قرادادونو خبرتياوې

د خپرېدو نېټه: Jan 27, 2019

د پاى نېټه: Jan 01, 0001

د مزايده سند: Download Document



جزیات:

ننګرهار ولايت سره رود ولسوالۍ پوهنې امريت اړوند د بړيني منځني ښوونځي لپاره يو کور، چې اته خونې، برنډه، درې تشنابونه، او اوبه ولري په قرارداد نيول کيږي که څوک په پورته شرایطو برابر کور لري او د قراداد لېوالتيا لري هيله ده، چې پوهنې رياست تهيې او تدارکاتو مديريت ته خپل غوښتنليک وسپاري، شرطپاڼه کتلی شي او تضمين نغداً اخيستل کيږي.

 

د ښار پوهنې امريت اړوند جامعه حفصه للبنات مدرسه يو کور ته، چې اته اطاقونه، حويلۍ او تشنابونه ولري په قرارداد نیسي، که څوک لېوالتيا لري هيله ده، چې د پوهنې رياست تهيې او تدارکاتو مديريت ته خپل غوښتنليک وسپاري، شرطپاڼه کتلی شئ او تضمين نغداً اخيستل کيږي.

 

عدلې رياست د ۱۳۹۸ کال له پيل څخه د خپلو اعاشوي توکو پير په قرارداد ورکوي که څوک د قرارداد کولو لېوالتيا لري هيله ده، چې د ياد رياست مالي او اداري مديريت ته خپل غوښتنليک وسپاري، شرطپاڼه کتلی شئ او تضمين نغداً اخيستل کيږي.

 

تکراري اعلان

ننګرهار ولايت تورخم ښاروالي غواړي، چې د روغنياتو پير په قرارداد ورکړي که څوک د قراداد کولو لېوالتيا لري هيله ده، چې يادې اداې ته خپل غوښتنليک وسپاري.