ازبکستان تورخم له لارې پاکستان، هند او نورو اسيايي هېوادونو ته صادرات او واردات پيلوي.

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۵ - ۱۷:۳۱
د ننګرهار مرستیال والي مولوي سعيد احمد بنوري، د هېواد د ترانسپورت او هوايي چلند وزير ملا حميدالله اخندزاده، د ازبکستان د ترانسپورت وزير الهام محکموف د ياد هېواد د جمهور رئیس ځانګړي استازي عصمت الله ايرګشوف او نورو مسئولينو تورخم څخه پاکستان، هند او نورو اسيايي هېوادونو ته د سوداګريزو چارو، صادراتو او وارداتو په موخه ليدنه وکړه. د يادې ليدنې پر مهال د هېواد د ترانسپورت او هوايي چلند وزير ملا حميدالله اخندزاده وويل، چې ازبکستان هېواد غواړي ترڅو تورخم له لارې د مرکزي او جنوبي اسيا هېوادونو ته صادرات او واردات

د ننګرهار مرستیال والي مولوي سعيد احمد بنوري، د هېواد د ترانسپورت او هوايي چلند وزير ملا حميدالله اخندزاده، د ازبکستان د ترانسپورت وزير الهام محکموف د ياد هېواد د جمهور رئیس ځانګړي استازي عصمت الله ايرګشوف او نورو مسئولينو تورخم څخه پاکستان، هند او نورو اسيايي هېوادونو ته د سوداګريزو چارو، صادراتو او وارداتو په موخه ليدنه وکړه.

د يادې ليدنې پر مهال د هېواد د ترانسپورت او هوايي چلند وزير ملا حميدالله اخندزاده وويل، چې ازبکستان هېواد غواړي ترڅو تورخم له لارې د مرکزي او جنوبي اسيا هېوادونو ته صادرات او واردات وکړي، چې په دې سره به تورخم کې شاوخوا لس زره کسانو ته د کاروبار زمينه برابره شي.

د ازبکستان د ترانسپورت وزير الهام محکموف د تورخم ښارګوټي بېلابېلو برخو څخه ليدنه وکړه او خوښي يې وښوده چې له دې لارې به د اسيا مرکزي او جنوبي هېوادونو ته د بېلابېل ډوله توکوي صادرات او واردات پيل کړي.

نوموړي وويل، چې دوی به هره ورځ په اوسط ډول په دې لار اووه سوه زره ټنه اموالو لېږد رالېږد پيل کړي، چې د دواړو هېوادونو سوداګرۍ ودې ترڅنګ به زرګونه کسانو ته په مستقيم او غير مستقيم ډول د کارو زمينه برابره شي.

د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري خوښي وښوده، چې د ازبکستان هېواد د ترانسپورت وزير او د ياد هېواد د جمهور رئيس استازي تورخم له لارې د سوداګرۍ پيلولو په موخه وليدل.

نوموړي وويل، چې ياد هېواد به د افغانستان سربېره جنوبي اسيا هېوادونو سره راکړه ورکړه پيل کړي، چې د افغانستان په اقتصاد به ښه اغيزه وکړي او ور سره به په کور دننه کاري بوختياوې رامنځته شي.

د ننګرهار مرستيال والي وايي مسئولینو ته يې توګه ډاډ ورکړ، چې ولايتي اداره به سوداګرۍ پيلولو او دوام په موخه لازمې اسانتياوې رامنځته کړي.

په پای کې يادو مسئولینو د جلال اباد ښار سپين غر هوټل کې ناسته وکړه او د تورخم سفر يې مهمه لاسته راوړنه وبلله، چې ډېر ژر به په اړونده برخه کې عملي کار پيل شي.

د يادې ليدنې پر مهال د ننګرهار امنيه قوماندان مولوي فرید قيام، د بهرنيو چارو رئیس فضل الهادي احمد، د ترانسپورت رئیس مفتي محمد زمان مزمل او نورو مسئولينو حضور درلود.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۵ - ۱۷:۳۱
Background image

ازبکستان تورخم له لارې پاکستان، هند او نورو اسيايي هېوادونو ته صادرات او واردات پيلوي.

د ننګرهار مرستیال والي مولوي سعيد احمد بنوري، د هېواد د ترانسپورت او هوايي چلند وزير ملا حميدالله اخندزاده، د ازبکستان د ترانسپورت وزير الهام محکموف د ياد هېواد د جمهور رئیس ځانګړي. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

د ننګرهار مرستيال والي هغه غازي سره وليدل چې شاوخوا لس کاله وړاندې يې په يو اتلوال بريد کې امريکايي عسکر لمنځه وړی و.

د ننګرهار مرستيال والي مولوي محمد رباني ناصح د حکمت الله خالد په نوم هغه غازي مجاهد سره وليدل چې شاوخوا لس کاله وړاندې يې شينوارو ولسوالۍ کې ۲۶ کلن خورد ضابط مایکل کیبليو د چاقو په. . .

شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۳ - ۱۶:۳۲
Background image

د ننګرهار مرستيال والي مسئولينو، مجاهدينو او ولسي خلکو سره د ستونزو حل په موخه وليدل.

د ننګرهار مرستيال والي مولوي محمد رباني ناصح يو شمېر مسئولينو، مجاهدينو او ولسي خلکو سره په ليدنه کې د هر يو په جلا ډول ستونزې او غوښتنې واورېدې او په حل کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د. . .

BACK TO NEWS