لعلپوره

دلعلپورې ولسوالۍ لنده پيژندنه 
دلعلپورې ولسوالۍ د مرکز جلال اباد ښار ختیځ ته په ( ۷۰) کیلو مترۍ کې پرته ده، چې عمومي مساحت يې شاوخوا  ۵۳۰ کیلومتره مربع دی.
یاده سرحدي ولسوالي په ختیځ کې له ګاونډي هېواد پاکستان سره شاوخوا ۲۱ کیلو متره اوږده سرحدي پوله لري، جنوب ته يې دمهمندرې ولسوالي،لودیځ ته يې د ګوشتې ولسوالي او  شمال ختیځ ته يې دمهمندو ایجنسۍ اړونده سیمه موقعیت لري.  
یاده ولسوالي  (۵۰) زره جریبه ځمکه لري، چې کابو  ۲۰  زره جریبه کرنیزه ځمکه او شاوخوا ۲۵  زره جریبه للمي  سړځایونه او اورشوګانې په کې شتون لري، ابادې ځمکې يې له کونړي سیند څخه خړویبیږي. 
 دا مهال د لعلپورې ۱۰ لویو قریو او ۳۷ فرعي کلیو کې  (۲۹۵۷) كورني ژوندكوي، چې  خویزي، بیزي، اتمرخیل، او داسې نور قومونه  په کې میشت دي، چې په غټه کې ټول مومند دي او په پښتو ژبه خبرې کوي. 
 په دغه ولسوالۍ کې کابو ( ۶۷۸) کورنۍ  په کرونده  او پاتې کورنۍ يې په سوداګرۍ ، صنعت دوکاندارۍ او دولتي ادارو کې پر دندو بوخت دي.
د دغې ولسوالۍ په ټټر  د کونړ او کابل غبرګ څپانده سیند ونه  بهیږي چې د سیمې ته يې خاصه ښکلا بښلې او  ګڼو سیلانیانو توجه يې  ځانته اړولې ده. 
پخوا د لعلپورې ولسوالۍ زرګونه ولسي وګړي  له سیند څخه په جالو او بیړیو کې پورې وتل  او جلال اباد ښار ته به تلل؛ خو د ولایتی بیاروغونې پی ار ټی په  شبږ نیم ميليون امریکایی ډالرو مالی مرسته  په ۱۳۹۰ کال د سلواغې په ۱۳ مه نیټه د ۳۰۰ مترو په اوږوالی او ۱۴ مترو سور د دوه کلونو په موده کې د کابل او کونړ سیندونو په سر جوړ کړ، چې ددغه سیمې خلکو ته يې ګڼې اسانتیاوې رامنځ ته کړې.
داسې ویل کیږي چې دا  په افغانستان کې تر ټولو لوی پل دی.
دغه ولسوالي د کرنې لپاره مناسب اقلیم لري او هر ډول کرنیز توکي په کې زرغونیږي، خو تر ټولو مشهور يې نکریزې دي، چې نږدې ټول ختیځ ته نکریزې له همدغه ولسوالۍ څخه ورلیږدول کیږي. 
په دې ولسوالۍ کې بیلابیلې شورګانې شتون لري، چې دځوانانو، علماو ، او محلي هغه يې د یادولو وړ دي. 
لعلپورې  ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵ لوی جامع او تر سلو زیات واړه مسجدونه شتون لري .
په وروسیتو کې  ددې ولسوالۍ روغتیا برخې ته یو څه پاملرنه شوې ده،   دمګړۍ په دغه ولسوالۍ کې د د چکنور او لعلپورې دوه روغتیايي کلینیکونه شتون لري، چې په یادو روغتیايي مرکزونو کې دامهال (۷۷) نارینه او ۱۹ ښځينه صحي کارکوونکي،نرسان، فارمسست، لابرانت،واکسیناتوران، ډاکټران او تکنیشن فارمسي په کې پر دندو بوخت دي او د ورځې په اوږدو کې د سلهاو ناروغانو درملنه په وړیا ډول تر سره کوي.  
دې ولسوالۍ کې دهلکانو ۱۴ لیسې، منځني ښوونځي، لومړني ښوونځي، مدرسې ، درالحفاظونه  شتون لري،  چې (۴۸۲۹) زده کوونکي په کې پر زده کړو بوخت دي، په همدې ډول د نجونو درې لېسې  لېسه اومنځنی ښوونځی  شتون لري، چې (۳۲۹۹) ښځینه زده کوونکي په کې پر زده کړو مصروفې دي.دغه زده کوونکو ته د ۱۰۴ نارینه ښوونکو له لورې د تدریس چارې پر مخ وړل کیږي . په ټوله لعلپوره کې ښځينه ښوونکي شتون نه لري.  
په لعلپورې ولسوالۍ کې چکنور ، شېراباد چوڼۍ او هندوانو درمسال تاریخي سیمې دي چې تاریخي لرغونتیايې نږدې دوه سوه کالو ته رسیږي.