ننګرهار کې د کب ۱۰مه د دوحې تړون درېيمه کاليزه ونمانځل شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۰ - ۱۷:۴۳
Nangarhar

۱۰/۱۲/۱۴۰۱

د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار خان عبدالغفار خان کمپلکس کې استخباراتو رياست له لوري د کب لسمه د دوحې تړون (د اشغال خاتمې او خپلواکۍ بېرته ګټلو درېيمه کاليزه) د يوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه، چې پر مهال يې د استخباراتو رئيس مولوي محمدالله ادريس، د ملکي او نظامي ادارو مسئولينو، علماء کرامو، مخورو، ځوانانو، فرهنګيانو او ګڼ شمېر نورو حضور درلود.

يادې غونډې ته د ننګرهار استخباراتو رياست په استازيتوب مولوي محمد اسحاق نظامي وويل، چې درې کاله وړاندې يرغلګرې امريکا د خپلې ماتې پټولو په موخه د اسلامي امارت مشرانو سره د دوحې تړون لاسليک کړ، چې په ترڅ کې يې هېواد ته خپلواکي راغله؛ خو متاسفانه چې امریکا ډيری ژمنې نه دي عملي کړي.

د ياد رياست وياند قاري منصور حبيبزي  په خپلو خبرو کې خوښي وښوده، چې د دوحې تړون نړۍ ته د افغانانو د مظلوميت او مېړانې انځور وړاندې کړ او له غونډې څخه يې موخه په ځوانانو کې د فکري ويښتيا او ازادۍ روح تازه کول ياد کړل.

استاد عبدالرحيم صراف او استاد محمد ګلاب توحيدیار وويل، چې د اسلامي امارت د بريا لامل د مجاهد ولس د بچیانو سرښندنې او اسلامي جزبه وه، چې امریکا يې د دوحې تړون ته مجبوره کړه او شرمناکه ماته يې وخوړه.

دوی له مسئولینو، ځوانانو او رسنيو  وغوښتل، چې د موجوده نظام ملاتړ وکړي او ټول په يو قوت سره د دې نظام پايښت او بريا په موخه کار وکړي.

د ننګرهار ملي راډيو تلويزيون آمر مولوي امان الله عادل وويل، چې امریکا د افغان ولس حقونه نقض کوي او غوښتنه يې وکړه ترڅو ا.ا په رسميت و پيژندل شي او کنګل شوې پانګه ازاده شي.

په دې غونډه کې شاعرانو د کب لسمې په مناسبت خپل جوړ کړي شعرونه او ترانې هم وويلې همدا راز د ثالث عمر په نوم د اسلامي امارت د مؤسس اميرالؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د کړنو کتاب، چې په ۵۴۳ مخونو کې ليکل شوی د غونډې پر ګډونوالو وويشل شو.

په ياده غونډه کې د اطلاعاتو فرهنګ رئیس قاری نور محمد حنيف، د ورزش رئيس عبدالسلام وزيروال، د ځوانانو چارو آمر محمد اصف زهير، د ولايت مقام وياند قاري قاضي ملا عادل او نورو مسئولينو هم حضور درلود.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۵ - ۱۷:۳۱
Background image

ازبکستان تورخم له لارې پاکستان، هند او نورو اسيايي هېوادونو ته صادرات او واردات پيلوي.

د ننګرهار مرستیال والي مولوي سعيد احمد بنوري، د هېواد د ترانسپورت او هوايي چلند وزير ملا حميدالله اخندزاده، د ازبکستان د ترانسپورت وزير الهام محکموف د ياد هېواد د جمهور رئیس ځانګړي. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

د ننګرهار مرستيال والي هغه غازي سره وليدل چې شاوخوا لس کاله وړاندې يې په يو اتلوال بريد کې امريکايي عسکر لمنځه وړی و.

د ننګرهار مرستيال والي مولوي محمد رباني ناصح د حکمت الله خالد په نوم هغه غازي مجاهد سره وليدل چې شاوخوا لس کاله وړاندې يې شينوارو ولسوالۍ کې ۲۶ کلن خورد ضابط مایکل کیبليو د چاقو په. . .

شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۳ - ۱۶:۳۲
Background image

د ننګرهار مرستيال والي مسئولينو، مجاهدينو او ولسي خلکو سره د ستونزو حل په موخه وليدل.

د ننګرهار مرستيال والي مولوي محمد رباني ناصح يو شمېر مسئولينو، مجاهدينو او ولسي خلکو سره په ليدنه کې د هر يو په جلا ډول ستونزې او غوښتنې واورېدې او په حل کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د. . .

BACK TO NEWS