ننګرهار کې د نيالګيو کينولو ملي کمپاين پيل شو.

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۱ - ۱۴:۲۲
نيالګيو کينولو کمپاين

۱۱/۱۲/۱۴۰۱

د ننګرهار ولايت مقام کې د چاپيريال ساتنې ادارې له لوري د يوې غونډې او پرانيستې په ترڅ کې د (بريا او پرمختګ نيالګی) تر سرليک لاندې د نيالګيو کينولو ملي کمپاين پيل شو.

د ياد کمپاين د پرانيستې په مراسمو کې د ننګرهار والي په استازيتوب حاجي مصطفی، د ولايت مقام دفتر رئيس مولوي احمد حمزه او د ګڼ شمېر نورو ادارو مسئولينو او استازو حضور درلود.

د ننګرهار چاپيريال ساتنې رئیس وويل، چې د دې کمپاين په ترڅ کې به چاپيريال ته په کتنې د مسئولينو او ولسونو په همکارۍ بېلابېل ډوله بوټي او نيالګي کينول شي.

نوموړي وويل، چې د چاپيريال ساتنې ملي اداره دنده لري ترڅو نورو اړونده ادارو سره په همغږۍ د سرسبزۍ، چاپيريال او هوا پاکې ساتنې په موخه اغيزمن فعاليتونه تر سره کړي.

هغه زیاته کړه په نړيواله کچه چې څومره صنعت پرمختګ کوي ترڅنګ به يې په هره سيمه کې ۲۵ سلنه سرسبزۍ لپاره کار کيږي.

د ننګرهار کانال رئيس مولوي غلام الرحمن کظيم وويل لکه څرنګه چې مو د هېواد په خپلواکۍ کې اوږه په اوږه کار کړی اوس د دې وخت دی، چې د هېواد ابادۍ او پرمختګ په موخه ګډې هلې ځلې وکړو.

نوموړي وويل، چې د کانال په مربوطاتو کې د کرنې، بڼوالۍ او سرسبزۍ برخه کې ډير پرمختګونه رامنځته کړي او په راتلونکې کې نور ښه زيري هم لري.

د کډوالو رئیس اکرام الدين مفتون وويل، چې ښې اوبه، پراخه ځمکې، قيمتي غرونه او ښه کدرونه لرو او هيله يې وښوده چې د هېواد ابادۍ په موخه به لازمې هڅې تر سره شي.

د ولايت مقام کارپوه سيد روح الله پاچا وويل، چې ونې او بوټي د هوا پاکونې، طبعي پېښو مخنيوي، روغتيا، انسانانو، حيواناتو او مرغانو لپاره د تغذيې غوره سرچينه ده او زياته يې کړه چې چاپيريال ساتنه د ټولو ګډ مسئوليت دی.

د جلال اباد ښار د اصنافو او هټيوالو خونې رئیس حاجي بازمحمد شېرزاد د ياد کمپاين پر پيل کېدو خوښي وښوده او پر ولسونو يې غږ وکړ چې د نيالګيو کينولو ترڅنګ يې پالنې ته هم پاملرنه وکړي.

د يادې غونډې پر مهال جواس سودايي او ملګرو يې د پسرلني موسم په اړه ترانې وويلې، غونډه کې چې د ولايت مقام وياند قاري قاضي ملا عادل هم حضور درلود د ولايت مقام دفتر رئيس مولوي احمد حمزه په دعايې سره پای ته ورسېده.

په پای کې مسئولينو له لوري د پټۍ په پرېکولو او د څو نيالګيو په کينولو د نيالګيو کينولو ملي کمپاين پيل شو.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۵ - ۱۷:۳۱
Background image

ازبکستان تورخم له لارې پاکستان، هند او نورو اسيايي هېوادونو ته صادرات او واردات پيلوي.

د ننګرهار مرستیال والي مولوي سعيد احمد بنوري، د هېواد د ترانسپورت او هوايي چلند وزير ملا حميدالله اخندزاده، د ازبکستان د ترانسپورت وزير الهام محکموف د ياد هېواد د جمهور رئیس ځانګړي. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

د ننګرهار مرستيال والي هغه غازي سره وليدل چې شاوخوا لس کاله وړاندې يې په يو اتلوال بريد کې امريکايي عسکر لمنځه وړی و.

د ننګرهار مرستيال والي مولوي محمد رباني ناصح د حکمت الله خالد په نوم هغه غازي مجاهد سره وليدل چې شاوخوا لس کاله وړاندې يې شينوارو ولسوالۍ کې ۲۶ کلن خورد ضابط مایکل کیبليو د چاقو په. . .

شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۳ - ۱۶:۳۲
Background image

د ننګرهار مرستيال والي مسئولينو، مجاهدينو او ولسي خلکو سره د ستونزو حل په موخه وليدل.

د ننګرهار مرستيال والي مولوي محمد رباني ناصح يو شمېر مسئولينو، مجاهدينو او ولسي خلکو سره په ليدنه کې د هر يو په جلا ډول ستونزې او غوښتنې واورېدې او په حل کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د. . .

BACK TO NEWS