نازيان

نازیانو ولسوالي لنډه پيژندنه :
د نازیانو سرحدي ولسوالي دشنیوارو اړوند  د مرکز جلال اباد ښار جنوب ختیځ ته شاوخوا پنځوس کیلو مترۍ کې پرته ده، چې ډېری برخه يې غرونو تشکیل کړې ده.
د دغه غرنۍ ولسوالۍ ختیځ ته دور بابا ولسوالي، لویدیځ ته يې د اچین ولسوالۍ ، شمال ته يې د غني خیلو ولسوالي او په جنوبي برخه کې  له ګاونډي هېواد پاکستان سره شاوخوا ۲۵ کیلومتره اوږده سرحدي پوله لري.
یاده ولسوالي پخوا علاقه داري وه، د ظاهرشاه بابا د واکمنۍ پر مهال د نفوس په نظر کې نیولو له امله يې اداري واحد پر دوهمه درجه  ولسوالۍ بدل شو او تر دامهاله ولسوالي ده. 
دروبابا ولسوالي مساحت شاوخوا (۹۱) کیلو متره مربع اټکل شوی دی، چې  (۳۰۱۶) هکتاره کرنیزه ، (۳۰۲۸) هکتاره ځمکه يې پر طبعي ځنګلونو پوښل شوې ده،  چې د ګڼو سیلانیانو توجه يې ځانته اړولې ده. په دغه  ولسوالۍ کې د کرنیزې ځمکې په پرتله دښتې ،اورشوګانې او غونډۍ زیاتې دي.
  د دروبابا په ۱۸ فرعي او ۱۶ اصلي قریو کې دامهال شاوخوا (۷۵) زره وګړي میشت  دي، چې ډیره برخه يې غریب په کرنه او مالدارۍ بوخت دي .
یو شمېر وګړي يې پر شخصي کاربار ، دولتي او شخصي دندو مصروف دي. 
په دوربابا ولسوالۍ کې لوی لوی دېرې او حجرې شتون لري، چې له کټونو ،بالښتونو،  چلمچي ، دست پاک، چلم ، توفدانۍ ،  سګرټ دانۍ او نور ډول،ډول اړین توکي په کې سترګو کیږي. هیڅ مسافر د ډوډۍ پر مهال د دوی له دېرې څخه وږۍ نه شي تېریدلای . که له هر چا کوم میلمه پرته له ډوډۍ لاړو نو  د کور څښتن خلک په بیلابیلو نومونو یادوي او دکلي ټولو خلکو بد راځي. دلته دمیلمه پانې تر څنګ د هر کور څښتن دمیلمه ساتنه پر ځان فرض ګڼي . 
دغه ولسوالۍ کې دوه قومونه مشت دي،  چې یو يې کدو خیل او بل يې څلور پلاری چې اصلا دواړه د یو پلار اولاده ده او شنوارو ته ځانونه منسوبوي.
په دور بابا کې یوه انکشافي یوه د ځوانانو  او یوه د  علماو شوار وجود لري. 
دځايي خلکو په خبره نوموړي ولسوالۍ ته ځکه نازیان وايي،  چې دې سیمې ته پخوا  هر چا ګډه راوړله او دلته به میشت شول بس پرته له زیانه(تاوان)  به يې بل څه نه کول ګټه يې په سترګو نه شوه لیدلای. دوی وايی چې د وخت په تېریدو سره له زیانه  نازیان جوړ شو او دا بیا  يې رسمي نوم شو. 
په یاده ولسوالۍ کې پر نورو تاریخي سیمو سربیره دملاسردار د میافقیر بابا د اخوند کاکا زیارتونه ډېر تاریخي لرغونتیا لري. 
د دغه ولسوالۍ کرنیز توکي غنم، جوار،  اوربشي ، توت، انګور ، مڼې ، بادام ، چارمغز او ګیلاس دي، چې بزګر یاد توکي په بازار کې پلوري او خپلې ورځينۍ اړتیاوې ورباندې پوره کوي. 
دامهال په نازیانو ولسوالۍ کې هلکانو دوه لېسې ،  ۱۹ لومړني ښوونځي، یو دارلمعلیمن او د نجونو یواځې یوه لېسه شتون لري ، چې (۶۰۵۷) ذکورو او (۳۵۱۱) اناثو زده کوونکو ته  د ۱۲۳ نارینه دولسم پاسو، څلوارلسم پاسو او لیسانسو ښوونکو له لورې د تدریس چارې پر مخ وړل کیږي. 
په نازیانو ولسوالۍ کې د دوه خولي نازیانو او نازیانو په نامه دوه روغیتايي مرکزونه شتون لری چې ۱۷ نارینه ډاکټران، نرسان شتون لري او ۹ ښځينه ډاکټرانې ، نرسانې او قابلې په کې پر دندو بوختې دي او ورځې په اوږدو کې په لسګونو ناروغان معاینه کوي او په وړیا ډول يې درملنه کوي.