ګوشته

ګوشته دکرنې لپاره یوه مناسبه ولسوالي ده. 
ګوشته په ننګرهار کې هغه سرحدي  ولسوالي ده،  چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره له خاص کونړ  تر اتم کلي پورې  شاوخوا  ۳۵ کیلو متره ګډه اوږده  سرحدي پوله لري او له مرکز جلال اباد ښار څخه نږدې ۴۷ کیلو متره لیرې پرته ده.
د غه ولسوالي د ۳۴ نیمې  درجې طول البلد او ۷۰ درجو  عرض البلد کې پرته ده، چې ختیځ ته يې  دلعلپورې ولسوالۍ، لویدیځ ته يې د کامې ولسوالۍ، جنوب ته يې د بټي کوټ ولسوالي او شمال ته يې خاص کونړ او د پاکستان هېواد موقعیت لري.
 یاده ولسوالي  ۵۴۵ كيلومتره مربع مساحت لري، چې کابو  اتلس زره جریبه کرنیزه ځمکه او شاوخوا ۶۰ زره جریبه للمي ځمکې په کې شتون لري، ابادې ځمکې يې له کونړي سیند څخه خړویبیږي.
د یو شمېر محلي چارواکو د معلوماتو پر بنسټ ګوشته اصلا د ګوشې څخه اخیستل شوی چې یو لاتینې کلمه ده او د ریګویدا په کتاب کې په سانسګریټي  ژبه کې ګوشې د سړځای او فرسخ په مانا راغلی دی، چې د دوی په ټکو سړځای ،دمه ځای او یا هم کنارې ته ویل کیږي. دوی وایي دا سیمه هم د افغانستان ختیځ لور ته په یوه کناره ځای کې پرته ده،  نو ځکه ورته دغه نوم اخیستل کیږي، چې د وخت په تېرېدلو سره ګوشې په ګوشه او ګوشه په ګوشته بل شوی دی.
ګوشته پخوا علاقه داري وه، د شهید سردار محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال په (۱۳۵۶) لمریز کال کې پر ولسوالۍ بده شوه. 
دا مهال د ګوشتې په ۷۰ فرعي کلو  او ۵۸ اصلي قریو کې( ۲۸۳۰) كورني ژوندكوي، چې د مومند، خویزي او بېزي درې قومونه په کې استوګن دي، په غټه کې ټول مومند دي.
ددغې ولسوالۍ شاوخوا ( ۴۷۴)  كورنۍ په کرنه او پاتې (۲۳۵۶) کورنۍ يې په سوداګرۍ ، دولتي دندو ، زده کړو تر لاسه کولو او ازاد کاروبار بوختې دي.
ګوشته کې دمګړۍ ۲۳ جامع مسجدونه او ۱۴۴ هغه جوماتونه دي، چې پنځه وخت لمونځ په کې په جماعت سره ادا کیږي. مشهور کلي يې د اړخي، سربند، خویزې، ګوشته واله، ماماخیل، تورګاڼی او انارګډ سیمې دي.
په همدې ډول په دغه ولسوالۍ یوه ملي ،یوه انکشافي، یوه کلیوالي ،یوه دعلماو او یوه د ځوانانو شورا وجود لري.
دګوشتې ولسوالۍ په ۲۵ تعلیمي مرکزونو کې (۱۷۰۶۵) ښځینه او نارینه زده کوونکو ته د (۲۳۵) ښځینه او نارینه دولسم پاسو، څوارلسم پاسو او لیسانو ښوونکو له لورې د تدریس چارې پر مخ وړل کیږي، چې له دې جملې څخه په څلورو لېسو، پنځو منځنیو، دولسو لومړنی ښوونځیو ،یوې مدرسې او یوه دالحفاظ کې (۹۲۹۳) نارینه زده کوونکي او په یوې متوسطې ،یوې ابتدايې او یوې مدرسه کې (۷۷۷۲) ښځینه زده کوونکي پر زده کړو بوختې دي.
دغه راز په یاده شوې ولسوالۍ کې یو لس بیستریز روغتون او  پر دوو نورو  کلینیکونو  سربیره یو حیواني کلینیک هم شتون لري، چې ۵ ډاکټران او یو شمېر ښځينه او نارینه نرسانې په کې پر دندو بوختې دي.
د دغه ولسوالۍ مهم زراعتي حاصلات عبارت دي له غنمو، جوارو، وریجو، ګنیو، پنبې ، هندواڼو او خټکو څخه چې د هېواد بیلابیلو ولایتونو بازارنو ته صادریږي.