ننګرهار پخواني والي ګل اغا شيرزي پيژندنه

Image may contain: 1 person, closeup
ښاغلى ګل اغا شيرزي اته کلن وو ، چى د کندهار ولايت په مشرقي ليسه کى ئې زده کړې پيل کړې اود ښوونځي له فراغت څخه وروسته د دغه ولايت د عالي دارلمعلمين ته بريالى شو.
 
 
له زده کړو وروسته په دولت کې پر دنده وګمارل شو او لومړنى خدمت ئې د کندهار ولايت په مستوفيت کى پيل کړ، د څه مودې وروسته د دولت  په ځانګړې پاملرنه سپين بولدک ته واستول شو، هلته يې هم خپله دنده په پوره صداقت سره مخ ته وېوړه.
 
کله چى د روسانو سرو ښکيلاک ګرو ځواکونو پر افغانستان يرغل وکړ، د حاجى بابا کورنۍ د ډنډ ولسوالۍ ته کډه وکړه او حاجى بابا د خپلې اسلامي جذبې او هيواد سره د زياتې مينې له امله ښکيلاک ګرو ځواکونو سره مبارزه پيل او د ليکو ته داخل شو.
 
د حاجى بابا په مشرۍ د ګل اغا شيرزي د کورنۍ زياتو غړو د ښکيلاک ګرو ځواکونو په مقابل کى په پوره ميړانه مبارزه وکړه، چى بلاخره د کندهار ولايت په محله جات سيمه کې حاجى بابا او کورنۍ دري ديرش تنه نور غړي ئې د روسانو له خوا په شهادت ورسيدل.
 
د شهيد حاجى عبداللطيف بابا له شهادت څخه وروسته د جهاد قومانده د ملګرو په غوښتنه ګل اغا شيرزي ته وسپارل شوه او تر اخره ئې په پوره برياليتوب سره په هرډګر کې روسانو ته ماتې ورکړه.
 
کله چى مجاهدين بريالي شول نو ښاغلى ګل اغا شيرزى د کندهار د والي په توګه وټاکل شو، چى د خپل خدمت په دوره کې ئې هم په خپله او هم يې پر نورو د هيواد جوړونې او سمسورتيا غږ وکړ.
 
په ملت او ولس مئين ښاغلى شيرزى په کندهار کى په فرهنګي، علمي، اقتصادي، ټولنيز او تفريحى برخو کې زيات کارونه وکړل او د کندهار خلکو ته يې لازم سهولتونه په واک کى ورکړل.
 
نوموړى د ليک لوست ، بيارغاونې او له هيواد سره د مينې سربيره د ځوانانو سره ځانګړې مينه لري، د ځوانانو د تفريح او د لوبو لپاره ئې د بوزکشۍ، د احمدشاهي په نوم لوبغالى او د ماشومانو لپاره ئې پارک جوړ کړ.
 
د ازادۍ او ملى جشنونو د مراسمو لپاره ئې په دولتي ځمکو کې د هوټلونو او دوکانونو سربيره په سپين بولدک کى د ګمرک ساحه پراخه او پنځه زره دوکانونه ئې جوړکړل.
 
د بابا ولي زيارت مقبره ئې ورغوله ، د سرې جامعې مدرسه ئې جوړه کړه، د جمال بابا مقبره او جومات ئې هم ورغاوه.
 
نوموړى د بيارغاونې او کارونو د ښه وړتيا په موخه حکومت له خوا د ښار جوړونې او فوايد عامې په وزارتونو کى په پرله پسې ډول د وزير په توګه وګمارل شو، چى هلته ئې هم د خدمت زيات يادونه پرېښودل .
 
لنډه دا چى ګل اغا شيرزى درې ځلې د کندهار د والي په توګه ټاکل شوى چې هره پلا ئې په بيلابيلو برخو کى د پام وړ خدمتونه ترسره کړي دي.
 
نږدې څلور  کاله وړاندې د دولت ځانګړې پاملرنې له مخې د ننګرهار والي وټاکل شو. په ننګرهار کى ئې هم د بيارغاونې کارونو ته ملا وتړله.
 
ښاغلي شيرزي  په خپل ځانګړي مهارت او دولسي خدمت  په روحيې سره  دننګرهار سلګونه کيلومتره سړکونه په پاخه او اساسي ډول جوړ کړل  ،  دهرې برخې  بيارغاونې لپاره يې دمرستندويه ادارو  کومکونه جذب کړل   ، ښوونځي   ، روغتيايي مرکزونه  ،  حيواني کلينيکونه  ،  کليوال سړکونه  ، واړه او غټ بندونه  ،  استنادي ديوالونه  او دخلکو داړتياوو  پوره کولو لپاره يې بېلابېلې رغنيزې  ، کرنيزې  ، صحي  او تعليمي پروژې  تطبيق  کړې  .
 
ښاغلي شيرزي   دهېواد  په کچه  دبيارغاونې په کارونو سربېره  په ننګرهار کې کوکنارو  کرکيله صفر کړه  ، امنيت يې غښتلى کړ   او دسولې  لپاره يې   زياتې هڅې وکړې   .
 
په لنډ ډو ل ويلى  شو   ،  چې  دننګرهار والي    په خپله کاري موده کې دافغانستان بېلابېلو ولايتونو  او افغان ولس  ته  په اقتصادي  ، سياسي  او ټولنيزو برخو کې نه ستړي کيدونکي خدمتونه وکړل  او لاهم يې خپل خدمت جاري ساتلى دى  .