي، هیڅوک نه شي کولای چې په ناقانونه توګه يې پرې کړي. 
سمسور غرونو کې يې هوسۍ ، زرکې، سیسۍ  او نورو ډول، ډول  مرغانو شتون لري،چې  د ښکار لپاره بهترین موقع برابره کړې ده. د کلیو ځوانان يې ډیروخت ښکار کوي.  
په یاد ولسوالۍ کې (۱۴۲۷۶)کورنۍ میشتې دی، چې (۲۰۴۴۵) کورنه يې په کرکیله او مالدارۍ بوختې دي او پاتې  کورنۍ  يې په سوداګرۍ ، دولتي او نادولتي ادارو کې پر دندو بوخت دي. 
داچین ولسوالۍ کې یولس قريې شتون لري، چې مشهورې يې خوړ، باندر، پيښه او  عبدالخیل دي.  په دغه ولسوالۍ  د شینوارو بیلابیل قومونه استوګن دي، چې علیشیرخیل، سي پای،  عبدالخیل، سلمانخیل او داسې نورې يې ډېر مشهور دي. د اچین په عبدالخیلو، پيښې او یو شمېر نورو سیمو کې د شوکاڼې (تلکو) او مرمرو پراخه معدني کانونه شته چې دامهاله په کې په ناقانونه توګه کیندنې کیږي او بهرنیو هېوادنو ته صادریږي. 
په دغه ولسوالۍ کې د ډی.ډی. ای په نامه یوه کلیوالي شوار، د علماو یوه شوار او د ځوانانو یوه شوار وجود لري. شاوخوا ۴۵ لوی جامع جوماتونه لري او په سلګونو نور واړه مساجد په کې ودان دي، چې پنځه وخته لمونځ په کې ادا کیږي. 
خلک يې میلمه پال او زړور دي ، شخصي تربګنۍ او بدۍ هم په کې شتون لري؛ ډیر فیصلي يې د قومي جرګو او مرکو پر مټ حل کیږي. 
شاوخوا اویا سلنه خلک يې بې سواده دي، د ټولې ولسوالۍ په کچه د نجونو هیڅ ځانګړی ښوونځی او معلمینې  نه لري، په لومړنیو ښوونځیو کې يې نجونې له هلکانو سره په ګډه زده کړې کوي. دامهال په دغه ولسوالۍ کې د هلکانو ۸ لېسې، ۷ منځني ښوونځي، ۲۹ لومړني ښوونځي، دوه مدرسې، یوه الحاقیه مدرسه او یو دارالمعلمین په کې شتون لري، چې  (۲۱۷۴۸)نارینه او په لومړنیو ښوونځیو کې (۱۰۲۳۰) ښځينه زده کوونکو ته د (۳۶۸) نارینه ښوونکو له لورې د تدریس چارې پر مخ وړل کیږي.  
دامهال په دغه ولسوالۍ کې د اچین، باندر، مامند، شډل او پېښې په نامه پنځه روغتیايي مرکزونه شتون لري، چې ۶۸ نارینه او ۱۸ ښځينه ډاکټران، نرسان، قابلې ، لابرایت ، فارمسېسات او یو شمېر نور روغتیايي کارکوونکې په کې پر دندو بوخت دي. 
په اچین ولسوالۍ کې د ملا اصغربابا، ملاصاحب مست بابا، یونس بابا ، چلګزي بابا او لیاس بابا په نومونو تاریخې زیارتونه شون لري، چې تاریخي قدامت يې شاوخوا ۵۰۰ کالو پورې رسیږي.