ننګرهار کې د قومونو د همغږۍ او همکارۍ غونډه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۱ - ۱۴:۵۶
ننګرهار کې د قومونو د همغږۍ او همکارۍ غونډه وشوه

ننګرهار ولايت کې د قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري او د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند، چې يو شمېر نورو مسئولينو هم حضور درلود قومونو سره د همغږۍ او همکارۍ په موخه غونډه وکړه.
د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند په خپلو خبرو کې وويل، چې د اشغال پر مهال بهرنيانو د قومونو پاشلو په موخه ډېر کار وکړ؛ خو له فتحې وروسته قوي هوډ لرو، ترڅو په ولسونو کې شخړې ختمې او په بشپړ ډول خپلمنځي يووالي په کې رامنځته کړو.
نوموړي له ولسونو وغوښتل، چې د پرديو تبليغاتو په مخنيوي کې همکاري وکړي او هغه کسان تر څارنې لاندې ونيسي، چې شومې موخې لري.
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نورالله نوري وويل، چې افغان ولس د تاريخ په اوږدو کې دريو سترو قوتونو ته ماتې ورکړې، چې وروستۍ فتحې کې يې قرباني د هيرولو نه ده.
نوموړي وويل، چې قومي مخورو سره به په ټولو چارو کې مشورې کوي، همدا راز يې زياته کړه چې سرحدونو، قومونو او قبايلو برخو کې ډېر ښه پلانونه لري، چې په تدريجي ډول به تطبيق شي.
د یاد وزارت معين مولوي عبدالخالق عابد وويل، چې اسلامي امارت له ټولو قومونو جوړ دی او له قومي مشرانو يې وغوښتل چې اتحاد لپاره کار وکړي، ترڅو له رامنځته شوې سولې او امن څخه د هېواد په پرمختګ ګټه واخیستل شي.
د ننګرهار ولايت مقام مالي او تاميناتي رئيس مولوي شاهد نوراني ولسونه يووالي او د ا.ا همکارۍ ته وبلل او وروستۍ بريا يې د مجاهدينو او ولسونو د قربانيو پايله وبلله.
د ننګرهار سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئيس قاري رحمت الله د غونډې په موخو خبرې وکړې او د ننګرهار ولسونو ته يې ډاډ ورکړ چې ستونزو او غوښتنو ته به يې رسيده ګي وکړي.
د ولسونو په استازيتوب مولوي محمد عمر مقتداء، مولوي فضل امين، ملک جهانزيب، ګلميران، مولوي محمد فاروق، فرمان ګل، مفتي رحمن ګل، مولوي عبدالناصر، مولوی زر معصوم، جان اغا خان، حاجي سهيل خان او مولوي محمد ريان اسلامي امارت څخه خپل بشپړ ملاتړ وښوده.
دوی همدا راز د قومونو يووالي، خپلمنځي دښمنيو ختمولو، په لرو پرتو سيمو کې د خدماتو وړاندې کولو او ګڼ شمېر نورو برخو کې د ستونزو حل غوښتنې وکړې.
د یادې غونډې پر مهال امنیه قوماندان مولوي قيام، د ښار او ولسواليو قومي مخورو، علماء کرامو، ځوانانو او نورو هم حضور درلود.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۵ - ۱۷:۳۱
Background image

ازبکستان تورخم له لارې پاکستان، هند او نورو اسيايي هېوادونو ته صادرات او واردات پيلوي.

د ننګرهار مرستیال والي مولوي سعيد احمد بنوري، د هېواد د ترانسپورت او هوايي چلند وزير ملا حميدالله اخندزاده، د ازبکستان د ترانسپورت وزير الهام محکموف د ياد هېواد د جمهور رئیس ځانګړي. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

د ننګرهار مرستيال والي هغه غازي سره وليدل چې شاوخوا لس کاله وړاندې يې په يو اتلوال بريد کې امريکايي عسکر لمنځه وړی و.

د ننګرهار مرستيال والي مولوي محمد رباني ناصح د حکمت الله خالد په نوم هغه غازي مجاهد سره وليدل چې شاوخوا لس کاله وړاندې يې شينوارو ولسوالۍ کې ۲۶ کلن خورد ضابط مایکل کیبليو د چاقو په. . .

شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۳ - ۱۶:۳۲
Background image

د ننګرهار مرستيال والي مسئولينو، مجاهدينو او ولسي خلکو سره د ستونزو حل په موخه وليدل.

د ننګرهار مرستيال والي مولوي محمد رباني ناصح يو شمېر مسئولينو، مجاهدينو او ولسي خلکو سره په ليدنه کې د هر يو په جلا ډول ستونزې او غوښتنې واورېدې او په حل کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د. . .

BACK TO NEWS