دوربابا

د دوربابا ولسوالۍ ډیر خلک سوداګر دي.  
د ور بابا  د شینوارو ولسوالۍ اړوند دغرونو په منځ کې یوه رایساره سرحدي ولسوالي ده، چې د ډورنډ کرښې او تېرا سره اوږده پوله لري.  
دا ولسوالي له مرکز جلال اباد ښار څخه نږدې (۹۰) کیلو متره لېرې موقیعت لري، چې عمومي مساحت يې (۴۷۹) کیلومتره مربع اټکل شوی دی. 
د دور بابا ولسوالۍ جنوب ته دپاکستان اړوند تېرا بازار ، شمال ته يې د مومندرې ولسوالي، لویدیځ ته يې دنازیانو ولسوالۍ او ختیځ ته يې ګړکو او د تورخم پوله پرته ده. 
په دغه ولسوالۍ کې  د ځمکې په پرته غرونه او غونډۍ زیاتي دي، په ټولیزه توګه (۱۰۴۶۴) قطعه ځمکه لري، چې (۳۰۰۰) هکتاره يې  کرنیزه ده.په دور بابا ولسوالۍ کې (۶۶۹۹) کورنۍ ژوند کوي،چې له دې جملې څخه يې (۱۷۱۴۲) کورنۍ په کرنه او مالدارۍ بوخت دي. زراعتي پيداوار يې پر غنمو، جوارو او اوربشو سربیره ګورګورې، ګیلاس، مماڼې ، جلغوزي ،چارمغز او داسې نور دي.  
دځمکې کموالي له امله يې  یو شمېر ولسي وګړي،  د قچرو پر مټ بیلابیل سوداګریز توکي  د پاکستان تېرا بازار ته لیږدوي او له دې لارې خپلې ورځینۍ اړتیاوې پوره کوي. یو شمېر وګړي يې په دولتي او نادولتي ادارو کې پر دندو مصروف دي؛ خو شمېر يې ډېر لږ دی.
په عمومي کچه په دغه ولسوالۍ کې اتیا سلنه خلک بې سواده دي او دپوهې له ستر نعمت څخه بې برخې دي؛ خو د طالبانو واکمنۍ تر ړنګیدو وروسته يې د پوهنې ډګر ته یو څه پاملرنه شوې ده. دا مهال په دغه ولسوالۍ کې دهلکانو یواځې دوه لېسې، ۱۶ ابتدايي او یوه مدرسه شتون لري او د ټولې ولسوالۍ په کچه د اناثو ځانګړی ښوونځی نه لري، ډیر وخت په لومړنیو ښوونځیو کې نجونې او هلکان یوځای سره په زده کړو بوخت دي. دوبابا ولسوالۍ کې (۹۵۷۰) هلکان او (۶۸۰۱) نجونو ته د (۱۷۷) نارینه ښوونکو له لورې روزل کیږي.  
د دغه ولسوالۍ ډیری خلک میلمه پال او لوی لوی حجرې او دېرې لري، اکثره وکړي يې شخصي دښمنۍ لري، ښځې يې هم د ناروینو په څېر زړورې او د جګړې له تود سنګره ډزې کولای شي. ټولې ستونزې او قومي شخړې يې د جرګو له لارې حل وفصل کیږي. په دغه ولسوالۍ کې اوس هم تر ډېر پخواني دودونه حاکم دي. په بدو کې د لوګانو ورکول، لوړ ورور،   پیسې په سود ورکول او  قومي تعصبات او داسې نور يې ښې بیلګې دي. 
دور بابا  ولسوالۍ ۷۷ لوې قريې لري، چې شولګر، زیارت ګل، چینار، زیارت کلی، څڅوبی، سورګنډو او داسې نور ډېر مشهورې  دي.   په یادې ولسوالۍ کې  دشینوارو بیلابیل قومونه خواره واره پراته دي، چې مشهور يې شیخان، میاخیل، ملاګور، مرجان خیل او داسې نور دي. 
په دغه ولسوالۍ کې د دور بابا او سره کټه دوه روغتیايي مرکزونه شتون لري، چې (۳۵) نارینه او (۲۰) تنه ښځينه ډاکټران، نرسان، واکسیناتوران، لابرائت، تکنیشن فارمسې او خدماتي پرسونل په کې پر دندو بوخت دي، چې د ورځې په اوږدو کې د لسګونو خلکو په وړیا درملنه کوي. 
په نوموړې ولسوالۍ کې د دوربابا زیارت شاوخوا ۴۰۰ کاله تاریخي رغونتیا لري. د دوربابا اصلي نوم عبدالله وو، دی یو دیني او روحاني شخصیت تېر شوی، کله چې دی وفات شو نو عقرباو يې پر ده زیارت جوړ کړ،  چې تر ننه هر ورځ له ډېرو لېرې پرتو سیمو څخه په لسکونو خلک د زیارت  ورځي او دخپل مقصد تر لاسه کولو لپاره يې الله تعالی دی واسطه کوي.