قراردادي خبرتياوې

د خپرېدو نېټه: Mar 14, 2019

د پاى نېټه: Jan 01, 0001

د مزايده سند: Download Document



جزیات:

قراردادي خبرتياوې
1. ننګرهار ولایت مقام خپل ۲۱ عرادې بېلابېل ډوله موټرونه ليلام ته وړاندې کړي، که څوک يې د  پيرودلو لېوالتيا لري هيله ده، چې د اعلان له خپريدو وروسته تر ۲۱ ورځو پورې د ولايت مقام مالي او اداري رياست ته خپل غوښتنليک وسپاري، شرطپاڼه کتلی شئ او د وړانديز قيمت اخیستل کيږي.
 
2. ننګرهار کرنې او مالدارۍ رياست روغنياتو پيرودل په قراداد ورکوي، که څوک د قراداد کولو لېوالتيا لري کرنې  رياست ته دې غوښتنليک وړاندې کړي، شرطپاڼه کتلی شئ او تضمين نغداً اخيستل کيږي.
 
3. ننګرهار ولايت پوهنې رياست په پام کې لري، چې د اچين ولسوالۍ پېښې خوړ منځني ښوونځي ته يو کور، چې پنځه خونې، پراخه حويلۍ او تشنابونه ولري په قرارداد نيسي، که څوک د قرارداد کولو لېوالتيا لري هيله ده، چې د پوهنې رياست اړوند تهيې او تدارکاتو عمومي مديريت ته خپل غوښتنليکونه وسپاري، شرطپاڼه کتلی شئ او تضمين نغدًا اخيستل کيږي.
 
4. ننګرهار ولايت پوهنې رياست په پام کې لري، چې د دره نور ولسوالۍ بمبه کوټ ښوونځي لپاره يو کور، چې ۹ خونې، تشنابونه او پراخه حويلۍ ولري په قرارداد ونیسي، که څوک د قرارداد کولو لېوالتيا لري، هيله ده، چې د پوهنې رياست اړوند تهيې او تدارکاتو عمومي مديريت ته خپل غوښتنليکونه وسپاري، شرطپاڼه کتلی شئ او تضمين نغدًا اخيستل کيږي.
 
5. ننګرهار ولايت پوهنې رياست په پام کې لري، چې د شينوار ولسوالۍ کرنې مسلکي لېسې لپاره يو کور، چې ۷ خونې، تشنابونه او پراخه حويلۍ ولري په قرارداد ونیسي، که څوک د قرارداد کولو لېوالتيا لري، هيله ده، چې د پوهنې رياست اړوند تهيې او تدارکاتو عمومي مديريت ته خپل غوښتنليکونه وسپاري، شرطپاڼه کتلی شئ او تضمين نغدًا اخيستل کيږي.
 
6. ننګرهار ولايت پوهنې رياست اړوند د ځآنګړو تعليماتو لېسې لپاره يو کور، چې ۱۴ خونې، تشنابونه او پراخه حويلۍ ولري په قراداد نيول کيږي، که څوک د قرارداد کولو لېوالتيا لري، هيله ده، چې د پوهنې رياست اړوند تهيې او تدارکاتو عمومي مديريت ته خپل غوښتنليکونه وسپاري، شرطپاڼه کتلی شئ او تضمين نغدًا اخيستل کيږي.