د ننګرهار مرستيال والي هغه غازي سره وليدل چې شاوخوا لس کاله وړاندې يې په يو اتلوال بريد کې امريکايي عسکر لمنځه وړی و.

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۲ - ۱۴:۷
د ننګرهار مرستيال والي هغه غازي سره وليدل چې شاوخوا لس کاله وړاندې يې په يو اتلوال بريد کې امريکايي عسکر لمنځه وړی و.

د ننګرهار مرستيال والي مولوي محمد رباني ناصح د حکمت الله خالد په نوم هغه غازي مجاهد سره وليدل چې شاوخوا لس کاله وړاندې يې شينوارو ولسوالۍ کې ۲۶ کلن خورد ضابط مایکل کیبليو د چاقو په ګزارونو لمنځه وړی و او خپله له سيمې ژوندی وتلی و.

دا بريد چې لس کاله وړاندې د ۱۳۹۲ کال د ورې مياشتې په ۱۲مه نېټه شوی و امريکايي ځواکونو له لوري هم تاييد شوی وو.

بله لور ته  په عین حال کې پنټاګون په یوې بیانیې کې ویلي و چې ((خورد ضابط کیبل د دښمن د برید له امله دوراوښتو ټپیونو له امله مړ شوی دی.))

حکمت الله خالد وايي چې هغه مهال څوارلس کلن و او د ښوونځي زده کوونکی و، چې د امریکايي عسکرو په ليدو سره يې د دوی وحشتونه او ظلمونه سترګو ته ودريدل او د خپلو هېوادوالو غچ يې د سر په بيه واخیسته؛ خو د سپيڅلي عزم په درلودلو خپله له سیمې ژوندی ووته او په يوه بله سيمه کې يې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ.

د ننګرهار مرستيال والي مولوي محمد رباني ناصح د ياد غازي د دې اتلولۍ ستاينه او قدرداني وکړه او دا کړنه يې د افغانانو په تاريخ کې ستره ميړانه ياده کړه.

نوموړي ياد غازي سره نغدي مرسته وکړه، هغه ته يې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې ا.ا به خپلو غازيانو ته چې په تېر کې يې داسې اتلولۍ ښودلې ځانګړې پاملرنه وکړي.